کور / سياسي / اته کلنه صلیبي جګړه او د بوش وروستۍ ورځې

اته کلنه صلیبي جګړه او د بوش وروستۍ ورځې

ددوه زرم لومړي میلادي کال ددسمبرله یوولسمې وروسته دټولې نړۍ حالات په بشپړډول بدل شول،دامریکاولس مشربوش په ډیره تونده لهجه دصلیبې جګړه پیلولوګواښ وکړپه افغانستان کي یې موجوده حکومت ته خبرداری وکړچي یاددوئ غوښتنې ومني اویادي ددوئ وداسئ ګوزارونوته ځانونه ټینګ کړي چي په لومړي بریدسره به ټول له خاوروسره خاوري کړي .چارواکو یې خبره ونه منله اوهغوئ ته یې وویل چي دخپلې ادعادثبوت لپاره شواهداواسنادوړاندي کړئ  که موداسي وکړل اوشواهدووښوده چي اسامه اودهغه پلویان په دي پيښه کي لاس لري نوموږ تیاریوچي هغه محکمې ته وسپاروخودقدرت په نشه کي مست بوش دهیچاخبره نه اوریده هغه یوازي دټوپک په شپیلۍ خبرې کولې نوهغه ؤچي پرګران هیوادیې داوراولمبوباران پیل کړپه لکونوکسان یې شهیدان کړل،له کورونویې وشړل،زخمیان شول،زندانونوته واچول شول اوپه هیوادکي بیایوداسي انارشیزم رامنځته شوچي دهیوادټول وګړي یې له سختواندیښنوسره مخ کړل دوخت حکومت دخپل تکتیک له مخي ښارونه خوشي کړل اودبیاانسجام لپاره تیت اوپرک شول .امریکایانوداِمارت سقوط یوه داسي بریاوبلله چي دهغوئ په زړه کي یې دنورو هیوادونودلاندي کولوهوس پیداکړ،دومره مغرورشول چي ځان یې یونه ماتیدؤنکی ځواک وګاڼه اودهمدي ذهنیت له مخي یې په عراق کي دوخت پرموجودحکومت تورولګاوه چي له القاعدې سره مرسته کوي اوویجاړؤنکې اټومي وسلې لري،خودصدام حسین حکومت له دي تورنونه انکاروکړ،هغوئ وویل دملګروملتونودوسلوپلټونکي دي راشي ودي ګوري چي موږ ویجاړؤنکي اټومي وسلې لروه کنه؟ څارونکي ولاړل،پلټنې یې وکړي اوهیڅ یې هم ونه موندل خوامریکابیاهم پردي کلکه ولاړه وه چي نه هلته اټومي وسلې شته،دصدام حسین حکومت له تروریستي ډلوسره پټي اړیکې لري اوداسي نورتورونه ؤچي دعراق حکومت په کلکه ردول .
امریکاله ملګروملتونوڅخه پرعراق دبریداجازه وغوښته مګرهغوئ اجازه ورنکړه،امریکا دهغوئ هیڅ پرواونه کړه په خپل سریې په دوه زره درېیم میلادي کال کي دځینونوروصلیبي ملګروپه مرسته پرعراق ناروایرغل وکړ،دصدام حسین حکومت یې نسکورکړ،دعراق ټول عامه تأسیسات یې ویجاړکړل،دهغه هیوادبډایه لرغوني اثاریې غلاکړل،دتیلوپه لوټلویې پیل وکړ،عراق یې دمرګ ژوبلې یوه داسي قصابه وګرزوله چي هره ورځ به پکي په سلګونو انسانان ترتیغ تیریدل،له زندانیانوسره یې هغه نارواکړنې وکړې چي شیطان یې هم له ترسره کولوعجزؤلنډه داچي دنړۍ پرمخ داسي جنایت نه ؤچي دامریکاپه څیریوهیوادچي ځان دډیموکراسۍ ،تمدن اونړیول انصاف سمبول ګڼي ترسره نه کړل!!!
په عراق کي دمقاومت په ډیریدوامریکایان له سختوستونزوسره مخ شول،دپوځیانومرګ ژوبله یې دومره ډیره شوه چي له ویرې یې بوش په سپینه ماڼۍ کي هم ارام نه درلود، دعراق داخلي حالات هم دومره خراب شول چي په میلونووګړي دخپل ټاټوبي پریښودوته اړشول، دوژل شویوکسانوشمېره لاهم په دقیق ډول معلومه نه ده خودځینوشمیرنوله مخي تردونیم لکه ډیرکسان وژل شوي،په دي سره نه یوازي داچي په نړۍ کـــي دامـــریکـــادریځ تـــه سخـــت تاوان رسیدلی،بلکه امریکااوس عملاً دګوښه کیدوپه حال کیده،اروپایان ورووروله هغې نه خپله لاره بیلــــوي،روســــــان لګیادي دچيـــن اوځینونوروهیوادونوپه ګډون نوی اتحادجوړوي اوپه اسلامي نړۍ کي خواوس ډیری خلک له امریکانه سخته کرکه کوي .
اوس پوښتنه داده چي په دي اته کلنه جګړه کي امریکاڅه ترلاسه کړل؟ ایاخپلوټاکلوشویوموخو
ته ورسیده کنه؟ نړۍ ته یې څه ورکړل اوامریکایي اولس ته یې کومې ډالۍ وړاندي کړي ؟
دااودیته ورته نورې پوښتنې دي چي دبوش دواک په ختمیدودسړي په ذهن کي ورځي،ددي پوښتنودډیروځوابونه به زماپه اندهرڅوک په نه سره ورکوي .
سمه ده چي امریکاددې جګړې په لړکي یولړجزي بریالیتوبونه ترلاسه کړل،خوله دي سره امریکاسترزیانونه هم وزغمل امریکاچي ددې جګړې ترپیل وړاندي په نړۍ کي دیوازي پیاوړي پوځي ځواک،غښتلي اقتصادلرؤنکي قوت اویوازیني سپرپاورپه توګه پیژندل کیده نن یې په دنیاکي خپل داحیثیت له لاسه ورکړی په دي سره دتبلیغاتوپه مټ دپړسول شوي ځواک حقیقت  هرچاته څرګندشو،کوم پوځ چي دنړۍ دنه تسخیرکیدؤنکي پوځ په نوم یادیده نن دمقاومت دځواکونوترداسي محاصرې لاندي دی چي په  ډاګه دخپلي ناتوانۍ نارې وهي،مرسته غواړي اودخپلوپوځیانودمرال لوړولولپاره له هیڅ رازهلوځلوڅخه مخ نه ګرزوي،په افغانستا،پاکستان انورواسلامي اوغیراسلامي هیوادونوکي چي کوم حالات روان دي په هیڅ ډول دامریکاپه ګټه نه دي،ددې جګړې په پیلیدوپه مسلمانانوکي یوه نوي مفکوره پیداشوه هغه داچي شرق وي که غرب خوچي کافروي هغه دمسلمانانوپه ګټه نه بلکه سل په سل کي زیان دي،دامریکاپه بریددنړیوالواسلامي غورځنګونوترمنځ اړیکې ټینګې شوي،دهغوئ ترمنځ دمعلوماتودلیږد رالیږدلړۍ پیل شوه اودهغوئ ترمنځ یوډول فکري اتحادرامنځته شو.مسلمانان په دي وپوهیدل  چي غربي یاکوم بل استعمارچي دوئ ته دبیارغونې،ډیموکراۍ اوعدالت راوړلوکومې وعدې ورکوي هغه یوازي دخپلوموخودترلاسه کولولپاره کوي .افغانستان ته چي دراتلوپروخت غربي ځواکونودهیواددودانولو،دجنګي مجرمینودمحاکمه کولو،دهیواددبنسټیزوتاسیساتو درغولواویوپراخ بنسټه حکومت درامنځته کولوکومې ژمنې کړې وي په هغوکي کومه یوه یې عملي شوه؟ نه بیارغاونه ترسره شوه،نه هغه مجرمین چي هرافغان یې دمحاکمې غوښتنه کوله دحساب ورکولولپاره دعدالت میزته راکش کړل شول،بلکه دنوي حکومت په جوړولوکي تر ټولوستره وڼده همدغومجرمینوته ورکول شوه،هیوادعملاً دنړیوالي مافیاپه منګولوکي ښکیل شو،دهیوادداقتصادپه سلوکي اتیابرخه په نشیې توکوپوري وتړل شوه،دافغانانوژوند  ترفقر هم ټيټي سطحې ته ولوید،اداري فسادپه خپل ټول توان سره ترقي وکړه اودامنیت لپاره خواوس هرافغان خیراتونه کوي .
دامریکالپاره هم دې اته کلنې جګړې ښې پایلې نه درلودي،ځکه دهمدي جګړې له کبله دامریکا اقتصادورځ تربلې مخ پرځوړدی،په ټوله نړۍ کي یې نوم اوس دیووحشي،بي وفادهیڅ اصولو نه مرعاتؤنکي اویوغدارهیوادپه فهرست  کي شامل دی .په امریکاکي دننه ډیروخلکوخپل کارروزګارله لاسه ورکړاودابې کاري لامخ په زیاتیدوده،پوځ یې دومره درانه تاوانونه وزغمل چي جبران به یې بیالسګونوکلونه وخت واخلي،په زرګونوپوځيان یې ووژل شول،ترپنځوس زره ډیرژوبل شول،ډيری هغه پوځيان چي دجګړې له ډګرنه بیرته خپل هیوادته ستنیږي په رواني  ناروغیواخته دي،داهغه زیانونه دي چي امریکاپه دي اته کلنه جګړه کي ورسره مخ شوه،خوله دي جګړې نه چي امریکاکومې ګټې ترلاسه کړي هغه ددې لویوزیانونوپه پرتله هیڅ هم نه دي بلکه سړی ویلای شي چي امریکاله دي اته کلنې اوږدې جګړې څخه هيڅ هم نه دي ترلاسه کړي اوس چي دامریکاټولټاکنې رانژدي شوي فکرنه کیږي چي په کمه موده کي دي یوداسي بدلون رامنځته شي چي دامریکاولسمشربوش دي داسترزیانونه ورباندي جبران کړي،بوش په داسي حال کي دخپل واک وروستۍ ورځي په ورنژدي کیدودی چي نړۍپه ځانګړي ډول افغانستان، پاکستان اوعرق،امریکایې اولس اوراتلونکي حکومت ته یې په خرواروخروارستنونزي ورپر یښې دي،بلکه هغه دخپل واک ټول اته کلنوپه همدي کي تیرکړل چي په یوډول په نړۍ کي دبدمعاشۍ ریکارډقائم کړي،خودادی هغه له واکه په تلودی مګردي موخي ته ونه رسید.