کور / ترخې خبري / ایادکندهار-هلمندپرلویه لاروژل سوي کسان رشتیاهم ملکیان وو؟!

ایادکندهار-هلمندپرلویه لاروژل سوي کسان رشتیاهم ملکیان وو؟!

31‏/10‏/2008

‏څوورځي وړاندي مودرسنیوله لاري واورېدل اوولیدل چي ،دکندهار-هرات پرلویه لاردمیوندولسوالۍ په مربوطاتوکي مجاهدینودرې عرادې مسافروړونکي موټردتلاښۍ په مقصدودرول ؛چي” یوسل اواته څلوېښت” تنه پکښي سپاره وواوددې جملې څخه یې” اته ویشت ” تنه چي زیاترویې دلغمان ولایت سره تړاودرلودی دملي اردو دپوځیانوپه تورچي په ساده اوملکي جاموکي یې لښکرګاه ته  سفرکاوه دځانونوسره بوتلل .

مجاهدینورسنیوته ویلي چي نیول سوي کسان (پوځیان) مودیوموثق اوباوري راپورله مخي دځانونوسره بيولي دي اودادی  اوس یې دتحقیقاتوپه ترځ کي پخپله خوښه اعتراف کړي چي :”موږ دملي اردوعسکریواودهلمنددوالي (ګلاب منګل) په غوښتنه هلته ( لښکرګاه ) ته ورروان وو  .” اودنیول کیدوڅخه مویې څوورځي وروسته دمجاهدینودشرعي محکمې دپریکړي سره سم” اوویشت  ” تنه  نیول سوي عسکرووژل اویوتن یې چي کوچنی ‌‌‌ؤخوشي کړل سو.

چا رواکو لومړی ددې پیښي په اړه ناخبري وښووله اوڅوورځي وروسته یې بیا وویل چي وژل سوي کسان پوځیان نه بلکي ملکيان ووکوم چي ایران ته دمزدورۍ لپاره تلل   اوڅوورځي یې په پرله پسې ډول په بېلابیلوولایاتوکي دمجاهدینو پرضددلاریونونوتابیااورهبري وکړه اورسنیوهم دمعمول خلاف دپیښي په اړه ګڼ شمېررپوټونه ،مرکې اومقالې نشرکړې .

دیادوني وړده چي درسنیوله لوري ددې پیښي دبیا،بیا،بیاتکرارله کبله  ما(ددې کرښولیکوال) ته هم دیوجنګ ځپلي  “افغان ” په توګه اندېښنه پیداسوه چي ،هسي نه مجاهدینوداکارپه تېروتنه ترسره کړي وي اویا یې غلیمانودبدنامولوپه موخه جوړه کړې یوه افسانه اودسیسه وي ؛ په هرصورت نومي دپیښي په آر(اصلي ) حقیقت دپوهیدو په مقصد په سیمه کي دځوان هڅاند ازادخبریال ښاغلي م “الف ” سره اړیکه ټینګه کړه ( دنوم ښوولوڅخه مي یې ځکه ډډه وکړه چي تېر کال پدې سیمه (کندهار) کي دامریکایې ځواکونولخوادیو”کاناډایې” ټلویزیون خبریال “جاوید احمد” پدې ګناه چي دطالبانودیوقوماندان سره یې دمرکې هڅه کړې وه تر یوولسومیاشتو پوري په بند کي  وساتل سو. )اودپیښي په اړه مي معلومات ځني وغوښتل .نوموړي ددې واقعې په ۱۱مه نیټه دیادي سوي کیسې په اړه په میوندولسوالۍکي دمجاهدینودمسؤل چارواکي سره مرکه کړې وه اوزماسره یې هم دمرکې درااستولوژمنه وکړه دنیکمرغه چي  ساعت وروسته مي “دیاهوپه ان باکس ” کي پرراغلي “ایمیل “سترګي ولګېدې چي سرلیک یې ؤ”مرکه ” ( دم الف څخه په مننه ) ګرانولوستونکو! دلته به په پوره امانت دارۍ سره دمرکې اصلي متن درته وړاندي کړم .!  

بسم الله الرحمن الرحیم

سوال : محترمه ! ۱۱ورځې مخکي تاسودمیوندپه ولسوالۍ کي درې 303) (درې سوه درې موټران راګرزولي وو او ویل مو چي په دې کي دملي اوردو هغه عسکرسپاره ووچي دلشکرګاه وجنګ ته د دولت دکومک لپاره په شخصي کالیوکښي روان وو آیاداخبره حقیقت لري

جواب  : بلي هو! داخبره روښتیاده موږپه دې پلان مخکي لاخبرووله هغه ځایه موسمدستي خپل نفرورسره ملګری کړپه موټرکي ورسره سپورو اودوی ئې څارل چي په دوی کي۲۴کسان په یوه ټکټ موټرته ور وختل اوڅه وخت بعد په دوی کي یوه سړي ته دیوکس له خوا څخه تليفون وسو چي چېري روان ئې ده ورته وویل چي زه داخلک په لشکرګاکي وخپل کنډک ته رسوم بېرته درځم

بل داچي کله دوی دحوض مدت سیمې ته راغلل نوموږپرنوروعسکرو جنګ پیل کړ اودوی د خپلوجېبونو

اسناد  پټ  کړل چي افشاءنسي چي کله له دې ځایه تېرسول نو ئې تليفون وکړ چي موږئې ونه پېژندلو

خلاص سولو اودرروان یو .

چي کله دوی دخاکي چوپان سیمې ته راورسېدل نوموږ هغوی راکښته کړل

اوله دوی سره مو دملي اوردو کارتونه داکاډمي ورقې عسکري کمربندونه اوهغه امرېکائي نوارونه چي دبندیانولاسونه په تړل کيږي ورسره وو چي اوس له موږسره پراته دي اوپه دې ورځ چي دوی ګیرسول هغه ۱۵ټانګان چي سیمې ته دبسکوټووېشلو په پلمه  دمجاهدینودځای  ځايګي  معلومولولپاره راغلي ووپه مخابروکي ږغونه کړل چي دلته دملي اوردو کسان ګیرسوي دي موږنورشیان نه وېشو او همدارنګه له لشکرګاه څخه قوه راغله چي دوی راڅخه خلاس کړي هغه موشاتګ ته مجبوره کړل  اووتښتېدل ا و بل داچي ددوی دوړلولپاره امریکایان راغلل نه قومي مشران

سوال : دولت ادعاکوي چي له ځینوئې سرونه  پرې کړيدي؟

جواب  : نه دا هیڅ حقیقت نه لري داسوچ درواغ دي 

سوال :دوی وائي چي داخلک اېران ته روان وو دا خبره حقیقت لري؟

جواب : ایران ته چي څوک ځي  فوځي کمربندونه داکاډمۍ ورقې دملي اوردوکارتونه دبندیانودلاس تړلو امرېکائي پاډې څه کوي !اوهغه چي ورايله موکړل نو ولي نه اېران ته  ولاړل نه کورونوته   بیرته ولشکرګاه  ته ولاړل  ددولت او امرېکایانو جاسوسي یې پیل کړه .!

پوښتنه داده چي وژل سوي کسان رشتیاهم  ملکیان ووکه پوځیان . ؟

لومړی :که دحکومت دادعاسره سم وژل سوي  کسان ولسي وګړي وای اوایران ته دخوارۍ غریبۍ لپاره تللای نوپداسي حال کي چي دلښکرګاه ښاراوشاوخواسیمي یې په عېني وخت کي دبېساري جنګ جګړوشاهدي ورکوي ایران ته دخوارۍ په موخه تلونکي مسافر !!په لښکرګاه کي څه غواړي ؟ دوی خوبایددلښکرګاه پرځای دهرات اونیمروزټکټونه اخستي وای چي دایران سره پوله په پوله پراته ولایتونه دي .

دوهم :دغه رازیوشمېرقلموالوپخپلوبې بنیاده او نامعقولوڅرګندونوکي ویلي چي :مجاهدینودغه کسان ځکه دملي اردوپوځیان وبلل چي ږیري یې خریلي وې اودشمالي والواومشرقي والوپه څېر خبري یې کولې ؛ولي برعکس مجاهدینوددې وژل سووپوځیانوډیری دلاري اوموټرانډیوالان اوږیرخریلي وطنوال خوشي کړل .

درېیم :که مجاهدینودسوله ساتوقواوو!!په څېرملکي خلګ وژلای نو دتېر سپتمبرپر۲۵مه یې په فراه  کي دمزدوروپوځیانولپاره قرارګاه جوړونکي ” یوسل اوپنخه پنځوس ” تنه نیول سوي کارکونکي ولي خوشي کړل .؟ !

که داسي وګڼوچي وژل سوي کسان ولسي وګړي وونوایاپه کنړ،نورستان،ننګرهار،پکتیا،هلمند،فراه ،کندهار،ارزګان  ،هرات او….. کي چي هره ورځ بلا ناغه دغربي جګړ ه مارانوله لوري په لسهاووبې ګناه هیوادوال ښځي ،کوچنیان اوبوډاګان په ډیري بې رحمۍ سره دخپلوکورونوترخاورواوخزلولاندي په شهادت رسول کیږي ؛ولي یې دمحاکمې د ارقم جدي غوښتني اوپوښتني نه کیږي ؟اوولي یې پرضدپه اصطلاح ولسي خلګ لاریونونه نه کوي . ؟ !

ایاهغوئ دکاڼواوبوټوڅخه پیداسوي موجودات وو؛که دوژل سووافرادوپه څېردبني نوع (انسان) څخه پیدااودمور،پلار،خور،ورور،قریبانواودوستانودخواخوږۍ اوخپلوۍ څخه برخمن دبشري اوافغاني کرامت څښتنان .؟

دحېرانتیااوافسوس وړخوداده چي یوازي پدې (اکتوبر) میاشت کي دصلیبي وحشي قواوولخواتر”سلو” زیات ملکي افغانان شهیدان سوي دي ؛ متاسفانه چي هیڅ چایې هم دعاملینوپرضددمظاهرې اومحاکمې غوښتنه ونه کړه.   دنمونې په توګه به یې دڅوغملړوپیښویادونه په دې ډول وکړو.!

داکتوبرپر۱۲مه نیټه صلیبي بې رحمه جګړه مارودغزني ولایت اندړوولسوالۍ په یوه هدېره کي دجنازې پرمراسمود خپل همېشني عادت له مخي ړندې بمبارۍ وکړې چي په ترځ کي یې “پنځه ویشت” تنه ملکي وطنوال شهیدان اوګڼ نورټپیان سول .دسیمه ییز وخلګو په ویناچي دبریدڅخه سمدستي وروسته یرغلګرپلي ځواکونه هم سیمي ته ورغلل اودبمباریوپرقربانیانووراټولوسووخلګوته یې داړونکي سپي ورخوشي کړل چي له امله یې” اته پنځوس” تنه زخمیان سول اونورنامعلوم شمېرکليوال یې له ځانونوسره  ناڅرګندوځایونوته یووړل .

ددې میاشتي پر۱۵  مه نیټه هم خونخوارویرغلګرودهلمندپه نادعلي ولسوالۍ کي” دېرش” تنه هیوادوال چي زیاتره یې ښځي اوکوچنیان ووپه شهادت ورسول .

اوپر۲۱مه یې هم دفراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ په ګودرګزاوچشمه کلیوکي دولسي خلګو”څلوېښت “کورونه سوځولي او “اولس ” تنه بې ګناه افغانان یې دځانونوسره بیولي دي .

ای سادګانومظاهره چیانو!پورته ذکرسوي اولیکل سوي ډله ییزي وژني هم په افغانستان کي یوازي په تیره یوه میاشت کي تر سوه سوي دي دمجاهدینولخواڅخه نه بلکي دډیموکراسۍ په نامه دبشردوستوقواوو !!له لوري هغه هم په اصطلاح ددولت مخالفین نه بلکي ټول بې ګناه ملکي افغانان ښځي اوماشومان ووتاسوښاغلویې ولي په غبرګون کي پټوسترګو،بندوغوږونواوګنډلوخولوته ترجیح ورکړه. ؟ !

ای ګرانولاریون کونکو!دکابل اداره غواړي چي ستاسودتودواحساساتوڅخه ناوړه ګټه پورته کړي  اودولس څخه دمنفوررژیم اویرغلګروپوځونونارواکړني اوغیري انساني چارچلند پټ اومجاهدین پداډول ناکامه هڅوسره تورن اودولسي خواخوږۍ اوملاتړ څخه بې برخي کړي خودنیکمرغه چي داناسنجول سوې دسیسه یې هم دتېر په څېر تش خیال اولیونتوب ثابت سو.

ګرانوهیوادوالو!تاسي ولیدل چي ،دپخواپه څېرپه روانه یویشتمه پیړۍ کي هم نړیوال صلیبي ترهګربلاک  دتهذیب اوتمدن په نامه دمسلمان امت اوپه ځانګړي ډول دافغان ملت پرضدداسي وحشیانه کړني ترسره کړې ؛ چي قلم یې په لیکلواوژبه یې په ویلو دشرم احساس کوي .خومتاسفانه چي یوشمېرملاډوله افرادو اودروڼ اندۍ اومنځلارۍ دعوه لرونکوڅېرونه تنهادروان صلیبي غوبل په وړاندي ږغ پورته نه کړئ بلکي دې څرګندصلیبي جنګ ته یې دازادۍګټلواوتروریزم پرضدجګړه ،یرغلګروجګړه مارانوته یې سوله ساتي پوځونه ،ړندوبمباریوته یې بیارغونه ؛اوډله ییزووژنوته یې دبشردوستۍ اوغربي خواخوږۍ غولونکي نومونه اولقبونه وکارول .خودې ملت پلورونکوچوکۍ مینوته دشرق نابغه علامه سیدجماالدین “افغاني “یوه نیمه پیړۍ مخکي په واضحوټکوکي ویلي چي :”ای ښاغلو !ازادي ورکول کیږي نه ؛بلکي اخستل کیږي( ګټل کیږي ) . !”

میړنیوهیوادوالو!راځئ چي نورد “ښکېلاک اوزبېښاک ” دهیلو،ارمانونواوامیدونوپرخلاف ژبني،سمتي اوقومي توپیرونه شاته و غورځوواودخپلواسلافوپه څېردیوواحد،میړني افغان ملت په توګه دویاړلي هیوادافغانستان دحتمي تجزیې اودیرغلګري ترهګري ټلوالي پرضدوسلوالي مبارزې ،لاریونونو،کنفرانسونواواحتجاجي غونډوته دوام اوزورورکړواوپدې کارسره به انشا‌ء الله دلوي اوځواکمن څښتن په مرسته اودخپلوغښتلومټواوبریالیوهڅوپه برکت دیوموټي ،بشپړاسلامي ،خپلواک ،ازاد،اوپرمختللي افغانستان څښتنان واوسو.!  انشاء الله په دې هیله

سپینې خبرې
محمد نعيم بشريار ١٢ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-02 16:28:00 م

خدای شته چی ډیر کلونه می ټول افغان او بینوا انټرنیټی پاڼی ولوستی او بالاخره می تصمیم ونیو چی یو څه د زړه بړاس زه هم په کی اوباسم. ځکه چی داسی مضامین می په کی ولوستل چی د لیکونکی ظرفیت تری معلومیده چی ګواکی نوی نوی په لیک او لوست راغلی. او نور خدای د مخکی نه بخښلی. 
نو ځکه دهغوی لیکنو دا جرٍت راکړ چی زه هم یو څه ولیکم سره له دی چی د پښتو لیکدود می صحیح نه دی او دا هم د کمپیوتر ستونزه ده چی کیدای شی په راتلونکی کی دا مساله هم حل شی. 
په دی تیرو ورځو کی د پیښور په ښار او شاوخوا علاقو کی ځنی هغه افغانان چی یو څه شهرت لری او یا هم د کابل د اداری سره اړیکی لری تښتول شوی چی د هغی جملی څخه د افغانستان قونسل، د احدی صیب ورور او داسی نور کسان د یادولو وړ دی. 
د حالاتو څیړونکی هم په دی مسله کی د مختلفو خلکو لاس دخیل بولی، څوک یی په طالبانو ور اړوی، څوک یی د پاکستان په استخباراتو او څوک یی هم په غلو او داړه مارانو ورتپی. خیر زه نه وایم چی دا کار به چا کړی وی، ځکه چی علم غیب یواځی خدای ج سره دی او بس. خو زه یی دا بل اړخ راخلم چی پاکستان ولی ورځ په ورځ دومره بی ثباته کیږی چی په تاریخ کی یی ساری نه لیدل کیږی. سره ددی چی د امریکا بی خرته مرستی، عصری وسایل، هلیکوپتری، د څارګری وسایل، او اوس خو یی د ټریننګ مسله هم روانه شوه، سره ددی ټولو مثبتو خبرو پاکستان بیا هم ورځ په ورځ د تباهی او بربادی خوا ته روان دی. 
ددی علت څه کیدای شی؟ 
زما د تجربی له مخی هر هغه چا چی د امریکا د اوسنی پالیسی ملا تړ کړی او د خپل ولس غوښتنه یی له پامه غورزولی د هغوی حالت همداسی وی لکه د پاکستان او تر دی دی هم د بدتر حالت انتظار اوباسی. د پاکستان عوام غوڅ اکثریت د امریکی د اوسنی پالیسی ډیر سخت مخالف دی، خو سره ددی بیا هم حکومت د امریکی د ملاتړ څخه لاس نه اخلی. د افغان شوروی په جنګ کی د پاکستان عوام د جهاد او اسلامی روحی سره دومره اشنا شوی چی اوس دا خبره دهغوی په وینه کی اخل شوی ده، تر څو چی دا روحیه له دوی څخه لری نه شی دا حالت به ورځ په ورځ خرابیږی. خو دا روحیه نه هم د امریکا په ډالرو له منځه تلای شی او نه هم د پاکستان د فوج په عملیاتو بلکه دا به یواځی ددوی په مرګ له منځه ځی چی دا هم ناممکنه خبره ده.

د پاکستان حکومت د جنرال ضیالحق د وخت نه راپه دی خوا پوره پوره د امریکا په لاس جوړیږی او ورانیږی، مګر بیا هم دلته په فوج، استخباراتو او سیاستوالو کی دومره مسلمانان شته چی که په ښکاره نشی کولی په پټه خو دومره کولی شی چی امریکا او د هغوی دوستان ارام ته پرینږدی. 
بلخوا د افغانستان حالات هم داسی نه دی چی افغان سیاستوال دی خپل کورونه افغانستان ته بوځی او هلته دی استوګن شی، ځکه په افغانستان کی داسی پر مخ تللی تعلیمی نظام نشته چی د هغوی د زامنو او لورګانو د سویی سره برابر وی. همدارنګه نور وسایل، لکه امنیت، ترانسپورت، بجلی، هسپتالونه او داسی نور د نشت په حساب دی، نو ځکه دا صاحبان غواړی په ګاونډیو هیوادونو کی واوسیږی، او خپله په کابل کی کار وکړی چی د پیسو ګټلو چانس له لاسه ورنکړی. 
مګر په دی پوه نه دی چی د هغوی مخالفین څوک دی، چیرته اوسیږی، سرحدات پیژنی او که نه، دفتر او دیوان لری او که نه؟ ددوی مخالفت خو له یوه داسی تنظیم سره دی چی د پیریانو وروڼه دی، هر ځای پیدا کیدای شی، د پیژندلو هم نه دی، نومونه هم نلری، دفتر او دیوان هم نلری، بس لکه د پیریانو یو ځل ناڅاپه پیدا شی او خپل کار تر سره کړی او بیا ورک شی. 
په دوی کی د هر ملک، هری ژبی او هر رنګ کسان شته چی هیڅ سرحد نه پیژنی. نو که د امریکایانو دوستان په هر ملک کی وی او دی خلکو ته یی پته ولګیده نو بیا نه د چا څخه د اجازی ضرورت شته او نه هم کومی محکمی او قضاته ضرورت شته، هغوی ته همدومره په کار ده چی پوه شی چی دا شخص د امریکایانو دوست دی او بس، نور دهغوی ښکار معلوم شو. 
دا داسی یوه جګړه ده چی پخوا یی مثال نه دی لیدل شوی، او دا هم خارجیانو خپله طرحه کړی، که مخالفین یو مشخص ښار، ولایت او یا هم ملک ولری نو بیا شونی ده چی هر څه د قانون مطابق پرمخ ولاړ شی، خو هغوی د هر څه نه بی برخی او محروم شوی، نو ځکه هغوی هم حالاتو ته په کتو سره خپله سترتیژی داسی جوړه کړی چی بی له کوم ارتباطی نظام نه او بی له واحدی قوماندی څخه پر مخ ولاړه شی، هر څوک چی هر چیری وی، خپل وسایل دی په کار واچوی، د چا څخه د مشوری ضرورت نشته او بس چی کله هم ورته ښکار ملاو شی خپل کار دی وکړی. 
په داسی ګډوډ حالت کی به څوک څنګه د ارام ساه واخلی او څنګه به خپل راتلونکی ته امید ولری. 
د پاکستان حکومت ته په کار ده چی د امریکا سره خپل راوبط کم کړی، د ولس رایی ته غوږ ونیسی، د خلکو د احساساتو سره لوبی ونکړی، او بیا که امریکا ورباندی خپل کومکونه بند کړل پروا نشته، غربت به پری راشی، په نیمه ګیډه ډوډی ډیره ښه ده چی امن او امان وی، خپل قوم وی او د خپلی خوښی فیصلی وی.

shpacha@btinternet.comد اطلاعاتو کلتور پر وزارت د برید پلان
د م میوند عمرخیل رپوټ ١١ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-01 13:56:00 م

داطلاعاتو کلتور پر وزارت برید له پخوا څخه پلان شوی و او طالبانو غوښتل ترڅود ولس مشر د نړیوالو مطبوعاتو دفتر اویا هم د اطلاعاتو کلتور وزارت د مطبوعاتو تالارله منځه یوسی چې یو هدف ترلاسه شو . 
 
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د پنجشنبی د ورځی په ځانمرګې برید کې چې د برید کوونکو په ګډون شاووخوا دری تنه ووژل شول او شاووخوا د ماشومانو او ښځینو په ګډون پنځلس تنه ټپیان شول . 
 
د اطلاعاتو کلتور د مطبوعاتو تالار په ټولیز ډول له منځه تللی ، له دې پخوا هلته د تصویرونو نندارتون ، کتابتون او د انټرنټ او کمپیوټر څانګې ترسترګو کیدل ، خو اوس مهالې هیڅ هم نشته هرڅه له منځه تللی . او ښایی چې د ودانۍ د نړیدو ویره هم وی . 
 
پیښه څنګه رامنځ ته کیږی؟ 
 
شاووخوا لس نیمې بجی د سهار په لومړی سر کې د سپکو وسلو ډزی واوریدل شوی او وروسته یوه غټه چاودونه وشوه کله چې مونږ د پیښې ځای ته په لومړیو شیبو ورسیدو له ودانۍ څخه لوګی او دوړی پورته کیدل. 
څو اونۍ وړاندې امنیتی چارواکو په ښار کې کلک امنیتی تدابیر نیولی و ، په څلور لارو او سړکونو کې ځای ځای پولیس ترسترګو کیدل ، دوې پوه شوې و چې ښایی په دې ورځو کې ځانمرګې برید ترسره کیږی . 
د پنجشنبی ورځ له سهاره ارامه ښکاره کیده ، مونږ د اطلاعاتو کلتور وزارت په یو معینیت کې ناست و، څو واړه ډزی مو واوریدل ، وروسته غټه چاودنه وشوه ، د اطلاعاتو کلتور له معینانو څخه یو تن له خپلې چوکۍ راپاسیده او په وراخطایی يې وویل لکه چې پر کلتور وزارت برید وشو ، تر دې وروسته په منډو منډو د پیښې د ځای په لوری ورغلو . 
هلته تر رسیدو وروسته ومولیدل چې له ودانۍ څخه لوګې پورته کیږی او لاندی څو تنه پولیس ولاړ او چغی او ناری وهی ، څو تنه نور همدا شیبه له ودانۍ څخه په داسې حال کې راوځی چې له سرونو څخه يې وینی راماتی دی . 
د کلتور وزارت معین او د پولیسو د حوزی مشر او بنده همدا شیبه دویم پوړ ته د پورته کیدو تکل وکړ ، همدغه ساعت ګنګوسی شروع شوی چې بل تن او مسله کسان پورته ختلی . 
معین زړه نا زړه خو بیا یی هم د پورته تک چرئت وکړترڅو له ودانۍ څخه پاتی کسان راښکته شی ، له څو پرلاپسی چغو او نارو وروسته خلک په راښکته کیدو کې شول ، ښځې ، انجونې ماشومان او سپین ږیری په وارخطایی او ژړا ګانو په منډو منډو راښکته کیدل .

 
یوه ښځه په چغو چغو د خپل ورک شوی لور پوښتنه کوله (( وی خدایه لور می ورکه ده )) بله ښځه راغله او لومړۍ ښځې ته یی وویله (( ستا لور ژوندۍ ده هغه لاندی ښکته شوه )) 
 
له ودانۍ څخه همدا شیبه د کلتور وزارت دری تنه معینان او څو تنه ریسان له نورو سره یوځای راښکته شول . 
 
د اطلاعاتو کلتور د معین فراهی صیب د سترګو لیدلی حال مونږ په خپل کار ځای کې ناست و ، یو بل تن معین زما شعبی ته راغی ، سره مو خبری کولې چې یو ناڅاپه د ډزو غږونه واوریدل شول ، ما له کړکۍ څخه سر ښکته کړه چې څه خبره ده ، بل معین صیب زه له لاسه کش کړم چې څه کوی هڅی نه چې څه بله کیسه نه وی . 
 
غټه چاودنه وشوه ، ټوله ودانۍ ولړزیده ، شیشی او هرڅه مات ګوډ شول ، مونږ فکر وکړه چې هرڅه چې وشو هغه وشو خو اوس باید دستی ونه وځو ترڅو په لنډو شیبو کې کومه بله پیښه ونه شی .

 
وروسته د بل معین صیب سکرټر په منډو منډو ددوې د خونې په لوری راننوت په وارخطایی یی وویل (( ځانمرګې برید شوی هله زرشی چې ودانۍ نړیږی )) بس مونږ هم لاندی راښکته شو ، لاندې هرڅه له منځه تللی هرې خواته د کاڼو او سمټو انبارونه پراته ول ، امبولانسونومړی او زخمیان وړل او ډیر وحشتناک حالت ترسترګو کیده .

 

ځانمرګې برید کوونکی څنګه ودانۍ ته ننوزي؟ 
 
د تیر په څیر په امنیتی غرفه کې پولیس ناست و ، یو تن د پولیسو غرفی سره په نژدی کیدو پر پولیسو ډزی کوی ، پولیس ځای پرځای په مرمیو ویشتل کیږی ، برید کوونکو د دویم هدف په لور خپل یرغل پیلوی، د میز ترشا د ملی امنیت پر کس برید کوی هغه په سینه په مرمیو لګیږی او غورځیږی . 
 
برید کوونکو چې دا مهالې مخامخ د تالار دروازې ته چې په تورو شیشو پوښل شوی ورننوځی او د تالار په منځ کې ځان الوزوی . 
 
د باندې شاووخوا پولیس په هوایی ډزو پیل کوی ، وروسته ډزی ودریږی او خلک د اور او نړیدلی ودانۍ په لوری منډې کوی . 
 
د طالبانو دریځ 
 
له برید څخه څو ساعته وروسته په لومړنیو تماسونو کې طالبان ددې برید پړه په خپله غاړه اخلي ، د طالبانو ویاند ادعا کوی چې دری تنه ددوې کسانو د ابرید ترسره کړی ، د نقیب الله په نوم یوه طالب خپل ځان په بمونو والوځوو او دوه تنه نور غوښتل چې وزیر له منځه یوسی هغوې روغ رمټ تښتیدلی دي .

د اطلاعاتو کلتور وزیر دا مهالې چیرته و؟ 
د رسمی چارو له امله د اطلاعاتو کلتور وزیر عبدالکریم خرم دا مهالې په دفتر کې نه و ، د وزیر دفتر په دویم پوړ کې موقعیت لری ، د طالبانو د ادعا له مخې ښایی چې دویم او دریم کس د وزیر د وژلو لپاره پلان درلود ، داچې وزیر په دفتر کې نه و هدف ترلاسه نه شو. 
 
ښایی چې له ودانۍ څخه د خلکو د ګڼه ګوڼې له امله دوه تنه نور برید کوونکی په تیښته بریالی شوی وی خو داخبره لا سپینه نه ده .

د پولیسو د پلټنو پایلې 
پولیس له پیښې وروسته خپلې لومړنۍ پلټنې پیلوی ، او په پلټنو کې په ډاګه کیږی چې برید کوونکی په وسلو سمبال د پولیسو مامورین له منځه وړی او تر ۱۶ یا ۱۵ کیلو TMT او RTX (که تیر وتنه ونه شی ) مواد چې تر ټولو اخری شعاع او مواد دي برید کوی ، ښایی چې پاکستانی مواد هم کارول شوی وی ، خو RTX د (تیروتنې په صورت کې مونږ وبښی) دا مواد امریکایی دي . 
 
پولیس د برید په ځای کې د برید کوونکې پښې او د سر د ویښتانو یوه برخه ترلاسه کوی ، او نور هیڅ هم نه ترسترګو کیږی ، پولیس هڅه کوی ترڅو د وزارت مخې ته د لږول شویو څارګرو کمرو له لاری د برید کوونکی څیره پیدا کړی ، یواځنې کس چې برید کوونکی یی په خپلو سترګو لیدلی د ملی امنیت ټپی شوی مامور دی چې تر پرونۍ ورځې پورې وروسته د کما په حالت کې دی او تراوسه د مامور د ژوند او مرګ په اړه هرڅه پټ ساتل شوی ، د پولیسو د غرفی دننه او شاووخوا پر دیوالونو د مرمیو نښې هم ترسترګو کیږی دا د برید کوونکې د ټوپک نښې دي .

د برید قربانیان څوک دی ؟ 
د طالبانو د ادعا له مخې ویل کیږی چې برید کوونکي نقیب الله په دې پیښه کې له منځه تللی ، د کلتور وزارت څخه دری تنه ( یو تن پولیس مړ شوی ، د ملی امنیت ساتوونکی اود پیښی عینی شاهد چې تر اوسه ددې کس هرڅه پټ ساتل شوی ښایی چې د امنیتی مسایلو له مخې دده په اړه هرڅه پټ وساتل شی ، دریم وژل شوی کس د وزارت د راجستریشن مسول په پیښه کې مړ شوی ( له دې مامور څخه دری زامن او څو تنه لوڼې پاتی دی او ټاکل شوی و چې د شنبې په ورځ ددې مامور د ځوی د کوژدی پروګرام ترسره شی ) په ټپیانو کې د وزارت لوړ پوړی چارواکې شامل دی د نړیوالو مطبوعاتو ریس حلیم تنویر په پیښه کې سخت ټپی کیږی او دا هغه کس دی چې غوښتل یې ځان ولس مشری ته هم کاندید کړی ، تنویر اوس مهالې هالنډ ته د درملنې لپاره استول شوی .

له برید څخه وروسته د کلتور وزارت چارواکې سره چیرته راټولیږی ؟ 
له برید څخه څه کم یو ساعت وروسته د اطلاعاتو کلتور وزارت معینان او څو تنه ریسان د ملی ګالرۍ په ودانۍ کې سره راټولیږی او د وزیر د راتګ لپاره په انتظار کې وی . 
 
عبدالکریم خرم هلته په داسې حال کې چې ډیر زیات پریشانه ښکاری له خپل سپین رنګی موټر سره راځی او څو ساعته له خپلو چارواکو سره د پیښې په اړه خبری کوی ، ټول خپه او ویرجن ښکاری . 
 
له څو شیبو وروسته وزیر خپلو معینانو ته وایی (( ډیره بده پیښه ده ، خدای دې پرمونږ ورحمیږی ، اوس باید څه وکړو )). پریکړه نیول کیږی چې وزیر باید د پیښې ځای ته ورشی ، ځنې د پیښې ځای ته د وزیر له ورتګ سره مخالفت کوی خو ځنې بیا داخبره پرځای بولي چې وزیر باید هلته یو ځلی ورشی . 
 
همداسې کیږی وزیر د پیښې ځای ته ورځی او هرڅه په خپلو سترګو ګوری ، وروسته د پیښې د قربانیانو د پوښتنې لپاره روغتونونو ته ورځی او له وژل شویو کسانو او ټپیانو سره سم د لاسه مالي مرستی کوی . 
په همدې ورځ د امریکا د فرهنګی څانګو ځنو ادارو پلان درلود ترڅو یو کانسرت ترسره کړی ، د همدغې موسسی کارکوونکو وزیر ته د ټیلفون د لاری ددې کانسرت د ترسره کولو په اړه خبری کوی . 
 
وزیر ورته ددې کانسرت د نه ترسره کیدو سلا ورکوی او هغوې ته وایی دا کانسرت دې وروسته پاتی شی مونږ په خپلو وینو کې رنګ یو .

د برید اصلی هدف ترلاسه نه شو

برید کوونکو غوښتل د اطلاعاتو کلتور تکړه وزیر عبدلکریم خرم له منځه یوسی ، پلان نیمګړی او هدف ترلاسه نه شو، د ولس مشر د مطبوعاتی دفتر یو چارواکی د ټیلفون په لیکه ماته وویل (( د برید کوونکو هدف د ولس مشر کرزی د نړیوالو مطبوعاتو دفتر و ، طالبانو ویلی و چې هلته بهرنیان هر وخت سره راټولیږی او زمونږ پرضد خبری کوی )) او ښایی چې د برید بله موخه د اطلاعاتو کلتور د ودانۍ نړیدل و چې په دې صورت کې به د سل ګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کیده .

دخداي( ج) دکتاب نسخی او د رسول کریم د احادیثو کتابونه هم په برید کې شهیدان شول.

 

د اطلاعاتو کلتور وزارت په کتابتون کې یو شمیر داسې دینی او اسلامی کتابونه شهیدان شول چې په هغې کې د قران کریم ایاتونه او د مبارک نبی کریم (ص) د احادیثو کتابونه و ، ما په خپله داسې اسلامی او دینی کتابونه له خاورو څخه پورته کړه چې په برید کې له منځه تللی و .

سرپاڼه

Mashal ١١ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-01 15:42:51 م

لیکوال صیب: 
د قران نسخی خو دی د خاورو خزلو نه راپورته کړی د عملی کولو لپاره یی هم څه په کار دی، د ټول افغانستان له دینی کتابونو څخه ډک وی نو الله او د هغه رسول پری نه خوشحالیږی خو د هغی د عملی کولو لاره لټوه. سلمان رشدی او عبدالرحمن پنجشیری په خارج کی داسی ساتل کیږی لکه ملی اتلان او مسلمانان په ګوانتانامو کی پراته دی او ستا دی هم کور ودان وی چی د دینی کتابونو نسخی دی له خاورو څخه راویستلی. 
لږ د رسول الله ص ژوند مطالعه کړه چی په څومره غزاګانو کی یی اشتراک کړی او توره یی چلولی او زخمی شوی هم دی، یو ځل په غزا کی زخمی کیدل سنت طریقه ده، نو بیا د صلاح الدین ایوبی تاریخ هم وګوره او بیا لږ ګریوان کی سر ښکته کړه چی مونږ او تاسو په کومه تله کی ناست یو. 
الله ج دی زمونږ ایمانونه قوی کړی. 
 
په درنښت

adil ١١ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-01 15:07:00 م

د خدای شکر دی چې خرم صیب بچ شو.
 
کوندې وي چې اوس د بې شرمه او رسوا ضد اسلامي او ضد افغاني چینلونو، فلمونو او ډرامو مخه ونیسي که نه زموږ نسل خو یې راتباه کړ.


غزه: واده مې وكړ، خو لاهم د ځانمرګي بريد نيت لرم   
پښتو بڼه: هدايت الله هميم
بي بي سي پښتو ټکى کام   
 

 
 

 
ام انس :” د ماشوم تر زيږون پورې به انتظار وباسم، او ماشوم به مې خپل موروپلار ته پرېږدم، او د زړۀ ټوټه به مې هم له دوى سره پرېږدم.” 

 
 
 
 

 سربېره پردې، چې د غزې په تراډ ه كې د اوربند د تړون فضا خوره وه، خو د رپوټونو له مخې، ځينې بنسټپالې ډلې يوځل بيا د تاوتريخوالي ډېرېدا ته لمن وهي، په همدې موخه د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې له خوا نه ښځينه ځانمرګې بريدكوونكې هم روزل كېږي .

نو له دې امله د بي بي سي خبريال پاول وود له يوې داسې فلسطينۍ ښځې سره خبرې كړې، چې د ځانمرګي بريد تابيا لري، دا وايي چې د ځانمرګي بريد د ترسره كولو په موخه په غزه كې روزل شوې ده .

دغه فلسطينۍ مېرمن په يوۀ غرفه كې ناسته او د جهاد ډلې تور بيرغ يې پر دېواله ځوړند دى، او يوۀ څنګ ته يې كلاشينكوف هم اېښى دى، د دغې مېرمنې مېړه د جهادي ډلې غړى دى او د ښځې پر ټنډه يې د شهادت د ډلې نښان لګول شوى دى .

اسرايل تل فلسطيني اسلامي ډلې د (ام انس په څېر) چې دا يې اصلي نوم نه دى او عمر يې تر١٨ كلونو څخه نه اوړي، د لږ عمر لرونكي نجونې او هلكان د ځانمرګو بريدونو په روزنه او غولولو تورنوي .

د الله له خوا نه ډالۍ

(ام انس) زما مخې ته كښېناسته او د خپل واده پر ګوته لوبې كوي، نوموړې د خپل راتلونكي ځانمرګي بريد په اړه په لوړ او ټينګ غږ وايي چې ” نوموړې د اسمان له خوا نه يوۀ ډالۍ راغلې ده، الله تعالى موږ ددې لپاره پيدا كړي يو، چې په لاره كې يې شهيدان شو.”

دا زياتوي: ” د فلسطين ټول ولس د الله تعالى په لاره كې د جهاد كولو لپاره پيدا شوى، كه چېرې موږ يوازې پر اسراييلو د تيږو په ويشتو بسنه وكړو، سرټيټى به مو په برخه وي، خو هغه څه چې پېښېږي ته يې په اړه لږ سوچ وكړه چې د دوى په مخ كې انساني غړي غوڅ غوڅ ليدل كېږي .”

 
ام انس د چاودېدونکو توکو خپل ډک واسکټ لټوي . 

 

له چاودېدونكو توكو هغه ډك واسكټ چې ام انس يې په وسيله خپل خواږه ژوند ته د پاى ټكى اېښودل غواړي، او د يو شمېر اسرايليانو وژل غواړي، سربېره پر دې چې د واده څو مياشتې يې نه دي پوره شوې، دغه واسكټ يې ترڅنګ پر يوۀ مېز اېښى، چې.د دې ډول كارونو په ترسره كولو كې دين ستره ونډه لري .

ام انس وايي :” كله چې مې واده وكړ، زما مېړه زما په سوچ او فكر ښه پوهېده، مېړه ته مې ښه پته وه، چې زه څوك يم او څه فكر لرم، همدا لامل و چې له ما سره يې واده وكړ، واده كول مې له خپل دريځه نشي ګرځولى.”

ما ترېنه وپوښتل: ((ايا د حمل ميندوارۍ پرمهال به له خپل دريځه واوړې .))

راته ويې ويل :” د ماشوم تر زيږون پورې به انتظار وباسم، او ماشوم به مې خپل موروپلار ته پرېږدم، او د زړۀ ټوټه به مې هم له دوى سره پرېږدم.”

خو ام انس چې د كوم كار نيت كړى، نه يې موروپلار او نه هم وروڼه ورباندې خبر دي .
ام انس وايي : ((شهيدان بايد په پټه خپلې چارې سرته ورسوي، زموږ بايد پر خپلو پلانونو خپل دوستان خبر نه كړو .))

همدارنګه يې وويل:((خو ځينې وخت زموږ په كار خبرېږي، شك كوي خو خبره تر يقين پورې نه وي رسېدلې.))

د مرګ لپاره تيارى

ام انس وايي د خپل مرګ لاره تر ټولو ښۀ ورته معلومه ده، خو د مرګ له وخته يې بې خبره دى . نوموړې د مصر او حماس ډلې په منځګړيتوب د اوربند د شېبو د ماتولو په انتظار كې ده .

 
له الله تعالى سره د ليده كاته وړاندې موږ بايد ډېرى چارې سرته ورسوو، له همدې امله هڅه كوم چې له ګناهونو كولو ډډه وكړم څو دا فرصت له لاسه ورنه كړم 

 

 


نوموړې اوربند مني، خو په غزه كې اسرايل اور ته په لمن وهلو تورنوي، نو له دې كبله د جهاد ډله د اسرايلي پوځيانو د وژنې په موخه يو شمېر ښځينه ځانمرګې بريد كوونكې روزي . خو ايا ام انس دې ته چمتو ده، چې له ولسي خلكو په يوۀ ډك خوړنځي كې خپل ځان وچووي ؟

ام انس وايي: ((زما سروكار له اسرايلي پوځيانو سره دى، دا كار ډېر اسانه دى، په دا چې دوى هر وخت موږ ته راځي، خو د ولسي خلكو د وژلو پروا هم نه لرم، ځكه چې د اسرايل ولسي وګړي او پوځيان دواړه زموږ ځمكې ولكه كوي، دوى زموږ ماشومان او ولسي خلك ځوروي، د دوى ماشومان هم لوېيږي او پوځيان ترېنه جوړېږي او په زړونو كې يې زموږ كركه مل وي، فلسطين يوازې د فلسطينيانو لپاره دى، موږ به د اسرايل د شړلو په موخه له هر ډول وسيلې نه كار اخلو . ))

د وېرې تبليغات

په يو وخت كې دا فكر كېده چې له ښځينه ځانمرګو بريدكوونكو څخه ګټه اخيستل يو (غير اسلامي) كار دى، خو دا ډول فكر هغه وخت واوښت، كله چې د ځانمرګو بريد كوونكو نارينه وو كانديدان لږ شول، او ځايناستي يې ښځې او نجونې شوې .

دا يو ډول رسمي تفسير بلل كېږي، خو د ښځينه ځانمرګو بريدكوونكو انګېزه لويه وي .

او په غزه كې د ديني فتواګانو په بركت سره په ځانمرګو بريدونو كې د ښځو برخه له ديني اړخه يو شونى كار وبلل شو .

په غزه كې د مسلمانو ديني عالمانو د اتحادىې ريس مروان ابو راس بي بي سي ته وويل: ” په اسلامي تاريخ كې په ځانمرګو بريدونو كې د ښځو د برخې اخيستلو ځينې بېلګې شته، اسلام دا هم حرامه ګرځولې، چې يو انسان دې وخپل ځان ته د يوې ګوتې په اندازه زيان ورسوي، خو موږ د مقاومت جګړې ته ورننوتلي يو .”

دى زياتوي: ” كه چېرې يو هېواد د بل هېواد ځمكه ولكه كړي، په دې وخت كې پر هر نارينه، ښځينه او ماشوم د جګړې كول واجب دي .”

په پاى كې مې له ام انس نه وپوښتل چې ايا داسې كوم وخت يې د ځانمرګي بريد د نه كولو په اړه فكر كړى، وويل :” هېڅكله داسې نه دي شوي، او نه به وشي، ما چې د څه په اړه پرېكړه كړې، ښۀ پرې خبره يم .”

ام انس په وروستيو خبرو كې وويل: ” له الله تعالى سره د ليده كاته وړاندې موږ بايد ډېرى چارې سرته ورسوو، له همدې امله هڅه كوم چې له ګناهونو كولو ډډه وكړم څو دا فرصت له لاسه ورنه كړم .
    

 

اقصى ټيوب ‘: که د’’جهادي’’ ويديوګانو ګورتپاڼه 
 
پښتو بڼه: هدايت الله هميم
بي بي سي پښتو ټکى کام   
 

 
 

 
د اقصى ټيوب ډېرى ليدونكي د سوريې (د سيمې دروازه) په نامۀ ډرامه ګوري چې په عربي نړۍ كې يې داسې شهرت موندلى لكه په افغانستان كې چې د تولسي ډرامه ډېره دود ده . 

 
 
 
وروسته له هغه چې د (يو ټيوب YouTube) وېبپاڼې په ټوله نړۍ كې د بېلابېلو ويديويي ټوټو په اېښودلو سره شهرت وموند، ډېرى نورو وېبپاڼو هڅه وكړه چې پېښې يې وكړي .
د “اقصى ټيوب” AqsaTube وېبپاڼه، يوازې د فلسطيني وسله والو ډلو د ويديويي پټو لپاره ځانګړى شوى، چې ډېرى ويديويي ټوټې يې د حماس ډلې دي .

دحماس ډله د ٢٠٠٧ كال له جولاى راهيسته د غزې په تراډه ولكه لري . همدارنګه د اسلامي جهاد د ډلې په څېر د نورو فلسطيني ډلو ويديويي پټې هم په كې ځاى پرځاى شوې دي .

په دغو ويديويي پټو كې پټ مخي خلك توغندي توغوي او د ويديو له بګرونډ سره حماسي او پاروونكې ترانې هم ويل كېږي .

د اقصى ټيوب له ويديويي ټوټو څخه يوۀ هم د دوو هغو ځانمرګو بريد كوونكو ويديويي پټه ده، چې له ځان چوولو وړاندې يې ثبت كړې ده، چې يوۀ يې مرفت مسعود ده، چې د ٢٠٠٦ كال د نومبر په مياشت كې يې په بيت حانون كې د خپل ځان په چوولو سره يو اسرايلى پوځي وواژۀ.

دغه وېبپاڼه هله په اسرايل كې شهرت وموند كله چې د استخباراتو يوۀ مركز د ترهګرۍ په اړۀ د معلوماتو را ټولولو په اړوند په دغه وېبپاڼه كې ډېر ځله وليدل .

 
په دغه وېبپاڼه كې داسې ويديويي پټې هم شته چې له حماس ډلې سره په ايډيالوژي ډول مخالفت لري، لكه د القاعده ډله 

 

د اسرايلو د استخباراتو دغه مركز په خپل رپوټ كې ويلي چې د اقصى ټيوب وېبپاڼه د حماس ډلې له خوا جوړه شوې ده، خو حماس دا نه مني چې ګواكې د دغه ګورتپاڼې (وېبپاڼې) تر شا دې د دوى لاس وي .

اسرايل ادعا كوي چې د حماس ډله يوۀ د الاقصى په نامۀ هم يو تلوېزيون لري .

د الاقصى تلوېزيون د خپرونو مشر سمير ابو محاسن وايي چې د دۀ هم پر اقصى ټيوب يو ځل سترګې لګېدلې، خو دى دا نه مني چې دغه وېبپاڼه د دوى له خوا پرمخ بېول كېږي.

په دغه وېبپاڼه كې داسې ويديويي پټې هم شته چې له حماس ډلې سره په ايډيالوژي ډول مخالفت لري، لكه د القاعده ډله .

نو، چې حماس هم دا نه مني، نو ايا دغه وېبپاڼه به د چا وي؟

د whois.net په وسيله او دې ته ورته د انټرنېټ په نورو سايټونوكې له څېړنې وروسته، كه godaddy.com وېبپاڼې ته رجوع وشي، چې وايي اقصى ټيوب له Proxy, Inc Domains by امريكايي شركت سره ثبت ده .

خو Godaddy.com بيا وايي چې د اقصى ټيوب په بابت كې داسې معلومات هم لري چې دغه وېبپاڼه په دبۍ كې يو برېښناليك او د ګرځنده تلېفون شمېره هم لري .

كله چې له يادې شوې شمېرې سره په متحده عربي اماراتو كې اړيكه ونيول شوه د تليفون څښتن وويل چې دى يو هندى كاركوونكى دى . او د دۀ له خبرو داسې ښكارېده چې ګواكې په انټرنېټ ډېر نه پوهېږي او د فلسطين د وسله والو ډلو په اړه هېڅ معلومات نه لري .

 
 

 

د استخباراتو مركز او د ترهګرۍ په اړه د معلوماتو راټولو دغه مركز ادعا كوي چې ياده شوې وېبپاڼه د ابوناصر اسكندر په نامۀ ثبت كړاى شوې ده، چې په دبۍ كې اوسېږي .

سربېره پردې چې د دغې يادشوې وېبپاڼې ټوله منځپانګه د فلسطيني وسله والو ډلو د خواخوږۍ وېډيوګانې دي، خو همدارنګه په كې د ځينو اسرايلي شركتونو سوداګريزې خبرتياوې هم شته .

كله چې سړى د متحده عربي اماراتو نه دغې وېبپاڼې ته ورننوځي، نو په پيل كې د اسلامي اخلاقو خلاف ځينې اعلانونه هم شته، لكه د قمار وېبپاڼې او داسې نور، چې په دې برخه كې د اګريش ټكى كام ogrish.com له وېبپاڼې سره ډېر ورته والى لري .

ياده دې وي چې په اقصى ټيوب د وسله والو ويديويي ټوټې دومره ډېر ليدونكي نه لري، لكه د يو ټيوب په څېر .

د اقصى ټيوب ډېرى ليدونكي د سوريې (د سيمې دروازه) په نامۀ ډرامه ګوري چې په عربي نړۍ كې يې داسې شهرت موندلى لكه په افغانستان كې چې د تولسي ډرامه ډېره دود ده .

د سوريې دغه ډرامه د تېرې روژې مباركې په مياشت كې ډېر شهرت زيات شو .
    

مولوي صيب ! اوس نو ته هم ځواب راکړه
دا ليکنه د ښاغلي مولوي صيب عبدالغفور پېروز او د هغه د ټولو همفکره ملګرو د ليکنې په ځواب کې ده چې څو ورځې وړاندې په رسنيو کې خپره شوې وه {{ په انتظار يم ځواب يې راکړه }} خو مخکې له دې چې ليکنې او د ليکنې ځوابونو ته ورشم مولوی صيب او لوستونکو ته به د ځان په اړه يو څه ووايم :
 
د طالبانو د نظام ورځې شپې مې نه يادېږي او نه پرې قضاوت کولی شم خو د مقاومت ، مبارزې او جهاد شپې ورځې هغه هم دغه وروستي کلونه يې نو بيا ښه راپه زړه دي ، له کومې ورځې چې په ښه او بد پوهېږم د همدې ملي او اسلامي ځواک سره عملي او فکري ملګری پاتې شوی يم ، دا لافې درته نه کوم چې ګنې په عملي ډګر کې هم جنګېدلی يم ، خو د لېسې په دوران کې مو د مظاهرو ( لاريونونو ) ، مناظرو ، ليکنو او ماتو ګوډو شعرونو له لارې ډېر څه کړي ، د حضرت محمد ص د کاريکارتونونو ، په ګوانتانامو کې د سپېڅلي قران د سپکاوي او په نورو ډېرو داسې ملي او اسلامي مسايلو کې غلي نه يو پاتي شوي ، د کاريکارتونونو د لاريونونو په اړه که درته ووايم چې د ټولې پښتونخوا او ټول افغانستان په سطح به لومړی ځل مونږ ( ما او زما يو څو تنو بااحساسه همصنفيانو ) پيل وکړ چې وروسته بيا د نوموړو هېوادونو ګوټ ، ګوټ او ټولې نړۍ ته دا لړۍ وغځېده نو دعوه به مې ډېره زياته دروغ نه وي . د عملي جهاد غوښتنه مې هم کړې خو ستا همدې نږدې يارانو دې منع کړی يم او د تشويق لپاره يې راته ويلي دي چې ته دې لومړی زده کړې بشپړې کړه او که خدای تعالی پوهنتون ته بريالی کړې نو بيا هلته تا غوندې ځوانانو نه ډېر کار اخيستلی شو . هغه د اولسمشرۍ د ټولټاکنو په کمپاين کې ستا د ډېرو جهادي ملګرو او حتا مولوی صاحبانو زامنو او لورګانو هم د 200 ډالرو لپاره کار وکړ ، د کلي ملک چې زما نوم يې هم په لېست کې ورکړی و څو ځلې ځواب راولېږه خو ما د خپل ملي او اسلامي مسوليت له مخې هر ځل ورته انکار کاوه ، له دې دومره اوږدې ليکنې څخه مې هدف ځان ښودنکي او رياکاري نه ده ، که مې رياکاري کولی نو په مستعار نوم به مې ليکنه نه کولی ، د همدې لپاره چې په ريا کې رانشي په مستعار نوم ليکنه کوم ، له دې ليکنې څخه مې موخه يوازې او يوازې دا ده چې د پېښور په کيسه خوانۍ کې په 170 کلدارو د جوړې شوې ټاپې ( د کفر ټاپې ) څخه خوندي پاتې شم ، نو هيله کوم مولوي صيب چې د صليبيانو د ملګرتيا ټاپه راباندې ونه لګوې .
 
؛نو مولوي صيب راځم ستا پوښتنو او ځوابونو ته ;
زه سل په سلو کې دا نه شمه ويلی چې غلام سرور به په رښتيا هم طالب وي او يا به په رښتيا هم د طالبانو له ليکو څخه وتلی وي او دا ليکنه به يې کړې وي ، خو ستا پوښتنې راته عجيبې وبرېښېدې نو ځکه مې ځوابونو درکولو ته پام شو .
تاسې ليکلي چې لومړی مو هغه ته د هغه په ايميل باندې دغه پوښتنې ولېږلې ، نو که يې جواب کړې وې نو تاسې محترم دا منله چې غلام سرور رښتيا هم طالب دی ، ورسره دې دا ليکلي و چې د غلام سرور ليکنه دې په بېنوا کې ولوسته او په بېنوا کې ورکړل شوي ايميل ته دې پوشتنې ولېږلې ؟؟ نو ولې مولوي صيب ته خبر نه شوې چې د بېنوا چلوونکو په دې برخه کې د تل په څېر يوه لويه درغلي کړې ، نو هغه پوښتنې چې تاسې محترم د بېنوا چلوونکو له خوا جوړ شوي ايميل ته ورلېږلې نو غلام سرور بېچاره ګي به څنګه جواب کړې وې ؟؟؟؟
 
مولوي صيب ستا لومړۍ پوښتنه : که ته يوازې د نوموړي د استادانو او مدرسې په چاپېريال ښودلو ورسره دا منې چې نوموړی رښتيا هم طالب دی ،نو دا خو بيا ستاسو په استعداد دلالت کوي ، ځه ته فرض کړه چې دا زه غلام سرور ، همدا اوس تلېفون راخلم او د کوم ملګري په وسيله او يا هم په کوټه کې د کوم اوسېدونکي خپلوان په وسيله درته دغه هر څه ځوابوم ، که ته وايې چې نه زه هلته بيا تحقيق کوم چې دلته رښتيا هم غلام سرور څوک و که نه ؟ نو زه درته ويلی شم چې دا غلام سرور مې مستعار نوم کارولی دی ؟
 
دوېمه پوښتنه ; تاسې خپله ځواب کړې
 
دريمه پوښتنه : دا پوښتنه هم لکه ستاسې د لومړۍ پوښتنې هر څوک ځوابولی شي ، زه يې هم ځوابولی شم ، نو بيا غلام سرور چې دومره اوږد جريان بيانولی شي نو د دې پوښتنې ځوابول به ورته څه ستونزمن وي همدا اوس تلېفون را اخلي او د ټولو کتابونو په فن ، موضوع ، غرض …………. او هغه څه چې تا پوښتلي ، خپله او يا د کوم ملګري په وسيله ښه لوييييه ليکنه کوي او درلېږي يې ، نو ته بيا څنګه منې چې نوموړی رښتيا هم د طالبانو له ليکو څخه وتلی طالب دی ؟؟ خو مولوي صيب دا هم په ياد ولره چې نوموړې پېښه يا خو به رښتيا هم شوې وي او يا خو به وشي ، ځکه چې د امکان نه وتلې کومه خبره پکې نه وينم ، که دغومره ظلم هر بااحساسه ځوان وويني نو همداسې پېښېدلی شي .
 
4 پوښتنه :
هو مولوي صيب ! څلورمه پوښتنه دې رښتيا هم چې ډېر زور لري او معقوله پوښتنه هم ده ، زه يې تر ډېره درسره منم ؛خو دا مشوره چې تاسې محترم غلام سرور ورور ته ورکړې ده چې تلی به و د کوم صالح رهبر تر قيادت لاندې به يې جهاد کړی و او تلی به و د دې پېښې رېښتينولي به يې لوړو مقاماتو ته رسولې وای او هغوی ته به يې ويلي و چې دا کسان په ناحقه ووژل شول ؟؟ نو فرض کړه همدا کار غلام سرور وکړ ؛نو پايله يې څه شوه ؟ غلام سرور پرېږده په مليونونو خلک چغې وهي چې دا خلک يې په ناحقه ووژل ، زمونږ او ستاسو ملګرو څه وکړل ؟ کوم سپيناوی مو وکړ ؟ کومې پلټنې مو وکړې او کومو قاتلينو ته مو سزا ورکړه ؟
 
وه مولوی صيب! ما او تا او زمونږ هغو مشرانو د دې ملت په زرګونو پوښتنو ته کله هم ځواب ووايه چې اوس نو غلام سرور بېچارګی دې څلورو پوښتنو ته په نه ځوابولو ګرموو .
هغه بله ورځ مې د کومې ليکنې د تبصرو په خونه کې زمونږ د همېشني ، همفکره ملګري مسافر يوه تبصره ولوسته چې د سلطان بي بي خور په دفاع کې يې کوم پکتياوال ورور ته ليکلي و چې اول تحقيق کوه بيا خبره کوه ، او هسې په هسې مه وايه چې سلطان بي بي ښځه نه ده سړی دی ، ، باور وکړه چې ډېره خندا هم راغله او ژړا هم ؛ ځکه چې له همدې مسافر نه په زرګونو ځايه دا پوښتنې د همدې تبصرو په خونه کې شوي چې چېرته دی هغه تحقيق چې د لغمان د 27 تنکو ځوانانو له وژنې مخکې تر سره شوی دی ، خو مسافر له هغه ځايه پښې سپکې کړي ، اوس نو څنګه د ( اول تحقيق کوه ) خبره کوي ، ( خپل عيب د ولو منځ دی )
 
مولوی صيب ستا هغه ليکنه مې هم ولوسته چې د خبري رسنيو په اړه دې کړې وه ، خبري رسنۍ پرېږده د خپل ملت غږ واوره ، خبري رسنيو خو تل په مونږ پسې راخيستې ، ته راته دا ووايه چې په دې لس دولس کلونو کې د لغمان اولس ستاسې خلاف کوم غږ پورته کړی ؟ او کوم لاريون يې کړی ؟ که ځواب دې نه وي نو بيا چا دې کار ته مجبوره کړل ؟ ؟ زمونږ ملګرو ؟ ……… ولې په لوی لاس له خپل اولس سره واټن او فاصله پيدا کړو ؟ ؟
 
او مولوی صيب ته به خبر شوی يې چې هغوی په لاريون کې د مرګ پر طالبانو د نعرو سره غبرګې د مرګ پر امريکه نعرې هم وهلې ، چې له دې څخه هم د لغمان د مجاهد اولس مجاهده په څرګنده توګه درک کولی شو .
تاسې د هرات ، نورستان ، هسکې مېنې او هلمند د پېښو يادونه کړې ، منم چې دولت د هغوی په غم کې د هېواد بېرغ نيم ځوړند نه کړ او نه يې د هغوی د لاريونونو ملګرتيا وکړه ، خبري رسنيو هم داسې بدحال نه و ګډ کړی لکه دا اوس يې چې راخيستی ؛ خو هلته هم که تا د اولس غږ اورېدلی وای نو پوهی شوی به وې چې ملت هغه پېښې له دې اوسنۍ پېښې نه ډېرې غندلي دي ، دولت او پلورل شوې خبري رسنۍ پرېږده د ملت خبره کوه .
 
دا اوس چې دولت ، يرغلګرو او خبري رسنيو دومره بدحال راخيستی نو ملامت څوک دی ؟؟
مونږ په خپله ………………
ولې خپله ژوبله ګوته خپل دښمن ته په لاس ورکړو ؟؟
ولې يو داسې ناروا کار وکړو چې زمونږ د ټولې سپېڅلې مبارزې پر مخ د تل لپاره يو تور داغ پاتې شي ؟ ؟
ګوره مولوي صيب ، هغه کافر دي ، هغه زمونږ دښمنان دي ، هغوی حق لري چې ما ووژني ، هغوی حق لري چې زما په شينډنډ ، نورستان ، هلمند او هسکه مېنه زما پر اولسي خلکو ، ښځو او ماشومانو بمباري وکړي ، ځکه هغوی راغلي همدې ته دي ، زه هغوی ته ولې وژاړم ؟ زه له هغوی ته ولې ګيله وکړم ؟ ګيله خو له خپلو کيږي ، ګيله مې له خپل طالب ورور نه کيږي ، ګيله مې د خپلې مبارزې له يارانو نه کيږي چې زما بې ګنا او د همدوی خپل بې ګنا اولس وژني .
 
مولوي صيب ته ماته د دې پوښتنې ځواب راکولی شې چې ولې د اميرالمومنين هغه امر نه پلي کيږي او نه منل کيږي چې له دې نه پس به له چا نه سر نه غوڅېږي ؟
 
مولوی صيب ته ماته د دې خبرې ځواب راکولی شې چې ولې scprd او alemarah1 په غټو غټو ټکو د دې تورې خبر ورکړ او اوس يې د کوم مصلحت له مخې هغه خبر لرې کړی ؟ ايا دا د ژورنالېزم د اصولو له مخې يوه غلا او درغلي نه ده ؟
 
مولوی صاحب زما پوښتنې او ځوابونه پرېږده ، راځه ټول همفکره ياران دې راټول کړه او د ښاغلي طارق د ( بای ذنب قتلت ) http://www.tolafghan.com/home/detail/11504 دليکنې په 16 پوښتنو کې يوازې 10 پوشتنو ته معقول ، منطقي او د منلو وړ ځواب ووايه ، ځکه چې دا د يوه تن نه بلکې د ټول ملت پوښتنې دي .
 
او که داسې نه شې کولی نو بيا راځه چې په ګډه په خپلو مشرانو ټينګار وکړو او ورنه بيا بيا وغواړو چې د دې پېښې مسوولينو ته د اولس پر وړاندې ښه سخته سزا ورکړي ، او د لغمان له مجاهد او مسلمان اولس نه په رسمي ډول بخښنه وغواړي او که يې څه له وسې کېدل نو د شهداو له کورنيو سره دې مرسته هم وکړي ، چې په دې کار سره به مودسپېڅلې مبارزې له لمنې څخه هغه تور داغ هم وينځلی وي او له خپل اولس سره به مو راپيدا شوی واټن هم له منځه وړی وي .
 
خو ګوره مولوي صيب چې د پېښې مسووليت ، او خپله اشتباه منل او مجرمينو ته يې سزا ورکول تر دې ډېره غوره ده چې له ملت سره مو واټن پيدا شي او يا مو د تاريخ په لمن تور داغ پاتې شي .
 
په همدې هيله +923219077914 اى ذنب قتلت

طارق ٨ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-10-29 16:33:00 م

دتېرې پنجشنبې په ورځ طالبانو ٢٧ تنه هغه ځوانان چې ديوې مړۍ ډوډۍ او خپلې کورنۍ ته دنفقې دموندلو لپاره ايران ته روان وو دکابل _ کندهار پر لويه لار دميوند په ولسوالۍ کې له موټر څخه ښکته اودوه ورځې وروسته پرته له هرډول محاکمې ، پوښتنې او اسنادو په ډېرې بېرحمۍ سره ووژل . 
که څه هم طالب چارواکيو رسنيو ته وويل چې ټول وژل شوي ځوانان دملي اردو غړي او دلغمان دپخواني او دهلمند داوسني والي ګلاب منګل مرستې ته روان وو. خو له طالبانو پرته ټول ولس، دشهيدانو کورنۍ ، دسيمې خلک ، علما سپين روبي او عيني شاهدان وايي چې داځوانان نه دملي اردو عسکر وو اونه دچامرستې ته روان وو. 
دسيمې ټول خلک په ډاډ سره وايي چې داخلک ډېر نېستمن ، بېچاره او ناداره وو او په پور او سوال يې دومره پيسې پيداکړې وې چې خپل تنکي بچيان او دزړه ټوټې پرې دمزدورۍ او غريبۍ لپاره ايران ته واستوي . 
موږ له طالب چارواکيو پوښتوچې تاسو خو ځانونه ددين ټيکداران ، ديني عالمان بولئ ، پردين له نوروډېر پوه او دين ته ځانونه ډېر وفاداره بولئ نو تاسو ووايئ چې: 
١_ ايا له محاکمې پرته چاته سزا ورکول روادي؟ 
٢_ اياتاسو محکمه، قاضي ، دېوان، دفتر، څارنوال او وکيل لرئ ؟ 
٣_ ايا چاته داعدام ورکولوپه درنه موضوع کې محاکمه همدا ډول وي چې نه محکوم وپوښتل شي ،نه وکيل ولري، نه دوسيه ولري، نه شاهد او نه مشهود حاضر وي ، نه اسنادموجود وي، نه محکوم جرمي سابقه ولري او نه ورسره ( ټوپک په لاسه قاضيان ) پخوانى شناخت ولري چې دمجرم ګڼلو او نه ګڼلو په اړه يې خبر ولري . 
٤_ که فرض کړو چې محکمه هم ولرئ نو ايا په ٢٤ ساعتونو کې د٢٧ ځوانانو داعدام په اړه پرېکړه منطقي ده ، ايا په دومره کم وخت کې تيارې جوړې دوسيې له مخې هم لوستل کېږي . 
٥_ که ملايان ياست نوهرومروبه مو درښتنيواسلامي او شرعي قاضيانو داخبره اورېدلي وي چې : (که زه په عفوې کې چاته سهوه شم داډېرغوره ده لدې چې چاته په سزاورکولو کې سهوه شم) 
نو تاسو دکوم سند له مخې ٢٧ تنه مسلمانان ځوانان په ډله ييزه توګه ووژل ؟؟؟ 
٦_ که ملايان ياست نوهرومروبه مو دا هم اورېدلي وي چې يو صحابي له مسلمانانو سره جنګېدونکى تن دجنګ په ډګرکې له کلمې ويلو وروسته وواژه ، رسول الله ترې وپوښتل چې دې تن چې کلمه وويله نوبيا دې ولې وواژه ؟ هغه وژونکي صحابي ورته وويل چې داخو يې زما دتورې له وېرې په ښکاره کلمه وويله خو په زړه کې کافر وو، خو رسول الله ص په داسې حال کې چې له غوسې يې مخ تک سور او‌ښتى وو ورته وويل (( اشققت صدره)) ايا تايې زړه څېرې کړى و؟ 
٧_ ايا تاسونه دي اورېدلي چې رسول الله ص فرمايي : ترڅو مو چې له يو مسلمان څخه ښکاره شر نه وي ليدلى نو نېک ګومان پرې کوئ ) ايا دوى ستاسو پر وړاندې داسې کوم دروند جرم ترسره کړى و چې له يوې مخې يې مرګ روا شي ؟ 
٨_ شريعت خو وايي چې ترڅو بينه ، اقرار او يا شاهد نه وي نو ان که قاضي په خپلو سترګو هم کوم جرم وويني نو مجرم ته سزا نه شي ورکولى نو تاسو دکوم سند له مخې ترټولو درنه سزا ورکړه ؟ . که ستاسو په شريعت کې دا هم جرم دى چې ولې يو ځوان په خپل هېواد کې په لوى سړک تېرېږي . 
٩_ دابه هم پرېږدو چې دملي اردو دسرتېري مرګ روا دى اوکه نه او که فرضاً ستاسو دمذهب له مخې يې دڅو شېبو لپاره روا هم وبولونو ايا دا ځوانان دملي اردو غړي وو. ؟ له دوى سره موڅه اسناد وموندل، ايا وسله ورسره وه ، داردوموټر ، ټانګ، کارټ ، الوتکه څه ورسره وو؟؟؟ 
١٠-فرض کړو چې ستاسو په اند دا خلک مرتدين!! وو نو اسلام خوله مرتد سره دترحم، عاطفې او زړه سوي وصيت کوي، او وايي چې تر درې ورځو ورته وعظ او نصيحت وکړئ، اشتباه يې لرې او غفلت فهمي يې ورته رفع کړئ که بيا هم بېرته مسلمان نه شو، نو ويې وژنئ، نو ايا تاسو دې ځوانانو ته تر درې ساعته وخت هم ورکړ او ايا دوى بېرته مسلمانان نه شول چې شاجورونه مو پرې تش کړل ؟ 
١١-تاسو له صليبي امريکا ګيله لرئ چې ستاسو له بنديانوسره په ګوانتانامو کې ناوړه چلند کوي او ان د جنګي اسيرانو حقوق هم نه ور کوي نو ايا تاسو مسلمانانو ، د صلاح الدين ايوبي او حضرت عمر ابن خطاب وارثانو؟؟ خپلو بې ګناه هېوادوالو مسلمانو وروڼو ته د ا حقوق ورکړل؟ 
١٢- اسلام خو دجنګي کافر دمړي احترام هم کوي ، په درناوي يې د ښخولو امر کوي ايا ستاسو په دين کې دمسلمان ورور له مړي سره همدا چلند په کار دى چې له وژلو وروسته يې مړي هم ځناورو ته وغورځول شي . 
١٣-ايا له قوي ثبوت پرته په تش وهم او ګومان په اسلام کې د چا توقيف هم روا دى د مسلمان وژل خو پرېږده. 
ايا تاسو خبر نه ياست چې له شرک څخه وروسته تر ټولو ستره ګناه ديوه بې ګناه انسان وژل دي ايا تاسو نه دي اورېدلي چې ديوه بې ګناه مسلمان له وژنې سره له هېبته دخداى عرش لړزېږي . 
١٤ايا تاسو داسلام دراشد خليفه داوينا نده اورېدلې چې که ټول انسانان هم ديو بې ګناه مسلمان په وژلو کې شريک شي نو ټول به قصاص کړم. 
١٥_اسلام خو په قصاص کې هم د خليفه اجازه ضرور ګڼي او داسلام د خليفه له توشېح پرته قصاص روا نه ګڼي نو ايا تاسو له خپل خليفه ( مشر) سره په يوه کال کې هم اړيکې نيولى شئ. 
١٦_اسلام خو ان په حيواناتوهم دترحم درس ورکوي ، له څارويو سره داړيکو ځانګړې لارښوونې ، سپارښتنې لري او ان هغه چاته تعزير ورکوي چې په څارويو ظلم کوي نوتاسو ته ولې انسان له څاروي هم کم ښکاري . او بيا يې داسلام په نوم وژنئ هم . 
کله چې تاسوهم انسان ته هغه حقوق نه ورکوئ چې په اسلام کې څاروي ته ټاکل شوي نوبيا ولې په لوېدېځوالو نيوکې کوئ چې زموږ انسانان له لوږې مري خو هغوى سپيو ته غوښې ورکوي . 
تاسو خپله ووايئ چې دې کاردرته ګټه وکړه که تاوان، ډګر ته ستاسو دراوتلو ديارلسم کال روان دى خو په داديارلسو کالو کې په لغمان او ننګرهار کې ستاسو پرضد چا شعار نه وو ورکړى او نه يې لاريون کړى وو خو اوس ټول ولس دزړه له اخلاصه مړه دې وي طالبان شعارونه ورکوي . 
ستاسو لدې بې رحمه کار څخه دولت او بهرنيو ځواکونو ، څومره تبليغاتي ګټه واخېسته .څومره بدنامه شوئ. اوس مو هغه نږدې ملګري په هم دوستئ شرمېږي او له شرمه چاته کتلى نشي . 
دا بې رحمه کار مو ولې وکړ ، ولې په خپل ولس نه رحمېږئ ولې داکړېدلى ولس نور هم کړوئ . 
 
که څه هم ستاسو ژوند له اشتباهاتو سره ملګرى دى ، زرګونه اشتباګانې مو کړي خو هيله ده چې داډول اشتباه بيا ونکړئ او دا اشتباه مو وروستۍ اشتباه وي

د احساساتو په لباس کښي غولېدونکي ليدونکوته !
په دې ټوله جهان پوهېږي چي د حق او نا حق عمل څه ته وايي ځکه نن هغه دور نه دى چي د بيجلو او مردکو په لوبو سره ماشومان د ژوند برخه شاته پرېږدي راډيو، د ټولو کليو او بانډو په لوړو او کښتو کښي خپل اۤواز د خلکو غوږونو ته رسوي، د کليو څخه ټول ژوند د ښهرونو لورته هڅول شوى دى خود قرآن څخه بې خبري يو عمومي رواج دى خو د سياست په لورخوځېدنه د ژوند داساساتومهم رکن ګرځېدلى دى ، د تجارت او پيسو لورته  تمايل د ډېرو انسانانو انساني ضمير وژلى دى ، او د دنيوي متاع په مقابله کښي د ايمان پلورل د نن ورځي په سياسي ډګر کښي د چلند برخه ده، د وطن دوستى احساس، دناموس او غيرت علامې د نن ورځي په  بنيادى ريفورم کښي د وعدو او تحايفو په قبولى سره د هغه ماسک اغوستي په نامه مسلمان دنده جوړه شوې ده چي نن ورځ يې اکثره خلک د خپل رهبر په حيث پېژني زموږ پښتنو په ماحول کښي يو متل دى چي وايي (( مرغان هغه کښېني چي بڼي يې سره ورته وي )) ځکه هيڅکله ټپوس د کفتري يا باز د کارګانو سره نه کښېني.
هغه کسان چي د علمي دنېا په انګړ کښي د خپل ژوند تګلاره نه جوړوي او يا هم اسلامي تګلاره د جهاد په پلوشو کښي د قرآن پاک د آياتونو او رسول الله (ص ) په دائيمي عملکرد سره نه پېژني څنګه کولاى شي د اسلام پاک دين ته د خدمت مصدر وګرځي او يا هم خپل ځان د دوږخ له اوره وساتي ؟
هغه کسان چي د پرديو په لمسون  د وطن او اسلام  په معنا نه پوهېږي او يا هم د جهاد کلمه يې  يوازي د غوږونو په اورېدلو سره زده کړې وي  کله د قرآن  لوستلو او نبوي احاديثوته  خپله توجه ګرځوي.
هغه کسان چي د سياسي چال چلندونو په وجود کښي د غير اسلامي قوانينو تګلاره دبېعلمه انسانانو په ملګرتوب  موخي ته بيايي کله د ايمان خاوندان ګرځېدلاى شي.
هغه کسان چي د پيسو په  مقابل کښي  د جنګ تګلاره خوښوي  آيا د اسلام مدافعين دي ؟
هغه کسان چي دبيت المال نه غلا کوي او يا هم دحرامو په  لاس ته راوړلو سره د خپل ژوند معاشي جوړوي  د اسلام مجاهدين ګڼل کېږي ؟
هغه کسان چي د خپل قدرت د ساتلو دپاره د کفر سره د دوستى تړون لاس ليک کوي  د مسلمان په نوم پېژندلاى شو؟
هغه کسان چي د کفر په مالي مرسته د مسلمانانو په مينځ کښي د تفرقې او وحشت لاري خپروي د اسلام د ساتلو او وطن ته د خدمت کولو په نوم لقب د مجاهد ايښودلاى شو؟
هغه کسان چي د غير اسلامي حرکاتو په وجود کښي د حق په عوض د ناحق لوري ته ترجيح ورکوي او د الهي ارشاداتو معنا د تغير په ورکولو سره د خپل لوري په ګټه پرېږدي ورته د قاضي او يا بل نوم په ورکولو سره شهادت و وايو؟
په همدې ډول په سل هاو نور سوالو نه ټوله  انسانان دېته هڅوي چي د علم په حاصلېدلو سره د قرآني ارشاداتو د خپرولو لورخپله کړي ځکه په قرآن کښي داسي موضوع نشته چي هغه دي د دنيوي امورو په حق کښي غوړېدلې وي خو په قرآن کښي دي نه وي.
 ولولى (( و نزلنا عليک الکتب  تبينا لکل شى ء (٨٩ النحل  )) ترجمه : او نازل کړيدى موږ پرتاباندي کتاب ( اې محمده! )چي بيان شوى دى په دې قرآن کښي د هري موضوع په هکله . 
ولولى  ((  ولقد يسرنا القرآن  للذکر فهل ممدکر ( ١٧ القمر )) ترجمه: په تحقيق موږ آسانه ګرځولى دى د فهم له رويه همدا قرآن آيا څوک شته چي  ددې قرآن څخه پند واخلي .
ګرانه طالب العلم زلميه !
هر انسان ته دا خبره ضرور د پوهېدلو ځاى لري چي په بې علمى سره د کار انجام خراب وي.
هر انسان ته دا خبره د پوهېدلوځاى لري چي د هرفاجراو فاسق په عملونوکښي د اسلام معنا او قانون و نه ويني.
هر انسان ته داخبره د پوهېدلو ځاى لري چي  قرآن الهي کلام دى هيڅ کوږوالى په کښې نشته کوم غير اخلاقي او غير انساني کړنلاره چي د عمل په ډګر کښي پياده کېږي هغه د انسان خپله وجيبه ده موږ نه بايد هغه مردوده لاره د قرآن په تشبيه کښي و وينو.  
هر انسان ته دا خبره د زده کولو حق دى چي مدني قانون او الهي قانون دوې بېلي لاري دي.موږ د مدني قانون په تغيراتو او تبدلا تو کښي لوى لاس لرو خو د الهي قانون په موخه کښي هيڅ مخلوق د دخالت حق نه لري او دا حق پيغمبرانو ته هم نه دى ورکړل شوى بيا نو تاسو څنګه ويلي چي زه د جهاد څخه تېرشوم؟     
تاسوپه دې پوه شوي وى چي په وطن کښي د جهاد لړۍ روانه ده آيا په دې نه وى پوه شوي چي جهاد وايي څه ته او په کومه طريقه سره د جهاد لورى ساتل کېږي؟
تاسو خپله د مدرسې د انګړ څخه د جهادلورته و هڅول شوى آيا تاسو په مدرسه کښي قرآن نه و لوستى او د وخت ملا ئيانو تاسو ته د جهادپه هکله مقررات و آياتونه نه وه لوستي ؟ 
که تاسو قرآن لوستى او ايمان پرې درلودلى و بيا دجهاد په تطبيق کښي ولي پاتي راغلى ځکه جهاد دالله پاک د رضا د ګټلو په خاطر سرته رسېږي نه د اشخاصو د خوښى په خاطر؟
آيا تاسو د نبوي شريعت دا لارښوونه چي دشريعت تطبيق په هر مسلمان نر او ښځي لازم دى نه پوهېدلاست ؟ که چيري د اسلام د لاري مطابعت لرى بيا د نااهلو په تګ لاره باندي ولي د اسلام نوم  ايږدى او په کوم دليل داسي څرګندوى چي د جهاد نه  وېزاره يي دا خبره خو په دې معنا سره څرګندېږي چي تاسو د اسلام  له دين څخه اوښتي يي  او په ډاګه انکار کوى.
موږ د داسي ناندرو شاهدان يو چي د کفر لوري ته د قبلېدلو دپاره د اسلامي عقيدې په ضد تبليغاتو ته موخه شوېده ښه مثال يې د پنجشيري  په نوم عبدالرحمن چي اوس د مايکل لقب لري په همدې بهانه ايټاليا ته ولاړ د مزار شريف د ټاټوبي ژور نالست کام بخش او د کابل د لوى څارنوالي دثابت پخوانى وياندوي  غوث زلمى ټولو په دې خبره اکتفاء درلودل چي د خپل کېس د برابرولو دپاره  يوه طريقه وسنجوي دا چي نن ورځ  عيسوى رژيم د خپلو همسنګرو شاته ولاړ دى  نوښه تره بهانه همداد اسلام د دين په ضد تبليغات دي چي  غوښتونکي يې خپل ځانته غوره کوي  د هزاره ګانو د جناياتو له موخي پرده پورته کونکي لوبغاړي د فلم په ښودلو سره نن د آستراليا په غېږ کښي پروت دى او تاسو هم دا درخواست کړيدى چي  څوک تاسو سپورټ کړي. 
آيا تاسو دالله پاک څخه نه وېرېږى بلکه د خلکو څخه وېرېږى دا ستاسو د مدرسې څخه زده کړه ده؟
کله چي تاسو توپک په اوږه کړ فخر و اوس شرم دى؟
مهرباني وکړى  داسلام په ضد تبليغات د خپله موخه ليري کړى د کفر دممالکو دروازې خلاصي دي کولاى شى په بله بهانه سره خپل ځانته کيس جوړ کړى  په هدې ډول د ټولو په نامه مسلمانانوڅخه دا غوښتنه لرم چي د خپلو شرم ناکه عملونو په وجود کښي د اسلام نوم مه ګډوى  اسلامي مبارزه دالله دپاره او د هغه څخه د وېري په خاطر وه ، ده او وي به . د پيسو، چوکۍ او عزت غوښتني  ناوياني  هيڅکله د نارينه و په مقابله کښي استقامت نه لري هغوى چي د وطن بوټي ، ثروت،عزت، ناموس او د شهيدانو په وينو کښي خپل ځانته  بلډنګان جوړ کړه ډېر ژر به دهغوى د غاړي  زولنې شي  او د دوږخ د اور هارونه .
تاسو غوندي ځوانانو ته زموږ درخواست دادى چي دپوره شعور، علم او زده کړي په اساس د اسلام دين ته داخل شى او پرېږدى هغه کسان چي د يهودو او نصاراو  ولمني ته يې خپلي سترګي نيولي دي  هغوى يې تغذيه کوي او هغوى يې  پوهوي . موږ پښتانه مسلمانان يو چي د اسلام د دين تر ظهور مخکښي هم د حق په پلوى  د خپلو پلرونو شهادت وايو ځکه الحمدلله تر نن پوري زموږ د خالپوڅي په پاکه خاوره کښي د بت پرستانو ، آتش پرستانو او لمر پرستانو هيڅ نوع نښي نښانې نشته که اوس د پردو په لمسون را پيدا کېږي په دې معنا نه دي چي د دې ځاى اوسېدونکي مړه شوي دي اسلام ژوندى دى ، موږ ژوندي يو او زموږ تاريخ ژوندى دى د شيطانانو ټولي دسيسې  انشآء الله رسواکېږي او پر ګونډو کېږي  دا دالله پاک وعده ده د مسلمانانو سره د پښتنو په همت کښي. 


الحاج احمدشاه ( پوپلزى )

طالبان باید له القاعده او نړیوالو ترهگرو څخه ځان جلاکړي

لیکوال: مرادزئ

افغاني طالبان د خپل جوړښت ، انګیزو ، اړیکو ، اندونو اوخپلې مخې ته د وړاندې کړیو موخو او دندو له مخې ، د القاعده او نورو نړیوالو ترهگرو ډلو سره په ښکاره او روښانه توپير لري .

همدغه توپير دئ چې طالبان باید له دغو تروریستي ډلو څخه ځان رابېل او د هغو پر ځای ، د کابل د شمالي ټلوالې ــ کرزي دولت په دننه او افغاني ټولنه کې  د هغو ځواکونو سره ځان ورګډ  کړي چې د افغانانو د ملي ګټو او موخوسره اړخ لګوي .

طالبان به په دې توګه ، هم خپل هېواد افغانستان د نړیوالو تروریستانو او ای ــ اس ــ ای له شر څخه وژغوري او هم به د کابل د ناکاره او ناوړه دولت څخه دا پلمه واخلي چې د طالبانو په وړاندې د ناټو په ځواکونو ګورګورې څنډي .

افغاني طالبان زموږ د ټولنې یو ژوندې واقعیت دئ . د بن په کنفرانس کې د طالبانو او د افغاني ټولنې د نورو سیاسي وطندوستو ډلو له ګډون څخه په لویلاس تېرېدنه ، هغه لویه او خونړۍ تېروتنه وه ، چې د بن د کنفرانس د ګډون کوونکو او جوړونکو له خوا ترسره شوه . په ټوله کې د روان ناورین د بنسټ ډبره په همدغه کنفرانس کې ایښودل شوې ده .

تر څو چې د تېروتنې او ختا اصلي سرچینه او ځای په ګوته نه شي او تېروتنه له کومه ځایه چې شوې په همغه بنسټ بېرته سمه او اصلاح نه شي ، کوږ بار به هيڅوخت منزل ته ونه رسیږي او د روان کړکیچ او جګړې لمبې به تل بلې وي !

څنګه چې له نومه ښکاري افغاني طالبان ، په خټه افغانان دي . دوی سره د بن له کنفرانسه نېولې چې  په دولتي واک کې له ګډون څخه بې برخې شول ، تر ننه پورې د افغانستان د کړکیچ په حل کې د میري مور چلن کیږي .

بلخوا د دوی لیکي هغه وخت نورې هم پیاوړي شوې چې د کابل دولت یوازې د شمالي ټلوالې ( نه د شمال د ولسونو ) په لاس کې ورکړئ شو . دې وطن پلورې ټلوالې چې د هېواد په ورانۍ او ولسوژنه کې يي له ۱۹۹۲ کال څخه لاس درلود ، په دولت کې يي  په برلاسۍ سره پښتانه له دولتي واکه ګوښه او څنګ ته کړل . او په دې شیطاني هڅې سره ، پښتنو ته بې له دې چې د طالبانو لیکي ورډکې کړي بله لار پاتې نه شوه . همدارنګه د شمالي ټلوالې د زیات واک او سبوتاژ سره  د کرزي د حکومت چور او فساد هم ملګرې شو ، ولسونو ته د کار ، زیار او ژوند ټولې لارې بندې شوې او دې ټولو کړاوونو او بدبختیو  ولسونه په تېره بیا پښتانه ( له بدې ورځې ) لکه اوبه د طالبانو په ژرنده ورسمې کړې .

 
طالبانو هم ، له دولت څخه د ولسونو له مخ اړولو څخه پوره ګټه واخیسته او نن طالبان د همدغه ناراضي ولسونو په برکت ، د افغانستان په سیاسي ډګر کې یو مطرح ځواک دئ .

 
د افغاني طالبانو موخه چې دهغې په لیکو کې افغانان او په تېره بیا پښتانه غوښن دي ، باید دا وي چې د بن د کنفرانس د نیمګړتیاو په پام کې نېولو سره ، د کرزي د دولت سره په جوړ جاړي کې دې پایلې ته ورسیږي چې د دولتي واک هغه دمخنۍ منځتشه ډکه کړي او د یو ملي مرکزي پیاوړي دولت په رامنځ ته کېدو کې مرستندوی واقع شي . تر څو د داسې دولت په مټ د هېواد روان ناورین ته د پای ټکئ کېښودل شي .

 
افغاني طالبانو موخه باید د افغانانو د ملي او تاریخي غوښتنو په برید کې وي . طالبانو باید د خپلې لومړۍ واکمنۍ له  تېروتنو او خطاوو څخه ډېر څه زده کړې وي . هغه دولت چې په هغې کې طالبان هم غوړه او وړه برخه ولري باید هېواد او سیمې ته سوله ، امن او اقتصادي غوړیدا راولي .

 
خو القاعده او نړیوالې نورې تروریستي ډلې بیا ، ځانته بېل جوړښت ، اړیکې ، اندونه او موخې لري.

 
په دې ډلو کې د عربانو ، چیچنیانو ، ازبکانو ، پنجابیانو ، ایرانیانو او نورو هېوادونو وګړي ګډون لري . دا ډلې په زیاته توګه ، د نورو هېودونو له جاسوسي کړیو سره تړلي دي ، په دغو جاسوسي کړیو کې د پاکستان ای ــ اس ــ ای هم راځي .

 
له دغو ډلو څخه ځیني د پاکستان د ای ــ اس ــ ای په ملاتړ غواړي چې په افغانستان ، پښتونخوا اوسیمه کې د يوې ستراتېژیکي موخې پتوګه اسلامي خلافت اباد کړي . د دوی په دغه خیالي اسلامي خلافت کې به واک د پنجاب او عربانو سره وي او پښتانه به ورته د وړیا عسکرو پتوګه جنګیږي . کشمیر ، د افغانستان ځیني شمالي ګاونډي هېوادونه به د دوی د اسلامي خلافت راتلونکې فتحې وي .

 
همدارنګه د پاکستان ای ــ اس ــ ای له دغو ډلو څخه د افغانستان په کړکیچ کې په اور د تیلو د پاشلو کار هم اخلي . ای ــ اس ــ ای په افغانستان او پښتونخوا کې پر دغو ډلو قومي مشران ، ښوونکي ، ډاکټران ، انجینران او نور ملي کادرونه وژني . په دې ډول یوخوا افغانستان له ملي کادرونو څخه محروموي او بلخوا په خپلو دغو وژنو سره افغاني طالبان بدناموي .

 
په ټولو هغه ورانیو ، ویجاړیو ، مرګ اوژوبله کې چې په افغانستان او پښتونخوا کې کیږي ، د ای ــ اس ــ ای او نورو جاسوسي کړیو لاس دئ ، خو دا ټولې پر افغاني طالبانو وراچول کیږي . او افغاني طالبان هم ددې لپاره چې ځان د افغانستان دولت او افغاني ټولنې ته ځواکمن او غښتلي وښۍ او د کابل بې بنسټه دولت چې هغه هم د ډاکوانو او داړه مارانو یو بل پنډغالئ دئ وډاروي او راويي لړزوي ، ددغو نړیوالو تروریستانو او ډانګیانو پلاس شوې ګنا او جرم پخپله غاړه اخلي .

 
چې تیږې اخلې ، ځان پرې ولې ملامت څوک دئ ؟

 
همدارنګه نړیوال تروریستان چې پاکستان يي دېره ځای دئ ، د لویدیځ ، عربو او د سیمې د ځینو نورو هېوادو د ګټو او موخو لپاره هم دلته اشر شوي دي . دا داړه ماران په سیمه کې د لویدیځ  د پاتې کېدو لپاره  د یوه پله دنده ترسره کوي .

 
 پنجاب لکه څنګه چې دمخه وویل شول ، دا تروریستان د افغانستان او هند سره د خپل انډول ساتلو لپاره کاروي .

 
روسیه او ملګري يي د پخوانې شوروي له ماتې څخه  د غچ اخیستلو په موخه ، د امریکا او لویدیځ په وړاندې ، سیمه کې  ددې تروریستانو شتون اړین بولي . او ایران په افغانستان او سیمه کې د امریکا او لویدیځ بوختیا ، د ځان لپاره یو فرصت ګڼي چې یو څه وخت ځان د دوی له شره لري وساتي او خپله اتومي وسله بشپړه کړي .

 
په دې توګه ګورو چې پاکستان او سیمې ته ددغو تروریستانو اشر او دېره کېدل ، د بېلا بېلو هېوادو د ګټو او موخو سره اړخ لګوي . خو افغانستان چې اوږدې مودې جګړې ځپلئ ، په هيڅ ډول ددغو توریستانو ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا نه ویني .

 
افغاني طالبانو ته هم پکار ده چې ، د کابل د شمالي ټلوالې ــ کرزي دولت سره په حساب کتاب کې ، ددې پر ځای چې ددغو نړیوالو تروریستانو او ای ــ اس ــ ای ملاتړ ته سترګې ونیسي ، په دولت کې له هغه اړخ سره چې د ملي ګټو په اړوند پایلې ته ورسره رسېدلئ شي او په ټولنه کې له نورو وطندوسته ډلو سره ، یولاس شي او په افغانستان کې د دولتي واک منځتشه ډکه کړي .

په دولت کې طالبان پخپل ګډون سره ، نه یوازې د واک اوسنئ بحران له منځه وړي ، سوله او امنیت خپل هېواد ته راوړي او دهېواد بیارغونه ګړندۍ کوي بلکې ، په افغانستان او سیمه کې د ناورین نړیوالو او سیمه یزو لاملونو ته د حل یوه دایمي لار پیداکوي .

طالبان له القاعدې او نړیوالو تروریستانو څخه په راجلاوالي ، د دولتي واک په بشپړتیا او په هېواد کې د سولې په بسیا سره ، په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو اړتیا له منځه وړي .

دولت هم باید څونه چې ژر کېدونکئ ده له افغاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې مخې ته یوسي.

او ددې دوه وستوې ( دوه طرفه واټ ) په پرانیستلو سره هغه ورځ لرې نه ده چې ټول افغانان د سولې او ورورۍ پر چرګۍ سره راټول شو .

ډاکټر مرادزئ

-دناټویوسترقوماندان،په افغانستان کې دبهرنی ځواکونوپر ناکامی باندی اقرارو کړ :

۲- دانګلیس دپارلمان استازی وایی  :په افغانستان کې شرایط پیچلی  اوستونزمن سوی دی  !

۳- دانګلیس اوامـــریکا دقـــــــومـــــاندانو سردرګمی  دافغانستان په پلندۍ (باتلاق )کې  !

۴- یـــوی الـــــمانـــــــــــــی ورځــــــــپاڼــــــــــی وڅــــــیړل :

په افغانستان کې دناټواوه کلنه بی ګټی جګړه،

اودافغانانوبی باوری پرلویدیزوالوباندی !

۱-دناټویوسترقوماندان،په افغانستان کې دبهرنی ځواکونوپر ناکامی باندی اقرارو کړ :

دانټرنيټ دفارسی سرچینوڅخه 

ژباړونکی : عــزیــزاحمـدخوارمل

دشمالی اتلانتیک نظامی  تړون «ناټو» یوسترقوماندان  اقرار وکړاووی ویل چې  په افغانستان  کې دبهرنی هیوادونونظامی عملیات  ناکامه سوی  اودغه  هیوادونه  وخپلوموخوته ندی رسیدلی .

دایران دایرنا دانټرنيټی خپرونی دیوراپور پربنسټ : جنرال «جان کرادوک»  چې دناټو دنظامی تړون یوسترقوماندان اوجګپوړی چارواکی دی انګلیستان ته یې  سفر کړی دی ،ده په دی هکله یې وویلی دی : په افغانستان کې دناټوماموریت،دځواکونودنشته والی په دلیل او دغړوهیوادونودډېرومحدودیتونودتحمیلولو دکبله دخپلو ځواکونودعملیاتو دپاره په افغانستان کې د ورانیدوپه حال کې دي . دغه امریکائی  جنرال تیره اونی دانګلستان دسلطنتی مرکزی  ګډوځواکونو په موسسئی کې په لندن کې  یې وویل : دناټودنظامی سازمان غړي هیوادونه  وافغانستان ته دځواکونوپر استولوپرخپلووعدو اوژمنوباندی یې عمل ندي کړي  اودغه موضوع متزلزله سیاسی اراده په دغه هیوادونوکښې په ښکاره توګه  بربنډه کوي .

جنرال جان کرادوک وویل  : دغه  دوه (تزلزل) اوسیاسی نا باوری دافغانستان په جګړي کې دبهرنیونظامی ځواکونودنه پرمخ تګ سبب ګرځیدلی دی اوپه (۲۱) یووشتمی پیړی کې دناټودغړوهیوادونو اړیکی یې تر پوښتنی لاندی راوړی دي .

جان کرادوک په دی هکله زیاتوی : موږهمدااوس  مهال ددی هیوادونودمیشته ځواکونودنظامی عملیاتوپرډول خبری کوو،اودناټودغړوهیوادونو تراویا (۷۰) ډېر داعلان سوی محدویتونواواخطارونوسره  مخا مخ یو . دناټودغه سترقوماندان  وویل  : کیدی سی چې اوس داهسی یې توصیف کړوپه افغانستان کې دغه نظامی  جوړښت  دوخت اوځای  دلړلید پربنسټ  سره شلېدلی دی  او ووایو : دبیلګې په توګه  جګړه ایزه ځواک دمخدره ټوکو په وړاندی  دافغانستان ددولت دنده ده  ،مګردافغانستان دولت  دمخدره توکودقاچاق په وړاندی په مبارزه کې  واک نلري . دی  وایی : په افغانستان کې دمخدره ټوکودکرهڼی اودقاچاق څخه د لاس ته راغلو  پيسوپه وسیله  وسله وال  ډلی په نظامی عملیاتونو اوغلچکی یرغلونوکې کار اخلی  اودغه یوه سرطانی غده ده ،اوهمدارنګه په افغانستان کې مالی فساد دقانونی تجارت  په ورانیونکی نږدي اړیکی سره لري  .

۲-دانګلیس دپارلمان استازی وایی  :په افغانستان کې شرایط پیچلی  اوستونزمن سوی دی  !

دانګلیس دپارلمان دمحافظه کارګونداستازی  وویل په افغانستان کې په دا څووروستیومیاشتوکې  شرايط ډېر پيچلی اوستونزمن سوی دی ، چې حتی امریکائیان هم دهمدی موضوع په هکله همداشان وایی .

دانګلیس دپارلمان غړی دمحافظه کارګونداستازی  “ديويد ديويس” په لندن کې دانګلیستان دتلویزون  دڅلرم  چینل سره په خبراتروکې یې وویل : په افغانستان کې په دا څووروستیومیاشتوکې  شرايط ډېر پيچلی اوستونزمن سوی دی،دطالبانوډلي دتګ اوراتګ ډېری لاري یې تړلی دی اویوازی  یوڅو اصلی لاري پاتی  دی اوبس .

 
ده په دی هکله وویل  : په افغانستان کې شرایط بدتره سوی اوهمدارنګه امریکائیان هم  دغه مسئله منی اوتاییده وی  ،دی وایی که غواړو    چې په افغانستان کې په جګړی کې بری ترلاسه کړو،نو ویوی نوې اشتراتیژې ته  اړتیا لرو.

 
ديويس پخواتر دی په محافظه کار ګوند کې دهیواد داخلی چارومسؤول ووپه دی اړه یې وویل :دانګلیس دځواکونوقوماندان هم دافغانستان دجګړی دپاره دیوی نوې  کړنلاری  په هکله وویل ،دانګلیس نظامــی ځـــواکونه هم په دی ښه پوهیږی،چې په افغـانستان کې دجګړی دګټلواودبریاودلاسته راوړلودپاره  لازمه ده چې په دی هیواد کې ددوي کړنلاره بدلون ومومی . 
ديويد ديويس په افغانستان کې دبهرنی  ځواکونودشتون اودپاته کیدوپه هکله یې په توضیحی توګه وویل :که دافغانیتان څخه ووځو،ټوله وژل کیږی ،اوډېر آخ اوډب به رامنځته سی ،اوګواښونه نورهم زیاتیږی ،په نتیجه کښې ډېرنورځواکونه  بایدپه افغانستان کې ځای پرځای سی  اویوبل ښه دولت  په افغانستان کې  وکارکولوته رامنځته سی .

 
دغه دمحافظه کار دګوند استازی  زیاتوی : یو دهغوپرابلمونوڅخه چې په افغانستان کې شته دي ، دافغانستان ددولت په کمزورتیا اوضعیفوالی پوری اړه پیداکوی .

“جان ديويسون” دانگليس د “كريسچن‌ايد” (Christian Aid ) دخیره موسسی غړی هم دانګلیس دتلویزیون دڅلرم   چینل سره په خبراتروکې دافغانستان دامنیتی اوضاع اوحالاتوپه هکله وویل : په افغانستان کې په تیروشپږومیاشتوکښې امنیتی شرایط دښه حالت  څخه مخ پرویجاړیدواوښتی دی اوسیمه ایزمرسته رسونکی اوکارکوونکی هم تښته ول کیږی . ده ددی پوښتنی په خواب کې چې ایا په افغانستان کې داهسی پيښی پرنړیوال مرسته رسوونکوباندی  ددی هیواد څخه دوتلودپاره پردوي باندی فشار راوړل کیږی ترڅو دوي ددی هیواده څخه ووځی، ده وویله ډول ډول موخي ددی کارونودترسره کولودپاره سته دی دبیلګې په ډول دیوشمیر سړی تښتوونکوموخی دپيسواخیستل اولاسته راوړل دی اودیوشمیر نوروموخی دخپل نفوذ اودواک دپراختیا دپاره دغه چاری ترسره کوی .

 
  ديويسون وویل : په افغانستان کې شرايط هره شیبه راز راز بدلون مومی .

۳-دانګلیس اوامریکا دقوماندانو سردرګمی  دافغانستان په پلندۍ (باتلاق )کې  !

 
په لندن کې دجګړی ضدسازمان یوغړی په افغانستان کې دانګلیسی اودامریکائی دجنرالانواودیپلوماتونوپرسردرګمی باندی په ټينګار سره وویل :  په افغانستان اوعراق کې جګړی اودغه  دوه هیوادونه تر خپل ښکیلاک لاندی راوستل  یوجنایت کارانه اوغیراخلاقی کړنه ده اوهمدا اوس ددغو هیوادونو اوضاع اوحالات په  یوپيچلی  وضعیت کې په مسخره امیزه ډول سره دډېرووینوپه بهیدلو سره اوښتی دی  .

 
“ديويد ويلسون”دائتلاف په نوم په یوانټرنیټی شبکی کې په یو راپور کې ولیکل : «جګړه ودره وي» ترسرلیک لاندی دغه راپوریې خپورکړیدی ،اوددی پوښتنی په طرحه کولوسره چې په افغانستان کې څه تیریږی لیکل یې دی : انگليسي او امريكائی جنرالان،دیپلوماتان  اوسیاست پوهان  خپله لاره یې ورکه کړی ده  اوهغه څه چې  لیدل کیږی  دانګلیس سیاسی اونظامی  ځواکونه  کوم یوداهسی دحل لاره  ایډيا نلری ،په افغانستان کې انګلیسی نظامی ځواکونه  ممکن چې اوس مهال  دځانه څخه دغه پوښتنه وپوښتی  چې دوي دڅه دپاره په افغانستان کې دي  اوپه افغانستان کې کومی چاری او کارونه په مخ کې لري چې ترسره دی کړي .

دی په دی هکله وایی : جنرال “ديويد ريچاردز” دانګلیستان دځواکونونوی رئیس غواړ ی چې  د(۵۰۰۰) پنځو زرو نه نورډېرتره  انګلیسی نظامی ځواکونه وافغانستان ته ولیږی  اوسربیره دانګلیستان دمیشته(۸۰۰۰) اته  زره ځواکونوپرشمیره  باندی  چې په افغانستان کې دی  زیاتوالی دی رامنځته سی  .

 
په انګلیستان کې دغه دجګړی ضد تکړه غړی په خپل  رپوټ کې یې ویلی دی : دانګلیستان دځواکونو نوی رئیس په دی باور دی  چې د(۲۵۰۰۰) پینځه ویشت زرونوروامریکایی  ځواکونوپه استولوسره  وافغانستان ته چې  دامریکادفاع دوزارت لخوالیږدل کیږی،په اړه  په زغرده سره باید ووایم چې  دانګلیسی نظامی ځواکونو په ډېرلیږدلوسره به په افغانستان کې دانګلیسی میشته ځواکونو یوه برخه تر(۳۰۰۰۰) دیرشو زرو تنوپوری د انګلیسی سربازانوشمیرته  به ورزیات سی  .

 
ديويد ويلسون ددی رپوټ په یوه بله برخه کې ټينګار کوی اووایی :ویل کیږی چې په افغانستان دانگلستان سفير “شرارد كوپر كولز” تیره میاشت ویلی وو چې په  افغانستان  کې دامریکا استراتیژی ماته خوری  اودائتلافی ځواکونو شته والی خصوصآ نظامی  شته والی په افغانستان کې دستونزویوه  برخه  ګڼل کیدی سی  اونه دحل لاره ، دبله خواه نه ، جنرال “ديويد پترائوس” په سیمه کښې دامریکا دمرکزی  ګډوځواکونوقوماندان تیره اونی ویلی وو،کیدی سی چې دطالبانوسره خبراتری دکارپه لمړی سر کې قرارونیسی  . ددی رپوټ لیکوونکی همدارنګه لیکی : په افغانستان کې جګړی اودغه دوه هیوادونه تر خپل ښکیلاک لاندی راوستل یوجنایت کارانه کړنه اوغیر اخلاقی کار دی  اوپه دی هیوادونوکښې امنیتی وضعیت ډېره غمیزه ده او په مسخره امیزه ډول سره دډېرووینوپه بهیدلو سره اوښتی دی  .

 
ديويد ويلسون ددی رپوټ په یوه بله برخه کښې په  ټینګار سره ویلی : ائتلافی  ځواکونه دی «جگړه ودره وي» او دافغانستان اودعراق ددوهیوادونوڅخه دانګلیستان دنظامی ځواکونودژرپرشاه تګ  اووخپل هیوادته دبیرته ورتګ غوښتونکی سو.

 
 

 
 
 ۴- یوی المانی ورځپاڼی وڅیړل :

په افغانستان کې دناټواوه کلنه بی ګټی جګړه،

اودافغانانوبی باوری پرلویدیزوالوباندی !

یوی المانی ورځپاڼی  په اشاری سره په خپله لیکنه کې دافغانستان پرکړکیچن اوامنیتی  شرايطوباندی،او ددی هیواد دخلکودباور ټيټوالی دامنیت په رامنځته کولوکې دلویدیزوالوپه وسیله ددوی دلړلیدپه وړاندی کولوسره ،اوهمدارنګه دشمالی اتلانتیک سازمان  دنظامی تړون «ناټو» اوه کلنه جګړه یې  په دی هیواد کې بی ګټی وبلل  .

 
“زوددویچه سایتونگ” په یوه څیړنه کې په دی هکله ولیکل : دا اوه کاله کیږی  چې دشمالی اتلانتیک سازمان  نظامی تړون «ناټو» په افغانستان کې ځای پرځای سوی دی اودا په داهسی حال  کې دی  چې دغه اوه کاله ډېره اوږده موده وه  چې نورهیڅوک به دغه ډول عملیاتونه ،دسولی دماموریت تر سرلیک لاندی نه  یاده وي  .

لیکوونکی په همدی ډول سره وایی : ناټودیوداهسی  جګړی سره مخامخ سویدی  چې حتی موږکله کله  دجنرالانودخولی  نه هم اوروچې وایی دغه جګړه دنظامی وسایلوسره وبری ته  نه رسیږی . اما په هرصورت یوه داهسی  جمله  حقیقت دی .

لیکوونکی  ددغه  مطلب په یوه بله برخه کې په عملیاتونوکښې  دشمالی اتلانتیک سازمان  دنظامی تړون «ناټو» بی خبری اولنډراتلل یې دطالبانودواکمن کیدوپردلیل په افغانستان کې وبلل او وی ویل : دشمالی اتلانتیک سازمان  نظامی تړون «ناټو» نن دخپل دغه لنډراتللو نیمګړتیاوی بیرته ورکوي .

 
“زوددویچه سایتونگ”په همدی ډول  سره څرګنده کړ: دایساف نړیوالی سمبالی ډلی ډېر لږ کولی سي چې دطالبانواودهغوی دملګروپه وړاندی دی ودریږی،مقاومت اودفاع دی وکړی.یوازی سږکال ډېرتره تر (۲۲۰) دوه سوه شل تنه بهرنی سربازان په افغانستان کې خپل ځانونه یې دلاسه ورکړیدی چې  دغه شمیره ډېرتره د تیر کال ترشمیره دي  .

 
لیکوونکی همدارنګه ددغه مطلب په بیانولو سره لیکی : دوژل سوي سربازانو ډېره برخه یې امریکائیان،انګلیسان،اوکاناډایان  دي چې دافغانستان په سویلی سیموکښې دمنځه تللي دي .اوسربیره پردی  هم  په دغه جګړه کې ډېر غیرسلوال اوبی ګناه افغانان هم دامریکائیانو په هوایی بمباردونواویرغلونوکښې دمنځه تللی دي .

 
لیکوونکی ددی مطلب په ادامه  په ټينګار  سره وایی  په دی هیوادکې  چې طالبانو په خپله دغه انارشی اوګدوډوی یې ددی دپاره رامنځته کړی دی چې  دوي ګټه  ځينی ترلاسه کړی ،په دی هکله  دی وایی : دافغانستان ډېر خلک نورپرلویدیزوالوباندی دامنیت په راوستلواوپه ټينګولو باور نلری  .  ددی مطلب لیکوونکی ددی لیکنۍ په یوه بله برخه کې دافغانستان د بیا روغاونی په پروسه کې دمرسته کوونکوهیوادونولږه هماهنګی په مرسته رسولوکې ،په اشاری سره ددی مطلب په هکله وایی : په دی هیواد کې دبیا روغاونی په مرستوکې دنظامی پانګی اولګښت سره په مقایسوی ډول ، مرستی  ډېر لږ اوجزئی دي  .

 
ددی لیکنۍ په پای کې راغلی دی : په کابل کې حکومت په دی پوهیږی  چې  په افغانستان کې دهری خونړی یرغل سره  دلویدیزوالو تیاری  اواماده ګې دعملیاتوپه ادامه ورکولو سره په دی هیوادکــــې مخ پرکښته بانـــدی ځــــې،په همـــــدی ډول ســـــره زیاراوهــــاندپردی باندی  باســــــی ترڅودطالبانوسره خبري وکړي  اوخپل پخوانی ملګري عربستان اوپاکستان  دعمل وډګرته ور ګډ کړی . مسئله خودادی چې طالبان پوره وخت لري، اما حامد کرزی اوناټو نوروخت نه لري ./

 
اخځلیکونه :

 
۱-دجام جم څخه

 
۲-دفارس نیوز څخه

 
۳-دفارس نیوز څخه

 
۴- دمهرنیوز څخه

سرچينه:Daily Telegraph

ژباړه او ترتيب:م.ج

د انگلستان چاپ ډيلي ټيلگراف ورځپاڼي په یوه تازه مقاله کې د افغانستان د  پلازمینې کابل وروستیو نا امنیو ته په کتو سره  دا ښار يوه بي قانونه او بي دفاع ښار ته ورته بللی دی چې د ورځپاڼي  په باور د هر وگړي  ژوند ېې هره شیبه له خطر سره مخ دی . Daily Telegraph په کابل کې د دې  ورځپاڼي له خبريال څخه په نکل واېې  چې کابل یو وخت  د یوه ځوان بهرني مرستندوي  لپاره نادر او عجيب ښار وو چې پکې  به ېې له کومي  ویري پرته دوکانونو ته  د سودا د پیرلو لپاره تگ کاوه، افغانی رستورانتونو کې به ېې  ډوډۍ  خوړه او افغاني میلمستیاوو ته به بې له ویرې  ورته. ورځپاڼه لیکي  چې نن د طالبانو له بیا را ټوکیدو او د انساني قاچاق وړونکو له ژوندي کیدو را وروسته کابل- بغداد ته ورته یوه پلازمینه ښکاري، او هر بهرنی چې کله د کابل په هوائي  ګر کې پلی کیږي نو ورته د سړي تښتونو، ترهگریزو بریدونو، غلاوو او شوکماریو په اړه بیلا بیل خبرداري  ورکول کیږي  چې گواکی باید خپل ځان د دې کړنو له فعالینو خوندي او پټ وساتي . د بینوا ویب پاڼي  محترمو لوستونکو  ورځپانه لیکي  چې دې  خطرونو یو شمیر کسانو ته ښه عايد هم ور په برخه کړی دی . د ورځپاڼي د دې مطلب په یوه بله برخه کې  راغلی چې  د ټولنیزو چارو بهرني مرستندویان چې یو وخت به ېې  په کابل کې  په ډاډه زړه تگ را تگ کاوه اوس له خپلو استوگن ځایونو او  هغو هوټلونو څخه چې د یوې عسکري قطعی په څیر ېې وسله وال سرتیري ساتنه کوي ، نه شي کولای په ډاډه  زړه دباندي ووزي. ډيلي ټلگراف لیکي چې په روان کال کې 6 مرستندویان په ټول افغانستان کې وژل شوي دي  او دوه انگریزان بیا روانه  اونۍ  په کابل کې په هغه ښار کی چې حالت ېې اوس د خرابیدو په وړ ښکاری ووژل شول . ډيلي ټلگراف  لیکي  چې که څه هم طالبان د کابل د ښار د امنيت د خرابوالي اصلي لاملين بلل کيږي خو ستره گرمه په دولت هم اچول کيږي.  په واټونو او ښار ته په غزیدلو لویو لارو کافي  پوليس نه ليدل کيږي، فساد مخ پر زیاتیدو دی، جنگ سالارن ځواکمن کيږي چې دغه عوامل د نا امنۍ اصلي جرړي دي.

ددواړودخپرېدلونېټه ۲۸ / ۱۰ / ۲۰۰۸ 
 
 
 


دمذاکراتودروغجنه ډرامه

لیکنه مولوي محمدغفورپیروز

له ډیرې مودې راهیسي په ټولوسیمزواونړیوالوخبري رسنیوکي نژدې هره ورځ پردې موضوع چي افغان حکومت غوړاي له خپلومخالفووسلوالوسره خبري وکړې لیکنې ،رپوټونه ،شننې، تبصرې، څیــــړنې اودکارپـــوهـــانـــــونظـــــرونه خپـــــریږي،اوس پـــوښتـــنه داده چي ولي په دي ورځوکي دسولې اومذاکراتددترسره کولوموضوع دومره ګرمه ده په دې اړه غونډې کیږي،دچارواکوله لوري نورو هیوادونوته وړاندیزکیږي چي په دي اړه له دوئ سره مرسته وکړي اوان هغه ځواکونه چي پخوایې تل داویل چي دنړۍ په هیڅ ګوت کي له ویرې اچؤنکواوتروریستانوسره سوله اومفاهمه شوني نه ده هغوئ هم نن دیته چمتوالی ښودلی چي له خپلومخالفینوسره دخبرواترومیزته کښیني ؟   

په دي اړه بیلابیل نظریات موجوددي،یونظردادی چي افغان حکومت اونړیوالوملګرویې ځکه مذاکراتو ته مخه کړه چي ددوئ په دي سرخلاص دی چي طالبان اوددولت ضدځواکونه نورله جګړې ستړي شوي نوهمدایې وخت دی چي له هغوئ سره خبرې وشي اوهغوئ په داسي ډول دحکومت په تشکیل کي ورګډ کړي چي دهغوئ بالقوه خطرهم له منځه ولاړشي اوامریکاپه سیمه کي دخپلوګټودترلاسه کولولپاره په بې غمه زړه هلې ځلې وکړي،مګردانظرله دي کبله سم نه بریښي چي طالبان له جګړې نه دي ستړي شوي دي،ځکه که هغوئ له جګړې ستړي شوي وای نوبایدچي په بریدونواوفعالیتونو کي یې کمی راغلی وای،لکن برعکس دهغوئ فعالیتونه نه یوازي کم شوي نه دي بلکه په تیرواووکلونو کي دنورو ښپږو کلونوپه پرتله سږکال ترټول زیات شوي،په روان کال کي طالبانوځیني داسي ستربریدونه وکړل چي ټوله نړۍ یې هکه پکه اوګوته په غاښ کړه،ښې بیلګې یې دکندهاردلوی زندان ماتول،په کابل کي پرسرینا هوټل برید،دمجاهدینودبري په ویاړدجشن پرمراسموحمله اوپه سړوبي ونورستان کي پرامریکایانو هغه ګوزارونه ؤچي نړیوال سپرځواکونه یې له سختوننګونواوزړشنیوسره مخ کړل دکابل په سړوبي کي دلسوفرانسوي ځواکونووژلوپه ټوله فرانسه کي یوډول غوغاراوپاروله،داټول هغه شواهددي چي له هغونه داسي ښکاري چي طالبان نه یوازي داچي له جګړې ستړي شوي نه دي،بلکه هغوئ له ډیرلوړ مورال،نوې پخې تګلاري اوښه عصري تکتیک سره ډګرته راغلي دي چي په مقابل کي یې نړیوال ځواکونه ورووروخپل مورال له لاسه ورکوي اودي مسئلې نه یوازي په امریکابلکه په ټوله لویدیځه نړۍ کي اندیښنې راپارولي دي . 

ځیني شنؤنکي په دي انددي چي دمذاکراتوددې ډنډوروترشاڅوهدفونه دي چي دهغوله جملې نه عمده یې دادي :

(۱) په ټوله نړۍ کي دامریکاپه وړاندي دخلکوکرکه مخ په زیاتیدوده،دامریکاډیپلوماټان،اولسي وګړي اوامریکایې ګټې له ګواښ سره مخ دي په امریکاکي دننه هم ورووروخلک دي ته متوجې کیږي چي دافغانستان جګړه پرکوم لوروانه ده؟ هلته هم سوکه سوکه عامه ذهنیت له دي جنګ سره مخالف کیږي اوس امریکاغواړي ددې ډنډوروپه خپرولوسره دخلکوپه ذهن کي داتأثرورکړي چي دوئ خودادي سوله غواړي مګرداطالبان دي چي سولې اومذاکراتوته نه  چمتوکیږي ،هغوئ یوازي پرجګړه ټینګارکوي طالبان هیڅ داسي تګلاره نه لري چي له مخي یې افغان اولس ته ښیګڼه راوړي دوئ یوازي دټوپک په شپیلۍ خبري  کوي له دي پرته هیڅ سوغات نه لري موږدلته دبیارغونې اوله افغانانوسره دمرستې لپاره راغلي یوکه هغوئ وغواړي نوموږوتلوته چمتویوخو موږپوهیږوچي افغانان موږغواړي،زموږ له کړنوخوښ دي اوله طالبانوکرکه کوي،سره اله دي چي په دي اړه به یې کوم شواهدهم نه وي وړاندي کړي خودوئ به دادعوه کوي .

(۲) په امریکاکي داولسمشرۍ ټاکنې په رالنډیدودي،نظرپوښتنوښودلې ده چي دریپبلکن ګوندغړي خپل بري ته چندان خوش بین نه دي،ځکه ددوئ ټولې تګلاري ناکامه شوي دي،هیوادله سخت مالي کړکیچ سره مخ دي،دخلکودبې کارۍ سلنه مخ په زیاتیدوده،په ټوله نړۍ کي دامریکاموقف ته سخت زیان رسیدلی اودامهال امریکادګوښه کیدوپه درشل کي ده،ځکه نوجمهوري غوښتؤنکي زیارباسي چي له یوې نه یوې لاري خلکوته داسي ژمنې ورکړي چي دهغوئ اعتماداوباورترلاسه کړي،په افغانستاکي دستراتیژۍ دبدلون خبرې دټول ټاکنولپاره ددغودؤګوندو(ریپبلکن،ډیمکراټ) له خوادنومول شویوکاندیدانودسیالیوله چټکیدوسره پریوه وخت رامخته شوې،له دي څخه داسي ښکاري چي بوش هڅه کوي له دي لارې یوځلي بیاخپل دریځ پیاوړی کړي .

 (۳) اصلي وجه داده چي امریکااواروپادواړه اوس له سختومالي اواقتصادي ستونزوسره لاس اوګریوان دي،په داسي وخت کي امریکانه شي کولای هم په عراق اوهم په افغانستان کي له دومره مشکلاتوسره سره جګړه پرمخ یوسي،بل لورته دلته په افغانستان کي هم حالات یومخ بدل شوي طالبان ځواکمن شوي،فقرزیات شوی،پرحکومت دخلکوباورله منځه تللی،دانسان تښتونې پیښې ډیرې شوې اوپه حکومت کی اداري فساد خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلی داټول هغه عوامل دي چي افغان حکومت اونړیوال یرغلګریې دداسي بې معنی مذکراتوډنډوروخپرولوته اړایستي دي،که دوئ رښتیامذکرات غوښتل نوپه دي اړه به یې عملاګامونه هم اخیستي وای،نورځواکونه به یې نه راغوښتل حال داچي امریکاغواړي په راتلونکي کال کي افغانستان ته نهه زره اضافي پوځیان واستوي،نوکه دوئ رښتني مذاکرات کولای بیایې ولي نوي پوځیان راوستل،داهسي یوه دروغجنه ډرامه دي چي دخلکودغولولولپاره پرلاراچول شویده.

(۴) بل سترلامل دادی چي په افغانستان کي دامریکااوناټوځواکونومرګ ژوبله  يومځ ډیره شوي ده په دي سره امریکایې پوځي چارواکي دومره وارخطاشوي چي  هغه دچاخبره ډیروخت یې پیریانان ږغوي،په ځان نه پوهیږي چي څه وکړي؟ ددي لپاره چي عامه ذهنیت دي مسئلې ته متوجې نه شي،نو ډول ډول اوازې خپروي،کله دوسولې دخبرواجنډامطرح کوي اوکله هم دقومي ملیشودمسلح کولو خبرې کوي،یوه ورځ وایې چي په افغانستان کي خیرخیریت دی هیڅ نشته خوبله ورځ له هرچانه دپوځیانوپورغواړي،یوه ورځ په افغانستان کي بری شونی وي اوبله ورځ ناممکن وي،دااودیته ورته نورې اوتې بوتې چي مطبوعات یې هم ښه په خوندورسره شخوندکوي .

که پورتنیولاملونوته ځیرشونوجوته به شي چي دغوټولوعواملولاس سره ورکړی اوامریکایان یې سخت وارخطا کړیدي،وارپاریې خطادی،بل لورته ددوئ په مټ جوړه اداره هم له سخت جنون سره مخ ده،ځکه دوئ په دې ښه پوهیږي چي مرګ اوژوندیې دپردیوله الوتکو، شوبلو ، توپونو، پيسو اومکاناتوسره تړلی دی که هغوئ ورڅخه لاړی شي نوفکرنه کوم چي دیوې شېبې لپاره دي دوئ هم په سیمه کي پاتې شي،بلکه ترنړیوالوملګروبه دوئ مخته منډې وهي خوپه دي ضمن کي پر امریکایانو هم باورنه لري نوددي لپاره چي هسي نه مقاومت نورهم سخت شي غواړي دلته دتاجکستان تجربه تکرارکړي چي هلته هم دعبدالله نوري په مشرۍ ددولت ضدوسلوال بریالیتوب ته نژدې ؤمګرپه همدي وخت کي حکومت ورته دسولې وړاندیزوکړعبدالله نوري سولې ته خپل چمتوالی وښوداوله حکومت سره یې په داسي شرائطوسوله وکړه چي سل په سل کي دده په تاوان وه چي له کبله یې هغه دی نوموړی اوس دسیاست له ډګرنه بیخي ګوښی شو،نودلته هم حکومت غواړي داډول یوه لوبه ولوبوکه وشووشوکنه هغه دچا خبره وړه به په لانده کړو.لنډه داچي دمذاکراتوداډنډورې رښتنې نه دي هسي سمبولیکه،نمائشي اوغولونکې بڼه لري یوه تیرایستونکې ډرامه ده چي لوبغاړي یې په دي ډول غواړي دخلکوپه سترګوکي خاوري ورواچوي،عجیبه خولاداده چي خبرې هم له هغه چا سره کوي چي اساسي قانون مني،له جګړې لاس اخلي اوسولیزژوندپیلوي،زه دیته حیران یم چي داخلک احساس لري کنه ؟ له داسي چاسره خبرې کول چي هغه داپورتني شرائط ټول مني او هغوته ژمن پاتي کیږي،هیڅ معقول توجیې نه لري،ځکه داسي خلک خونوبیامخالفین نه،بلکه ددي حکومت ملاتړي دي،سوله سړی له خپل ملګري سره کوي که له مخالف جانب سره ؟

دطالبانوپردریځ ځکه خبره نه کؤچي ددې مذاکراتووړاندیزهغوي نه بلک ددوئ مقابل طرف کړی دی،خکه نوددوئ دموقف ارزولوته اړتیانه پیداکیږي اونه څوک داپوښتنه کوي چي هغوئ څه کوي؟ طالبان چي هرڅه کوي له خپلوپالیسیوسره سم به یې کوي که داوړاندیزسم اوپه ګټه ورته ښکاره شوخبرې به وکړي اوکه یې په تاوان ؤردبه یې کړي (لکه ردکړی چي یې هم دی) خبره خو دحکومت اونړیوالې ټولنې له خوراپیل شوي ده،ځکه مونوپه بحث کي هغه عوامل وڅیړل چي دوئ یې دې حیرانؤنکي وړاندیزته مجبورکړي دي .!


اته کلنه صلیبي جګړه اودبوش وروستۍ ورځې

شننه : مولوي محمدغفور”پېروز”

ددوه زرم لومړي میلادي کال ددسمبرله یوولسمې وروسته دټولې نړۍ حالات په بشپړډول بدل شول،دامریکاولس مشربوش په ډیره تونده لهجه دصلیبې جګړه پیلولوګواښ وکړپه افغانستان کي یې موجوده حکومت ته خبرداری وکړچي یاددوئ غوښتنې ومني اویادي ددوئ وداسئ ګوزارونوته ځانونه ټینګ کړي چي په لومړي بریدسره به ټول له خاوروسره خاوري کړي .چارواکو یې خبره ونه منله اوهغوئ ته یې وویل چي دخپلې ادعادثبوت لپاره شواهداواسنادوړاندي کړئ که موداسي وکړل اوشواهدووښوده چي اسامه اودهغه پلویان په دي پيښه کي لاس لري نوموږ تیاریوچي هغه محکمې ته وسپاروخودقدرت په نشه کي مست بوش دهیچاخبره نه اوریده هغه یوازي دټوپک په شپیلۍ خبرې کولې نوهغه ؤچي پرګران هیوادیې داوراولمبوباران پیل کړپه لکونوکسان یې شهیدان کړل،له کورونویې وشړل،زخمیان شول،زندانونوته واچول شول اوپه هیوادکي بیایوداسي انارشیزم رامنځته شوچي دهیوادټول وګړي یې له سختواندیښنوسره مخ کړل دوخت حکومت دخپل تکتیک له مخي ښارونه خوشي کړل اودبیاانسجام لپاره تیت اوپرک شول .امریکایانوداِمارت سقوط یوه داسي بریاوبلله چي دهغوئ په زړه کي یې دنورو هیوادونودلاندي کولوهوس پیداکړ،دومره مغرورشول چي ځان یې یونه ماتیدؤنکی ځواک وګاڼه اودهمدي ذهنیت له مخي یې په عراق کي دوخت پرموجودحکومت تورولګاوه چي له القاعدې سره مرسته کوي اوویجاړؤنکې اټومي وسلې لري،خودصدام حسین حکومت له دي تورنونه انکاروکړ،هغوئ وویل دملګروملتونودوسلوپلټونکي دي راشي ودي ګوري چي موږ ویجاړؤنکي اټومي وسلې لروه کنه؟ څارونکي ولاړل،پلټنې یې وکړي اوهیڅ یې هم ونه موندل خوامریکابیاهم پردي کلکه ولاړه وه چي نه هلته اټومي وسلې شته،دصدام حسین حکومت له تروریستي ډلوسره پټي اړیکې لري اوداسي نورتورونه ؤچي دعراق حکومت په کلکه ردول .

امریکاله ملګروملتونوڅخه پرعراق دبریداجازه وغوښته مګرهغوئ اجازه ورنکړه،امریکا دهغوئ هیڅ پرواونه کړه په خپل سریې په دوه زره درېیم میلادي کال کي دځینونوروصلیبي ملګروپه مرسته پرعراق ناروایرغل وکړ،دصدام حسین حکومت یې نسکورکړ،دعراق ټول عامه تأسیسات یې ویجاړکړل،دهغه هیوادبډایه لرغوني اثاریې غلاکړل،دتیلوپه لوټلویې پیل وکړ،عراق یې دمرګ ژوبلې یوه داسي قصابه وګرزوله چي هره ورځ به پکي په سلګونو انسانان ترتیغ تیریدل،له زندانیانوسره یې هغه نارواکړنې وکړې چي شیطان یې هم له ترسره کولوعجزؤلنډه داچي دنړۍ پرمخ داسي جنایت نه ؤچي دامریکاپه څیریوهیوادچي ځان دډیموکراسۍ ،تمدن اونړیول انصاف سمبول ګڼي ترسره نه کړل!!! 

په عراق کي دمقاومت په ډیریدوامریکایان له سختوستونزوسره مخ شول،دپوځیانومرګ ژوبله یې دومره ډیره شوه چي له ویرې یې بوش په سپینه ماڼۍ کي هم ارام نه درلود، دعراق داخلي حالات هم دومره خراب شول چي په میلونووګړي دخپل ټاټوبي پریښودوته اړشول، دوژل شویوکسانوشمېره لاهم په دقیق ډول معلومه نه ده خودځینوشمیرنوله مخي تردونیم لکه ډیرکسان وژل شوي،په دي سره نه یوازي داچي په نړۍ کـــي دامـــریکـــادریځ تـــه سخـــت تاوان رسیدلی،بلکه امریکااوس عملاً دګوښه کیدوپه حال کیده،اروپایان ورووروله هغې نه خپله لاره بیلــــوي،روســــــان لګیادي دچيـــن اوځینونوروهیوادونوپه ګډون نوی اتحادجوړوي اوپه اسلامي نړۍ کي خواوس ډیری خلک له امریکانه سخته کرکه کوي .

اوس پوښتنه داده چي په دي اته کلنه جګړه کي امریکاڅه ترلاسه کړل؟ ایاخپلوټاکلوشویوموخو

ته ورسیده کنه؟ نړۍ ته یې څه ورکړل اوامریکایي اولس ته یې کومې ډالۍ وړاندي کړي ؟

دااودیته ورته نورې پوښتنې دي چي دبوش دواک په ختمیدودسړي په ذهن کي ورځي،ددي پوښتنودډیروځوابونه به زماپه اندهرڅوک په نه سره ورکوي .

سمه ده چي امریکاددې جګړې په لړکي یولړجزي بریالیتوبونه ترلاسه کړل،خوله دي سره امریکاسترزیانونه هم وزغمل امریکاچي ددې جګړې ترپیل وړاندي په نړۍ کي دیوازي پیاوړي پوځي ځواک،غښتلي اقتصادلرؤنکي قوت اویوازیني سپرپاورپه توګه پیژندل کیده نن یې په دنیاکي خپل داحیثیت له لاسه ورکړی په دي سره دتبلیغاتوپه مټ دپړسول شوي ځواک حقیقت هرچاته څرګندشو،کوم پوځ چي دنړۍ دنه تسخیرکیدؤنکي پوځ په نوم یادیده نن دمقاومت دځواکونوترداسي محاصرې لاندي دی چي په  ډاګه دخپلي ناتوانۍ نارې وهي،مرسته غواړي اودخپلوپوځیانودمرال لوړولولپاره له هیڅ رازهلوځلوڅخه مخ نه ګرزوي،په افغانستا،پاکستان انورواسلامي اوغیراسلامي هیوادونوکي چي کوم حالات روان دي په هیڅ ډول دامریکاپه ګټه نه دي،ددې جګړې په پیلیدوپه مسلمانانوکي یوه نوي مفکوره پیداشوه هغه داچي شرق وي که غرب خوچي کافروي هغه دمسلمانانوپه ګټه نه بلکه سل په سل کي زیان دي،دامریکاپه بریددنړیوالواسلامي غورځنګونوترمنځ اړیکې ټینګې شوي،دهغوئ ترمنځ دمعلوماتودلیږد رالیږدلړۍ پیل شوه اودهغوئ ترمنځ یوډول فکري اتحادرامنځته شو.مسلمانان په دي وپوهیدل چي غربي یاکوم بل استعمارچي دوئ ته دبیارغونې،ډیموکراۍ اوعدالت راوړلوکومې وعدې ورکوي هغه یوازي دخپلوموخودترلاسه کولولپاره کوي .افغانستان ته چي دراتلوپروخت غربي ځواکونودهیواددودانولو،دجنګي مجرمینودمحاکمه کولو،دهیواددبنسټیزوتاسیساتو درغولواویوپراخ بنسټه حکومت درامنځته کولوکومې ژمنې کړې وي په هغوکي کومه یوه یې عملي شوه؟ نه بیارغاونه ترسره شوه،نه هغه مجرمین چي هرافغان یې دمحاکمې غوښتنه کوله دحساب ورکولولپاره دعدالت میزته راکش کړل شول،بلکه دنوي حکومت په جوړولوکي تر ټولوستره وڼده همدغومجرمینوته ورکول شوه،هیوادعملاً دنړیوالي مافیاپه منګولوکي ښکیل شو،دهیوادداقتصادپه سلوکي اتیابرخه په نشیې توکوپوري وتړل شوه،دافغانانوژوند ترفقر هم ټيټي سطحې ته ولوید،اداري فسادپه خپل ټول توان سره ترقي وکړه اودامنیت لپاره خواوس هرافغان خیراتونه کوي .

دامریکالپاره هم دې اته کلنې جګړې ښې پایلې نه درلودي،ځکه دهمدي جګړې له کبله دامریکا اقتصادورځ تربلې مخ پرځوړدی،په ټوله نړۍ کي یې نوم اوس دیووحشي،بي وفادهیڅ اصولو نه مرعاتؤنکي اویوغدارهیوادپه فهرست  کي شامل دی .په امریکاکي دننه ډیروخلکوخپل کارروزګارله لاسه ورکړاودابې کاري لامخ په زیاتیدوده،پوځ یې دومره درانه تاوانونه وزغمل چي جبران به یې بیالسګونوکلونه وخت واخلي،په زرګونوپوځيان یې ووژل شول،ترپنځوس زره ډیرژوبل شول،ډيری هغه پوځيان چي دجګړې له ډګرنه بیرته خپل هیوادته ستنیږي په رواني ناروغیواخته دي،داهغه زیانونه دي چي امریکاپه دي اته کلنه جګړه کي ورسره مخ شوه،خوله دي جګړې نه چي امریکاکومې ګټې ترلاسه کړي هغه ددې لویوزیانونوپه پرتله هیڅ هم نه دي بلکه سړی ویلای شي چي امریکاله دي اته کلنې اوږدې جګړې څخه هيڅ هم نه دي ترلاسه کړي اوس چي دامریکاټولټاکنې رانژدي شوي فکرنه کیږي چي په کمه موده کي دي یوداسي بدلون رامنځته شي چي دامریکاولسمشربوش دي داسترزیانونه ورباندي جبران کړي،بوش په داسي حال کي دخپل واک وروستۍ ورځي په ورنژدي کیدودی چي نړۍپه ځانګړي ډول افغانستان، پاکستان اوعرق،امریکایې اولس اوراتلونکي حکومت ته یې په خرواروخروارستنونزي ورپر یښې دي،بلکه هغه دخپل واک ټول اته کلنوپه همدي کي تیرکړل چي په یوډول په نړۍ کي دبدمعاشۍ ریکارډقائم کړي،خودادی هغه له واکه په تلودی مګردي موخي ته ونه رسید.






 

تبصره نسته

  1. وهلكو طالبانو،
    همدا مو ټايم دې چې اوغانيان سم سومبه كړۍ. كه نه دا د ظالم زامن بيا مونږ ته پلاران جوړيږي.
    تكړه شې كه نه تنخواګانې درباندې كټ كوو. ددغه ملك پلونه والوزوۍ او سكولونه ورته وسيزۍ، كه نه دلته كې مو دالقاعده په نوم نيسو او سيده مو امريكايانو ته هتكړې په لاس كې وركوو. دالغمانيان مو چې ووژل دا خو تاسو زمونږ يو وركوټې پلان عملي كړې چې دكوټې نه درته ملا قدوس زما لخوا كمانډ دركړ. خو طالبانو ګورۍ چې دا نور وركوټي طالبان درنه خبر نشي چې تاسې ته مونږ پيسې او ټريننګ دركوو. ځكه چې هغوئ مو ډير په پرابلم سره دغه خودكشو ته ريډي كړي دي. بس پرې ورځۍ، خو مقصد چې خلكو ته دا دصليبيانو نومونه او دامريكايانو نومونه اخلۍ او اوغانيان خو هسې هم دجهاد شوقيان دي خو ښه خبره داده چې سم پوره ساده ګان هم دي يار چې څه ورته ووايي بس درسره يي قبلوي د سمج والا نه دي.
    بس دلته كې به مونږ تاسې ته هرڅه دركوو خو ګورۍ چې اوغانستان درنه ښه روځ ونه ګوري.
    او اې ګورۍ چې دلته كې په پاكستان كې چاته دا خپل د ټريننګ دځائ معلومات ورنه كړۍ ساده ګانو طالبانو. او بله خبره داده چې زمونږ كرنيلان هروخت ستاسو په سرويس كې دي.

  2. ای ګرانولاریون کونکو!دکابل اداره غواړي چي ستاسودتودواحساساتوڅخه ناوړه ګټه پورته کړي اودولس څخه دمنفوررژیم اویرغلګروپوځونونارواکړني اوغیري انساني چارچلند پټ اومجاهدین پداډول ناکامه هڅوسره تورن اودولسي خواخوږۍ اوملاتړ څخه بې برخي کړي خودنیکمرغه چي داناسوې دسیسه یې هم دتېر په څېر تش خیال اولیونتوب ثابت سو.

  3. درنومسلمانانو اوپشتنو السلام اعلیکم ورحمتهالله وبرکاته
    هر انسان خپل دعمل جزا په دنیا او آخرت کی وینی داچی دکفر ملگرتیا کوی دکفارو نه هم بد تر ه جزاووینی هم کمه دهدا دمسلمانانو خصوصا دپشتنو دورکیدو اوکمزوری کولو لویه دسیسه او پلان دی چی کفارو ایتلاف کری ده حالات وگوری چی پر مسلمانانو حه حال دی معذرت غوارم چی زما کمپیوتر پشتو سافت ویر نه لری چی سوچه پشتو ولیکم

  4. درنومسلمانانو اوپشتنو السلام اعلیکم ورحمتهالله وبرکاته
    هر انسان خپل دعمل جزا په دنیا او آخرت کی وینی داچی دکفر ملگرتیا کوی دکفارو نه هم بد تر ه جزاووینی هم کمه دهدا دمسلمانانو خصوصا دپشتنو دورکیدو اوکمزوری کولو لویه دسیسه او پلان دی چی کفارو ایتلاف کری ده حالات وگوری چی پر مسلمانانو حه حال دی معذرت غوارم چی زما کمپیوتر پشتو سافت ویر نه لری چی سوچه پشتو ولیکم