کور / تازه خبرونه / كندهار: څلوېښت ټنه چرس ونيول سول

كندهار: څلوېښت ټنه چرس ونيول سول

اسوشيېټيډ پريس آژانس د امريكايي پوځيانو د يوه قومندان په حواله خبر وركړ چي د دوشنبې ورځ يې په افغانستان كي يې ۴۰ ټنه چرس له منځه يووړل.
امريكايي قومندان وايي دغه چرس يې د افغان ځواكونو په مرسته د يوې سيمي تر پلټني وروسته ونيول.
د كندهار د سرحدي لېوا قومندان جنرال عبدالرازق اڅكزى وايي ياد سوي چرس يې د امريكايي ځواكونو سره په ګډو عملياتو كي د سپين بولدك په نوي كلي كي د يوه كور په زېرخانه  كي وموندل او له منځه يې يووړل.