کور / نوميالي / عبدالصمد روحاني او څو خاطرې

عبدالصمد روحاني او څو خاطرې

   salih@inbox.com    ګرځنده: 0799670303 






ما خواعزاز د شهادت ومونده، قتل دې يم
 دا راته وايه چې قاتل ته په لاس څه ورغلل


 د ځوانيمرګ شهيد ارواښاد شاعر، ليکوال او ژورنالست عبدالصمد روحاني د واده مراسم  هغه وخت په کابل کې اوسېدم، د هوسۍ مجلې بازار ګرم و، دا د څو کاله مخکې خبره ده، عبدالصمد روحاني زنګ راته وواهه، چې دى او نور ملګري راروان دي. باراني ورځ وه، موږ د کابل په تايمنۍ کې اوسېدو، د لومړي ځل لپاره مې هلته وليد. ښه ډېر بنډار مو کړ. تر دې وروسته چې نوموړى بېرته هلمند ته ستون شو، زنګونه يې ډېر راوهل.

   د ٢٠٠٦م کال د مارچ پر لسمه چې ما له ازادۍ راډيو سره په هلمند کې کار پيل کړ، روحاني هغه وخت په ولايت کې کمپيوټرکار او د پژواک خبري اژانس خبريال و، د دې تر څنګ يې په سباوون سيمه ييزه راډيو کې هم د شپې خوا خبرونه لوستل او يا به يې ځينې ګردي مېزونه جوړول.

   کله چې هلمند ته له لاړم لومړۍ شپه مې له روحاني سره وه، په (تور ټانګ) سيمه کې په يوه کرايي کور کې اوسېدى، له هغه ځايه مو له اصف ننګ او کاروان صاحب سره هم خبرې وکړې. ده د خبرونو په پيدا کولو کې زياته مرسته راسره کوله. ځينې اسناد به ده ته راتلل چې به يې کمپوزول، ځينې جزئيات به يې راسره شريکول.

   زما تر مقررۍ څو مياشتې وروسته ده له بي بي سي سره کار پيل کړ، کله چې کابل ته روانېده، زما سره د کندهار په نورجهان هوټل کې وليدل، هلته مو ډېرې خبرې وکړې، تر ډوډۍ وروسته يې خپل پټو پر اوږو تاو کړ، تور بکس يې اوږې ته واچاوه او کابل ته روان شو.

   ده چې له بي بي سي سره کار پيل کړ، کور يې په مارجې کې و، زه يې هم کور ته تللى يم، شپه مې ورسره کړې ده، د کلي کور يې د يوه زابر پر غاړه دى، چې تل په کې سپينې هيلۍ لامبي او د کور تر څنګ يې د ګاونډي ملا ژړ سپى ما غوندي نابلدو کسانو ته دومره په درد غاپي ته به وا اوس به زنځير وشکوي او وبه دې داړي.د روحاني يو کشر ورور صالح محمد نومېږي، چې روحاني پر هغه او ما مسخرې کولې. خو عبدالودود هجران له روحاني څخه ډېر په تنګ و، کله چې به مو يو ځاى شپه وه او هلته به دوى دواړه حاضر وو، روحاني به پر هجران دومره ټوکې کولې چې اخر به کله کله خبره جنګ ته هم نژدې کېده.

   د ١٣٨٥ل کال د چنګاښ يا سر طان پر ٢١مه، زه او رحاني مازيګر مهال په سباوون راډيو کې وو، چې د ناټو ځواکونو د وياند ترجمان روحاني ته زنګ وواهه، دوى ډېرې خبرې سره وکړې، د روحاني په لومړيو کې انګرېزي نه وه زده، ټليفون يې ما ته راکړ چې له ترجمان څخه ځينې يادښتونه واخلم. خبره داسې وه چې په نوزاد ولسوالۍ کې تر دې يوه شپه مخکې بمباري شوې وه، ترجمان دا خبر راکړ چې کوم ماډل الوتکو کوم ډول بمونه غورځولي دي، ترجمان د سلو کسانو د وژل کېدو خبر راکړ، چې د هغه په وينا شا و خوا ٣٥ يې وسلوال طالبان وو. ما او روحاني دواړو دا خبر خپور کړ.

   سبا سهار، د والي وياند حاجي محى الدين خان زنګ راته وواهه چې يوځل ولايت ته راشه، کله چې ولايت ته ورغلم ده د والي شعبې ته بوتلم، والي چې د درد له لاسه يې پر تندي ١٢ بجې وې، زما په ليدو په زوره نارې کړې، هغه بل چېرې دى بي بي سي والا؟ ژر يې راوغواړه!

   روحاني ته مې زنګ وواهه، هغه د هلمند سيند پر غاړه د خپل موټر په مينځلو اخته وو، څه شېبه وروسته دى هم راغى، وروسته دردېدلي والي انجنير محمد داود، څېړنې پيل کړې، هغه دا ادعا لرله چې دا غلط راپور مو ولې خپور کړى، هلته د ناټو وياند، د دوى ځينې قوماندانان او هغه ترجمان هم ناست وو، والي پر روحاني خپله غوسه راکمه کړه، ځکه والي دا دليل درلود چې د ناټو وياند خو دا خبر بي بي سي ته ورکړى و، ازادۍ راډيو ولې خپور کړى، دا يې حق نه و، وروسته يې څارنوال ته ږغ کړل او امر يې وکړ، چې دى دې بنديخانې ته بېول شي.

   کله چې زړې کلا سيمې ته څېرمه وورسته پاتې جېل ته دننه شوو، د دفتر زنګ راغى، خپل همکاري مجاهد جواد ته مې دومره وويل چې زه والي جېل ته واچولم، په دې وخت کې يې موبايل او نور هرڅه راڅخه واخيستل او زه يې جېل ته دننه کړم.

   هلته مې له بنديانو سره بنډار پيل کړ، خو څو ساعته وروسته يې راږغ کړل چې راشه، کله چې ووتم، دباندې روحاني او د ناټو ځواکونو هغه ترجمان زلمى ولاړ وو، روحاني په زوره زوره خندل:

   دا خبر دې ولې غلط نشر کړى و؟

   وروسته چې د روحاني په موټر کې روان شوو، له والي څخه شکايت پيل شول.

   ما او روحاني پرېکړه وکړه چې بايد د پېښې اصلي سيمې ته لاړ شو، ځکه نه ناټو رښتيا وايه او نه والي حقيقت څرګنداوه، هوکړه مو وکړه. هغه شپه زه او هجران لاړو د روحاني کور ته، د روحاني کور هغه شپه تش و، يوازې موږ درې واړه او د روحاني ورور حضرت محمد موجود وو، چې دشپې مو تر ډېره ناوخته بنډار وکړ، هغه شپه مو د هلمند په خوږو هندواڼو ځانونه ښه ماړه کړل.

    د دوبي ګرمۍ وې، دباندې پرېوتو، خو هغه شپه دومره سخت بادونه پيل شول، په ياد مې دي نيمه شپه بادونه نور هم سخت شول او د روحاني د سراى اوسپنيزه دروازه يې څو څو وارې چپه کړه، بيا به مې روحاني ليدى چې به روان و، دروازه به يې بيا ټينګه کړه. خو بيا يې هم ډېره بده کړپا کوله. توند باد رېګونه بادول چې سهار سپېره شوي وو.

   سهار هغه ټونس موټر په موږ پسې راغى چې چلوونکى يې د روحاني شناخته وو او موږ درې واړه د نوزاد ولسوالۍ پر لوري روان شوو، هغه وخت روحاني له بي بي سي ټلويزيون سره هم همکاري کوله، په سپېرو دښتو کې روان وو، روحاني به ما ته ځينې پښتوجملې ويلې چې دا انګرېزۍ ته وژباړه، کله چې به ما هغه جمله په انګرېزۍ کې ورته ويله، دى به له خندا شين شو.

   په سمنار دښته کې يوه پوليس ودرولو چې ستاسو سره سټلايټ ټليفون څه کوي؟ په دې وخت کې روحاني د امنيې قوماندانۍ له مرستيال سره خبرې وکړې، هغه پوليس ته وويل دوى پرېږده. څومره چې نوزاد ته نژدې کېدو، په کډو بار موټران زياتېدل، تر دې چې د ولسوالۍ نړېدلي بازار ته ورسېدو، له ځينوورانو ويجاړو دکانونو څخه اوس هم شنه دودونه پورته کېدل او د خلکو څرک هلته نه لګېده. ما خپله کېمره راواخيسته او د عکسونو اخيستل مې پيل کړل. په دې وخت کې مې يو وسلوال وليد چې شخصي کالي يې وو، پر ملا يې په مردکيو ډکه چانټه هم تړلې وه. ما ويل دولتي عسکر دى، د عکسونو اخيستلو اجازه مې وغوښتله او عکس اخيستل مې پيل کړل، وروسته مې وليدل چې وسلوال ډېر شول، وروسته مې پام شول چې دا دولتي عسکر نه، بلکې وسلوال طالبان وو، شېبه وروسته مو د مرکې لپاره ولسي خلک هم وموندل او مرکې، عکاسۍ او خبرې مو وکړې، بېرته راستانه شولو، ما خپلې مرکې ولېږلې تر خپرېدو وروسته يې بيا هم والي منلو ته تيار نه و، هغه دا ويل چې دلته وژل شوي کسان ملکي خلک نه دي، خو خلکو ويل چې اوس يې هم د خپل خپلوانو په لسګونو مړي تر خاورو او نړېدلو کورونو لاندې دي.

د دغو خلکو د مرکو په خپرېدو سره د هلمند د والي وياند څو څو ځلې زنګونه راووهل او پوښتنه يې کوله چې دا مرکې چا کړي او راډيو ته ووايه چې نه دې خپروي.

عبدالصمد روحاني به زيات مهال پر عبدالودود هجران ډېرې ټوکې کولې، زيات وخت چې به په هلمند کې د کوم ملګري کره مېلمانه وو، روحاني به بيا هجران ته مخ واړاوه او ځوراوه به يې.

د ١٣٨٥ل کال د مرغومي يا جدي پر څوارلسمه د روحاني واده ته، له ملګرو سره يوځاى مارجې ولسوالۍ ته لاړو، زما تشويش و چې پر لار او د دوى په کلي کې کومه پېښه ونه شي، خو نه د واده په اتڼونو او نه په نورو عنعنوي چارو کې کومه پېښه وشوه، ناوخته مهال، له وراوالو سره يوځاى لښکرګاه ته راغلو، په ياد مې دي چې د راستنېدو په وخت کې يوه سوځل شوي ښوونځي ته هم ودرېدو چې په دې وروستيو کې وسلوالو کسانو سوځلى و، د ښوونځي پر دېوال ليکل شوي ايتونه په دود تک تور شوي وو، په ټولګيو کې د سوځېدلو کتابونو په منځ کې د سېپارې ټوټې هم ښکارېدې.

په کاري ډګر کې مې روحاني نژدې ملګرى و، پر زياتو ټولنيزو مسايلو مو په ګډه کار کاوه، ده چې له بي بي سي سره کار پيل کړ، دري رپوټونه يې هم پيل کړل، په پيل کې يې دري پوره نه وه زده، له ما به يې مرسته غوښتله، که به په هلمند کې نه وم، د ټليفون له لارې مې راپورونه ورته ژباړل او ده ليکل.

پر زياتو پېښو ځورېده او همدا يې ويل چې هېواد يې خواخوږى نه لري.