کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولي يو شمير خلك له سولي څخه ويره لري…؟

ولي يو شمير خلك له سولي څخه ويره لري…؟

پدې ورستيوكې په ملي اونړيوالوخبري رسنيوكې په افغانستان كې دسولې په هكله ګڼې ليكنې خپريږي اوپه ډيرى هغوكې خوداسې هم ليدل كيږي چې په هيوادكې دسولې په هكله پلوى ډيرشويدى ، خوپه ځينونوروكې داسې ليكنې ترسترګوكيږي چې ليكوالان يې په افغانستان كې ددولت اودهغه دوسله وال اپوزيسون ترمنځ دراتلونكې احتمالي سولې څخه سخته ويره لري اوتل داسې څه خپروي چې له آره له سولې سره په ټكركې وي ، ډيرى خويې لادغې سولې ته قومي رنګ هم وركوي چې زماپه آنددايې ترټولوبده چاره ده زماپه آندتراوسه خولاپه جګړه كې ښكيلې خواوې دهغې په اړه پخپلوشرطونوولاړې دي اوكه ورڅخه تيرهم شي نوداخولاسمه نده معلومه چې دهغې پايلې به په افغان جګړه كې دښكيلولوريوڅخه دكوم يوه په ګټه وي …….. ؟ خويوشى چې ټولوته معلومه ده اوپدې هكله ټول يوشان نظرلري ، هغه داده چې سوله په يوه هيوادكې دجنګ جګړودپايته رسيدولپاره يوه معقوله اوسمه لاره ده چې زماپه آند دافورمول په افغانستان كې دټولوافغانانواوپه ځانګړې توګه دهيواددهغوسيموداستوګنولپاره دمنلووړدى كوم چې همدااوس دجګړې له مستقيم ګواښ سره مخامخ دي ، ځكه په هغوسيموكې نږدې هره ورځ ګڼې ميندې اوپلرونه خپل اولادونه له لاسه وركوي ، زيات شميرښځې دخپلوميړونوپه ويراوښكې تويوي اوترټولوبده خويې لاداچې هلته ددغې كورورانې لعنتي جګړې داغيزوله كبله آن دناوي اوزوم ژوندهم خوندي ندى ، هلته هره ورځ انسانان په وينوكې لمبيږي اوپدې هم نه پوهيږي چې ددوى دغه ناورين به تركومه دوام كوي . په هرصورت ددې  لپاره چې خبره راڅخه اوږده نشي ، راځم خپل اصل مطلب ته اوهغه داچې :

زه چې كله سهاروختي دكارځاى ته ځم نودخپل ورځني عادت له مخې په كابل ښاركې چاپيدونكې ځينې ورځپاڼې رانيسم ترڅوپه هغوكې دهيواددجاري حالاتوپه اړه خپاره شوي معلومات ترلاسه كړم خوله بده مرغه داڅوورځې كيږي چې له هغوڅخه دملي آرمان په نوم  په يوې كې يې پرته لدې چې دهيواددجګړه ځپلوسيموداستوګنوورځني مجبوريتونه ، هلته دجګړې له دوام څخه هغوى ته ورپيښې ستونزې په پام كې ونيول شي  ، په پرله پسې توګه په هيوادكې دسولې پرضدليكنې خپريږي ، زه نه پوهيږم چې په هغې كې ولې داسې ليكنې خپريږي ………. ؟ خويوڅه چې ماته جوت دي هغه داچې شته داسې خلك چې اوس هم له خپلوڅخه پرديوته لومړيتوب وركوي اونه غواړي چې له هيواده دجنګ ، جګړې ټغرټول شي ځكه كه داسې وشي ښايي هغوى خپلې هغه ګټې چې دجګړې په پايله كې يې لاسته راوړي ، له لاسه وركړي اوكه داسې نه وي نوزماپه آندسوله خودټولوانسانانوپه ګټه ده نولدې امله ټول انسانان اوپه ځانګړې توګه مسلمانان دلوى څښتن ددغه امرله مخې چې (( انماالمومنون اخوة فاصلحوابين اخويكم )) دمسلمانانوترمنځ خيروغواړي اودهغوترمنځ سوله وكړي . اوس پوښتنه داده چې دغه ښاغلي ولې په هيوادكې سوله نه غواړي …….. ؟ اوكه يې غواړي نوڅه ډول سوله ………. ؟ چې زه غواړم دغوپوښتنوته په لاندې ډول په لنډه توګه ځواب ووايم :

زماپه آنداوس مهال په افغانستان كې درې ډلې خلك شتون لري يويې عام اولس ، بل يې دولت اودهغوى وسله وال مخالفين اوبله ډله يې هغه كسان چې هم ددولت مخالفين دي اوهم يې موافقين . زه فكركوم عام افغانان چې دجګړې اصلي متضررين دي هيڅكله هم نه غواړي چې په افغانستان كې دې جګړه لدې زياته اوږده شي دوى تل دسولې پلوي دي اوسوله پخپله ګټه بولي خوهغه كسان چې هم يې دولت وخوړاوهم يې رعيت ، هغه هيڅكله هم نه غواړي په هيوادكې ددوى له خوښې پرته سوله رامنځته شي ځكه هغوى  دجګړې له بركته دبې شميره شتمنيوخاوندان شوي ، دخلكودوينوپه بيه يې په لس ګونوماڼۍ جوړې كړي نوهغوى هيڅكله هم په هيوادكې سوله نه غواړي اوكه يې غواړي هم نوداسې سوله چې دعام اولس پرځاى ددوى ذاتي غوښتنې پكې منل شوې وي اوكه داسې نه وي نوسوله بياددوى لپاره دوه توته ارزښت هم نلري .

زه خووايم چې سوله اوامنيت په يوه هيوادكې دټولوټولنيزوفعاليتونوموربلل كيږي نوزماپه آندكه چيرې خداى مكړه زمونږ په هيوادكې دغه جګړه نوره هم اوږده شي زه فكرنه كوم چې دغه ښاغلي چې اوس په بيلابيلوپلمودسولې په وړاندې خنډونه راټوكوي اوياهم دخپلوشرايطوسره سمه سوله غواړي ، دجګړې له زيانونوڅخه په امن كې پاتې شي ځكه په يوه هيوادكې چې جګړه په هره بڼه اوهرنوم دوام ولري هغه له ځانه سره ګڼ مالي اوځاني زيانونه لرلاى شي نوښه به داوي چې له سولې سره ددښمنۍ پرځاى دهغې ددوستۍ په فكركې شي اوخپله انرژي پداسې ليكنوولګوي چې په هغې كې خلك سولې ته راوبلل شي نه داچې په هيوادكې ددولت اومخالفينوترمنځ احتمالي كيدونكې سولې ته په بدپال وګوري .

په پاى كې بايد ووايم چې سوله په هره ټولنه كې دهغې ټولنې دوګړودملي اومذهبي ارزښتونوپه پام كې نيولوسره يوه جدي ټولنيزه اړتياده ، هيڅوك بايد دخپلوسياسي اهدافودترلاسه كولوپه قيمت  هغه له لاسه ورنكړي ځكه په سوله كې هرڅه شونې دي

، سوله ده چې يوه انسان ته په يوه انساني ټولنه كې دټولو ټولنيزوفعاليتونولپاره لاره هواروي ، دسولې په موجوديت كې هرڅوك كولاى شي خپلې موخې ته چې هغې ته درسيدوپه هيله يې دځان لپاره ټاكلې ، ورسيږي اوكه خداى مكړه سوله نه وي نوهيڅوك نشي كولاى يوډيركوچنى انساني فعاليت كه هغه سياسي وي اوياهم اقتصادي ، كه هغه ټولنيزوي اوياهم كلتوري ، ترسره كړي .

نوددې لپاره چې مونږ په هيوادكې سوله ولرو اودسولې په فضاكې له يوبل سره ديوه كوردغړوپه توګه زوندوكړو نوخبري رسنۍ بايد دبيان دآزادۍ ترشعارلاندې دداسې خلكوليكنې خپرې نكړي چې هغوى له سولې سره جوړنه وي اوياهم په هيوادكې سولې ته قومي رنګ وركوي ځكه دغه ډول ليكنې په هيوادكې دورونوقومونوترمنځ دبې باورۍ فضارامنځته كوي .