کور / راپور / پاکستان داحق نه لري چي په نوروهېوادوکښي لاس وهنه وکړي

پاکستان داحق نه لري چي په نوروهېوادوکښي لاس وهنه وکړي


راپور:  رمضان ارماني – سهيلي پښتونخوا


دپښتونخواملي عوامي ګوندمشراودپاکستان دمحکوموقامونواتحادپونم کنوینیرښاغلي محمودخان اڅکزی تېره ورځ وخبري غونډي ته دویناکولوپه مهال وو چي پاکستان داحق نه لري چي په نوروهېوادوکښي لاس وهنه وکړي.اونه نورهېوادونه امریکا،چین،روس اواروپادحق لري چي دپاکستان په کورنیوچاروکښي لاس وهنه وکړي.پاکستان داوخت دماتېدوسره مخامخ دی که څوک غواړي چي پاکستان په خپل ځاي پاته سي نوددې دپاره ریښتاویلوته ډیره اړتیاده.پکاردی چي اوس پاکستانیان توبه وباسي اورښتیاوواي.داوخت په پاکستان دنړۍ له خواتورلګوکېږي چي پاکستان دنړۍ ټولوترهګرو ته پناه ورکړې ده.پکاردی چي نړۍ ته دغه خلګ ښکاره کړل سي.دغه شان ددې خلګوژوندبه هم وژغورل سي اوپښتني سمي اونورپاکستان به هم بچ سي.داوټولی نړۍ ته معلومه ده چي دغه خلګ وپښتونخواوطن چاراوستلی دي.پاکستان دي اوس په افغانستان کښي دلاس وهنی څخه لاس واخلي.اودلته دي پاکستان کښي وټولوقامونوته خپل حق ورکړی.قامي خپلواکي دي ورکړي.دټولوقامونوپه شریکه دي دپاکستان دپاره اثاسي قانون جوړکړل سي کوم چي وپښتنو، بلوڅانو پنجابیانو سندهیانواوسرایکیانو ته دمنلووړوي.اوپاکستان کښي دي جمهوري نظام وي.پاکستان دي دنوروهېوادوپه کورنیوچاروکښي لاس وهنه نه کوي.نوهله به پاکستان په خپل ځاي پاته سي.بې ددې هیڅکله پاکستان نسي پاته کېدای.ښاغلي وویل چي دپاکستان په تاریخ کښي په لومړي ځل دپاکستان عدلیه دیوجابراوآمرپوځي واکمن مخته ودرېدله اودهغه امریې ونه منلۍ.چي په ترڅ کښي یې پوځي آمرپه دریم نومبرکال ۲۰۰۷کښي دپاکستان دقاضي قضادپه شمول په ګڼ شمېرقاضیان له خپلووظېفوڅخه لیري کړل اوپه خپل کوروکښې بندیان کړل.ټولوسیاسي ګوندوپه ګډه توګه پوځي آمروتلوته اړکړی وو.خوبیایوڅوګوندودپوځي آمرسره لاریوړه اوپوځي آمریې دغسي خوشي کړي.په عدلیه باندي بریدکولوپه ضدپه سهیلي پښتونخواکښي ترټولومړي احتجاج وسوو.کاربندیزوسوودغه احتجاج اوکاربندیزپښتونخواملي عوامي ګوندوکړی.پکاردی چي دپاکستان عدلیه دي ددریم نومبرپه شان خپلواکه کړل سي.اودپاکستان لیري کړل سوي قاضي قضاددي بېرته په خپلي څوکي بحاله کړل سي.ښاغلي محمودخان اڅکزی وویل چي دزلزلې له کبله دسهیلي پښتونخوایوشمېرسیمي ځپل سوي دي په لوي شمېرخلګ شهیدان سوي دي په لوي شمېرخلګ بې کوره سوي دي نړۍ چي دځپل سووخلګودپاره دمرستي کوم اعلانونه کړي دي پکاردی چي په دغوکالداروکښي درغلی ونه سي.دایالت والي(ګورنر)اوسترایالتي وزیردواړه نوابان دي پکاردی چي ددوي دواکمني په مهال دزلزله ځپلوسره څه ډول زیاتوب ونه سي.که چیري دزلزله ځپلووروڼومرستي کښي څه کوتاهي وسي نودابه ددوي دواړوکسانودپاره دټول ژوندپېغورسي.ښاغلي محمودخان اڅکزی وویل چي په زلزلې کښي زموږډیرخواږه خپلوان شهیدان اوبې کوره سوي دي.ددوي په مرسته کولوکښي نورووروڼوښه غوره لوب ترسره کړی.خوراکي اونورمواددسهیلي پښتونخواوګړوورکړی چي ددې دپاره دټولومرسته کونکوڅخه دي یوه نړۍ مننه وي.کوموبهرني هېوادوچي دمرستي اعلان کړی دی اومرسته یې کړې ده له هغوسره هم دیوپښتانه په څېرمننه کوم.ښاغلي وویل پکاردی چي نوردي پوځ په سیاسي چاروکښي لاس وهنه پرېږدي.نیشنل سیکورټي کونسل اواوولسم ترمیم دي هم ختم کړل سي.دپاکستان دپاره دي نوی آثاسي قانون جوړسي ځکه چي د۱۹۷۳اثاسي قانون پښتونخواوطن په څلوربرخووېشلی دی.دغه آثاسي قانون وېش پښتانه نه مني.ښاغلي محمودخان اڅکزی وویل چي دپاکستان اوافغان ګډي جرګې دپاره دپاکستان له خوااویس احمدغني استاذی جوړول دسي دی لکه چي دغه ګډه جرګه ناکامه کولوهڅه روانه ده.ځکه چي اویس احمدغني شمېرپه هغوکسانوکښي دي کوم کسان چي دانه غواړي چي دپاکستان اوافغانستان ګډه جرګه دي خپل مرام ترسره کړی.دځینې کسانوآفتاب شیرپاؤنه ووخوښ نواویس غني یې رامخته کړی.ښاغلي وویل چي ټوله نړۍ په پاکستان دتره ګرومرسته کولوتورونه لګوي پکاردی چي پاکستان دغه تورونه لیری کولودپاره عملي کار وکړي.اورښتیادي وواي چي وپاکستان ته څه ورپېشه ده چي دغه تورونه په پاکستان لګول کېږي.