کور / تازه خبرونه / یوه بې پیلوټه امریکایی طیاره راولوېده

یوه بې پیلوټه امریکایی طیاره راولوېده

ډی پی اې آژانس د امریکایی پوځ په حواله خبر ورکوي چی پرون د افغانستان په جنوب کی یوه بې پیلوټه امریکایی الوتکه راولوېده . منبع و نه ویل چی الوتکه په کوم جنوبی ولایت کی او ولی راولوېده . بې پیلوټه طیارې د وسلو انتقالات څاري او د طالبانو پر مرکزونو راکټی حملې کوی . دغو الوتکو په قبایلی سیمو کی هم د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کی ۱۵ راکټی حملې کړی چی څه باندی سل کسان یې وژلی دي .