کور / رسنۍ / د روزګان مهالنۍ ۱۵ مه او ۱۶ مه ګڼه چاپ سوه

د روزګان مهالنۍ ۱۵ مه او ۱۶ مه ګڼه چاپ سوه

Monthly News in Ruzgan
2006–۱۳۸۵
Afghan Democratic Publication in Sweden

روزگان مهالنۍملي خپروني  پرله پسې  پنځلسمه  اوشپاړسمه گڼه له چاپ نه راووتل .

دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې پدې گڼه کښي تاسودهيواداونړۍ په هکله په زړه پوري نوی علمي،تاريخي، سياسي اوادبيمعلوماتونه لوستلاي شئ .

روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه  هم يوازي په روزگان پوري اړه لري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول ملي  ژبني ،قومي او سيمه ايز توپير اولوړتيا غوښتنې سره نه پخلا کېدونکې ده .

دا خپرونه  دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي او فرهنگي عقيدواونظريودخپرولوخپلواک تريبون دی . 

روزگان خپرونه کومه تجارتي خپرونه نده او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ، مگردچاپ اوپه ټول  افغانستان  کښي مينه والوته دوړيا لېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره له افغانستان څخه بهر کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوئ : 
الف : په روزگان مهالنۍ ملي خپرونه کې دکلني گډون بيه په ټوله اروپا ،امريکا متحده ايالاتو ،کاناډا ،استراليا ،هند ،ايران اوپاکستان کې ((۳۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۳۰ )) ايورو ټاکل شوېده . 
ب : په بهرکې له درنو هيوادوالو اوفرهنگپالوڅخه  په درنښت غوښتنه کوو چې  پرموږ خپلې مادي او معنوي لورېينې او پيرزوينې ونه سپموی .

په ټوله نړۍ کي هر افغان کولاي سي خپلې ليکنې اودافغان ولس سره دزړه خواله ،شعرونه ادبی  مطالب  اوطنزونه موږ ته راولېږي ، موږ هرڅه په ورين تندی منو اوتر افغان ولس پوري ئې  په پوره امانتداری سره رسوو.

که  غواړي  چې  د ((روزگان))  هره ګڼه  ستاسو پر آدرس  درورسیږی ، هيله مند يو زموږ سره پدغه  پوستي پته  او يا برېښنا ليک تماس ونيسۍ :

پوستي پته :

  Ghamkhor Habibullah
SNÖDROPPS G,7
215 27 Malmö
SWEDEN

برېښڼا پتي :

ghamkhor@hotmail.com
hewadsherzad@gmail.com

داړېکو لپاره تليفونونه :
حبيب الله غمخور : 00 46(0)736 511 569
هيواد شيرزاد : 00 46 (0) 737 143 140