کور / شعر / کاروان

کاروان

د ستر جرس پسې سفر دی رسيدلی نه یم
حرم د مينې ته مې زه ننوتلی نه يم


غوټۍ مې مړاوې کړلې منی زه تازه ولاړ يم
سختو جړيو توپانو کې رژيدلی نه یم


زه د ضدينو په جګړه کې تکامل کومه
ارمان مې ځوان دی له ځوانۍ لا رالويدلی نه يم


خير که رقيب راپورې خاندي تومتونه وايي
زه مې د مينې له تومت نه تښتيدلی نه يم


په برکت د محبت او د جانان په نامه
زه د وختونو په څچيړو ژړيدلی نه يم


دُ ر او مرجان به يو وخت هار کړمه د ښکلي دلبر
زه له سکروټو او ايرو لا پاڅيدلی نه يم


سر په بيابيان لکه مجنون ليلا ليلا وايمه
لا دې په لاره د درتللو رالويدلی نه يم


دا مې په ياد د مينې واخله ای پښتونه اشنا
تل دې د غم سره لوبيږم ځوريدلی نه يم


شپه سبا کيږي خدمتګاره کاروان پاڅوه نور
زه يې کرۍ شپه له يادونه خوبيدلی نه يم