" /> " /> " /> " /> جنرال پترس د نوي تاکتيک سره په کابل کښي دئ   – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / جنرال پترس د نوي تاکتيک سره په کابل کښي دئ  

جنرال پترس د نوي تاکتيک سره په کابل کښي دئ  

د جنرال پترس نوی تاکتيک : خپل پخپل سره جنګولد اسوسیټیډ پریس د خبر له مخی د امریکا لوی درستیز جنرال ډیویډ پترس د اسلام آباد څخه تر خپل دوه ورځني سفر وروسته نن کابل ته ورسېد او غواړی چی هلته د امریکا جنګی پلان و ارزوی . دﺉ به د افغانی مشرانو او امریکایی افسرانو سره وګوری . جنرال پترس پنځه ورځی مخکی ( د اکتوبر پر ۳۱مه ) د امریکا لوی درستیز سو او د عراق د جنګ د لږښت او کامیابۍ اعتبار ده ته ورکول کیږی . دﺉ غواړی چی په افغانستان کی هم د عراق فارمول تطبیق کړی یعنی دا چی قومی مشرانو او قومی ملیشو ته ډېر رول ورکړی او په مجموع کی افغانان د افغانانو سره اخته کړی . د ده دغه تاکتیک همدا اوس د ډيورنډ په پوري غاړه کښي عملأ راپیل سوئ دﺉ .

تبصره نسته

  1. خوگرده یو تر بل بد تر دی او د قرانکریم هغه ایات چی د کفارو په هکله دی وار په وار روشانه کیزی

  2. خوگرده یو تر بل بد تر دی او د قرانکریم هغه ایات چی د کفارو په هکله دی وار په وار روشانه کیزی چی وای کفار ستاسو هیسکله نه دوستان کیزی

  3. په دي كي شك نشته چي د اسلام دښمنان به داسلام په ضد خپل ټول تكتيكونه په كار اچوي او اچولي يي دي نو ټولو مسلمانا نو ته په كارده چي دداسي تكتيكون ښكار نشي او خپله ديني او اسلا مي وجيبه پرځاي كړي او في سبيل الله جهاد وكړي او بيدار وه اوسي چي كفار يي استعمال نكړي .

  4. وايي ((كامه ورانه سوه او بېړاګان لا نه دي خبر))
    د سړې جګړې پر مهال چې د افغان جګړې او جهاد ګټه امريكې ته ورسېده او د دغه جهاد له بركته د امريكې له مخې د هغه لوى غليم شوروي اتحاد هيسته شو او امريكه د نړۍ بې رقيبه امپراطوره شوه او دا وار يې په خپلو دوستانو يانې افغان مجاهدينو او طالبانو هم ورودانګل او دغو امريكايانو ته چې افغانانو او پاكستانيانو په خپل لاس خپل منځي معضلو ته رابللي وو او د خوش باورۍ له مخې د سرسخت او صميمي دوست او ان ورور په سترګه ورته كتل كېدل او په بې مهاره ډول د مداخلې صلاحيت ورته وركړ شوى وو، په لومړنۍ جګړه كې درې مليونه افغانان يې د خپلو موخو له پاره قرباني كړل او اوس دا دى د منځنۍ اسيا د تېلو له پاره يې 40 زره نور هم وژلي او معلومه نه ده چې نور به څومره وژني. دغه ټول افغانان په سلو كې اتيا يې خپله د افغانانو په لاس وژل شوي او پاتې نور يې د شورويانو، عربانو، پاكستانيانو، چيچنايانو، ايرانيانو ، امريكايانو، انګليسانو او نورو په لاس وژل شوي. هغه جګړه چې موږ پرې باور درلود چې د اسلامي ايډيالوژۍ د پياوړتيا او د اسلامي دولت د جوړولو له پاره افغانانو پر مخ بيوله، هغه دى د نوموړي جهاد د عروج او كاميابۍ وروسته بيا هم د كوم اسلامي دولت او د اسلامي پياوړې ايډيالوژۍ څرك په هېواد كې ونه ليدل شو او لكه څنګه چې روان جهاد بيا هم په امريكايي باروتو روان جهاد دى نو په ډاډ سره ويلى شو چې د دې جهاد لاسته راوړنه به بيا هم امريكايي وي. افغانان خو له پخوا راهيسې په خپلو منځو كې همدغو يهودو او نصرانيانو اچولي وو، خو دا چې موږ پر ځانه نه اخيسته هغه بېله خبره ده. همدا اوس په كندهار، كندز، ننګرهار ، خوست او …كې ايا د پښتون په لاس پښتون نه وژل كيږي. د ملي اردو، ملي پوليسو او طالبانو تر عنوانونو لاندې د پښتون وژنه روانه نه ده، په ميوند ولسوالۍ كې لغمانيان ونه وژل شول او له سبا څخه دا اندېښنه نشته چې په لغمان كې به ميونديان ووژل شي. د پښتون په لاس پښتون وژنه د يوه امريكايي پلان او د يوې طالبي او مذهبي سناريو له مخې دا دېرش كاله وشول چې روانه ده او لا هم يو شمېر كسان د دغې سناريو د تبليغاتو تر اغېز لاندې هيپنوتيز شوي، لا هم دغه لوبو ته د تقدس په سترګه ګوري، كه څه هم له تقدس څخه يې انكار نه شي كېداى خو كه د لوبې جلو په داوړه غاړو كې د بهرنيو جاسوسانو او نوكرانو په لاس كې وي، نو پايله يې لكه د لومړي جهاد د پايلې په شان ده نه اسلام او نه مسلمانانو ته په كې كومه نصيبه شته او هېواد او ولس ته په كې كوم خير.

  5. ځما خوږو هيوادوالو !
    زمونږ په هيواد کښی هر کارچه کيږی نوټول دپښتون قوم پر ضد باندی هغه دسېسه ده کومه چه انګرېزانو د روسانو سره په ېوه مشوره جوړه کړی ده . او هغوی دخپلی ننګېنی ماتی دغچ اخېستولوکوښښونه په کښی کوی . زه خپله هېڅ کومی نوی ستراتېژ ۍ ته خوښمن نه يم تر هغی چه پښتنو سره د خپلی دښمنې ته دپای ټکی کښي نښودل شی .ستاسو ورور عزيز

  6. da janral aslan de dwar khuaw pokhtano sara dukhmani lari ao de talib de teengi nadee

  7. پس له سلامونونه ټولو لوستونکو ته،هیله خو دا ده چه افغانان او خصوصا پښتانه دی د خدای دپاره ځانونه راویښ کړی او د دی شیطانی پلان نه دی ځان وژغوری دا دقومونو نه بلکه دی ټولو افغانانو تباهی ده.دا قومی ملیشی نه بلکه پښتون دی پښتون په ضد جنګول دی.نو هر پښتون چه دا کار کوی زما په اند به دا یو ډیر لوی خیانت وی.وسلام