کور / تازه خبرونه / د بن لادن زوی د هسپانیې څخه سیاسی پناه غواړي

د بن لادن زوی د هسپانیې څخه سیاسی پناه غواړي

رویټر د مادرید څخه خبر ورکوي چی د اسامه بن لادن زوی ۲۸ کلن عمر بن لادن د هسپانیې څخه سیاسی پناه غوښتې ده . دﺉ چی د خپلی ۵۲ کلنی مېرمن ( زینا السباح ) سره چی پخوانی نوم یې جېنی فیلیکس براون دﺉ ، د قاهرې څخه مراکش ته د تګ پر لار د مادرید په هوایی ډګر کی پاته سوی او سیاسی پناه یې غوښتې ده . د ده پاسپورټ د سعودی عربستان دی . دﺉ پخوا د پلار سره په سوډان او بیا تر کال ۲۰۰۰ پوری په افغانستان کی و . ده مخکی د انګلستان څخه پناه غوښتې وه خو هغوی رد کړې وه . د هسپانیې داخله وزیر الفرډو پریز روبالکوبا وویل چی په ۷۲ ساعتو کی به موږ خپل تصمیم ونیسو چی عمر بن لادن او د ده مېرمني ته سیاسی پناه ورکړو که یا .