امریکایانو په کابل کی یو ملکی نفر وواژه
رویټر د کابل څخه خبر ورکوي چی یو ملکی افغان په کابل کی وغوښته چی پر یو امریکایی باندی تېل و شیندی او اور ور واچوی چی دا مهال د یو بل امریکایی سترګی پر ولګېدې او سمدلاسه یې وویشت او ځای پر ځای یې ووژﺉ . خبر وایی چی لومړني امریکایی اور واخیست او ژر یې د امریکایانو روغتون ته یووړ . پرون د کندهار په میوند کی هم کوچنیانو پر یوې بهرنۍ پوځی باندی عینأ تېل پاشلي وو او هغه یې سوځولې او وژلې وه . ویل کیږی چی دا د بهرنیو پوځونو څخه د افغانانو د خپګان ښکارندویی کوی او دا یوه نوې ډول مبارزه ده .