دا راډیو قبرستان دئ!!
په توره شپه د تور ځنګله په هدیره کې شلو اسکلټونو چې سپین څیري پیري ،ریتي پيتي کفنونه يې اغوستې وه او زنې يې په ململ تړلي وي او دسترګو له کوغالو څخه يې روښنايي راوتله ، شمعي په لاس درییس په ډز ویاند راچورلیدل او هغه ته يې هدیرې ته د ښه راغلاست کورس وایه
ډز ویاند لاندې پروت او له ویرې لکه دپاکستان برق چې نیولی وي رېږدېدئ.
ویاند لوند خېښت وو اود سر وېښتان يې لکه ځوزان جګ جګ ولاړ وه
یو کړوپ اسکلیټ چې د ژامې يې کړپی ووهغه ته نژدې شو او هغه ته یې ویل :
موږ ته رښتیا رښتیا خبرونه ووایه !
دویاند زبون تړل شوی وو په خوله کې یې د غاښونو کړپی ووپه ژولوخبرويې وویل: ما په ژوند رښتیا نه دي ویلي څنګه رښتیا ووایم!
ویاند اریان پاته وو چې په څه بلاو پېښ شوی دی چې رښتیا غواړي
یو بل پر نارې کړل:
موږ ته د ژوندو مړو خبرونه ووایه !
په داسې حال کې چې د ویاند زړه لکه ډهل دربېدی ورو یې یو اسکلیټ ته وویل وروره! په تاسو کې خو کوم مخبیر نشته؟
اسکلیټونو یو بل ته په شکمنو سترګو وکتل بیايې ویاند ته وویل: ښه ته موږ هم په جنګ اچوې؟
ویاند ورته وویل:نه، نه خدای دي نه کوي په ژوندو کې خو دوه نه پيدا کیږي چې یوه ترانه ووایي تاسو شکر شل تنه یوه ترانه لولې اوښه اتفاق لرئ.
یو اسکلیټ چې هلته یوازې او ګوښی ناست وو یو غوږکۍ يې په غوږ کې وه او غړۍ يې وهله را ولاړ شو هغه ډیر خشک وو ویاندته يې په ډیره امرانه وینګ و ویل : ژر کوه خبرونه ووایه موږ ډیر بیکاره وخت نه لرو!
ویاند له ځان سره وویل : اوس خبرونه ډومره مهم شوی دی ان مړی د خبرو په هیله راوتلي او غواړي خبرونه واروي.
رښتیا هم د هغو ګناه نه ده ژوندي لا نه پوهیږي واده دي خو په چا واده دي نو مړي باید ځان پوه کړي
هغوی ټوله غوږ غوږ وه
یو کرار خپلې د تیرې ګوتې هډوکی ویاند ته وروړ هغه له مځکې یو قد پورته وغورځید او چغه یې کړه
هغو په یوه سلا ورته وویل : بسم الله
ویاند ددې لپاره چې ژوندی پاته شي یو لرګی يې خولې ته ونیو ی ځکه بې میکروفون یې خبرې نه شوای کولې
ويي ویل :دا رادیو قبرستان دی!
ټولو چکچي وکړې
د مړو لپاره د خبرونو لنډیز
ښاغلي مړي باید ځانو ته نور قبرونه په کرایه ونیسي
مړو ته بیا هم په دې ټاکنو کې د رایي ورکولو کارتونه ورکول کیږی ان کولای شی ځانونه کاندید کړې
د خبرونو تفسیر
د قبروټولې مځکې د زورورو لخوا قبضه شوی نو زاړه مړي باید له ښاره لیری نوی قبرونه په کرایه ونیسي یا قبضه کوونکی ته میلمستیا ورکړي
یو اسکلیټ را ولاړ شو او ویاند يې یوه کله چپیړه وواهه
یو ګړی چوپه چوپتیا وه چا ونه خندل ځکه مړي په چپلاغه نه خاندی او که وخاندی وايي کفنونه څيري وي .هغه وویل: اوس دتجارتي اعلانو وخت دی
یو ه په خپل نري ږغ نارې کړل:
که غواړئ له لوږې، بی کورې ، تیري باابي او غم څخه خلاص شي موږ ته پناه راوړئ دلته تر ټولې دنیا ارزانې ، فراونې او امنیت دی
په دې تجارتي ولولو کې د هغه دلاس هډوکي ولوییدل هغه
په داسې حال کې چې د لاس لویدلی هډوکي يې یود بل سره په ناړو مښلول ویاند ته وویل :ادامه ورکړه
ویاند بیاغاړه تازه کړه اوپه ريږديدلي ږغ يې زیاته کړه : د خبرونو پاته برخه:
د ټاکنو لپاره کار روان دی
یو نارې کړل : دا پریږده !ووایه د امریکا ټاکڼې څوک وړي ؟
ویاند له ځان سره وویل: څه کوي ظالیمان انتر نیشنل خبرونه غواړي.
ویاند ورته وویل: د امریکا ټاکڼې پر تاسو څه اغیزه کوي؟
هغه په ډیره فیلوسفانه ډول ورته وویل: ای ساده موږ دلته دمځکې لاندی منظم پلان لرو دا ټاکنې زموږ په نفوس ډیر اغیزه لري موږ باید پوه شو زموږ دنفوس د زیاتوالی فیصدی څومره زیاتیږی باید د هغو د ځای غم وخورو
یو بل خشک اسکلیټ راغی ویاند يې د غاړی ونیوی او په کښ کښ کې يې هغه ته ویل: ته د مځکې لاندې راشه رښتیا وګوره ! دلته کار د اهل کار ته سپارل شوی دی لکه ستاسو غوندې په سترګو کې خاوره نه اچول کیږي هلته داسې نه ده چې بد کارونه یو کوي قسمونه يې ویاند اخلي دلته هر یو په خپلو پښو ځړیږي ته راځه د درواغجنو واټ وګوره!
ویاند همدا نارې وهلې : زه ستاسو ټوله خبرې منم زه به یو کمیسیون درواستوم چې هغه وګوري
خو هغو دی خپله دیو خالي قبر خواته کشوی. ویاند بهر ته زورو نه وهل وویل يې :بیا درواغ نه وایم توبه مې ده بیا درواغ نه وایم، په خدای قسم نور درواغ نه وایم
په همدې ټېلماټېل کې هغه یو قبر ته ولوید چې سترګې یې پرانیستې هلته توره دربه وه په سترګو يې څه نه ښکاریده
پښتو ته يې یو شمع په لاس ودرید او هغه ته يې وویل:
څه کوې؟
ده له ځان سره فکر وکړ دلته خو درواغ بیخي نه چلیږي هرومرو مې یو ګرز وهي
نوپه غوړه مالي يې وویل: سلام ښاغلی محترم انکر صیب له لیدو دی خوشاله یم
زه شاه مامد د خدای بنده د رسول امت د رییس ډز ویاند….
هغه په خندا ورته وویل :
بس بس زه پوهیږم څوک يې؟
هغه خوشاله شو چې ښه خوښ طبع انکر يې کیس مخي ته بیايي هرومرو به جنت وګټي
یولاس راغی دهغه سر یې پورته کړ یوه ښځینه خندا یې تر غوږ شوه
هغه په شکر ایستلو شو او له ځان سره يې ویل لکه چې د جنت کړکۍ راته خلاصه شوې ده ؛ ژر يې لاس په وېښتانو تیر کړ
ښځې په خندا ورته ویل : جان اغا له چپرکته راولویدې خوب دي لیدئ؟
ویاند چې سترګې ښه خلاصي کړی میرمن يې شمع په لاس پښوته ولاړه وه
ویاندسترګې وموښلې په توبه توبه ویلو یې شمع د میرمني له لاسه حمله اودلمپلځي په لوړي يې منډه کړه.