اوباما د امريکا ۴۴ م ولسمشر شو 
27
د امريکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ډيموکراټ بارک اوباما تر دا مهاله د شميرل شويو رايوو څخه د۳۳۸ رايو په ګټلو سره ريپبليکن سيال جان مکين ته ماتې ورکړه. مکين ۱۵۶ رايي وګټلي.
د ولسمشر کيدو لپاره ۲۷۰ رايو ته اړتيا وه.
جان مکين اوباما ته په دغه تاريخي سوبه مبارکي ورکړه او وي ويل چې هغه خپله وړتيا وښوده. نوموړي د خپلې کورنۍ او خپلې مرستيالې کانديدې سارا پېلن د سخت کار څخه هم مننه وکړه. نوموړي زياته کړه. ))اوبا زما پخوانې سيال او اوسنی ولسمشر دی.((
د اوباما د کمپاين ويب پاڼې د خپلو ټولو ملاتړو او د امريکايانو څخه مننه کړي او ليکلي يې دي. ))تاسې ثابته کړه چې تغير راتللی شي. مونږ له تاسې مننه کوو.((
دا مهال په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ مخې ته او د بارک اوباما کورني ايالت الينويي ــ شيکاګو کې له ۶۰ زره زيات خلک راغونډ شوي تر څو د اوباما تقرير مخامخ او د سيټيلايټ ټي وي له لارې وګوري.
له بلې خوا ډيموکراټان د لويي جرګې او مشرانو جرګې په ټاکنو کې هم له ريپبليکن وړاندې روان دي.
د اوباما د تقرير او نورو جزياتو په اړه لر او بر ډاټ کام سره اوسئ.