دبریښنا دوزیر بې کفایتۍ او دولسي جرګې اصمیت
که څه هم کابل ښار ولسي جرګې ته ډیرزیات شمیر استازي لیږلي دي، مګر اوس داسې معلومیږي چې داخلک دکابل ښاریانو ریښتنی استازي ندي. ددې علت دادی چې دعادي افغانانو اوپه تیره دکابل ښاریانو اودهغو کسانو دژوند دسطحو ترمنځ ډیر زیات توپیر دی څوک چې ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته داستازیو په توګه ورغلي دي. له همدې امله افغانان پدې باوردي چې دااستازي یې یا خوددوی غږونه نه آوري او یا دڅه کولو وړتیا اوتوان نه لري. له همدې امله اوس افغانان دهرې ستونزې دآوریدلو پرمهال لومړي خپله خوله په دغو استازیو راخلاصوي اوبیا مجبورا دخداي دربارته لاسونه پورته کوي او دوعا کوي چې:
(اې لویه خدایه! نور ملت ددغو کڼو،ړندو،ګونګو اوغلام صفته چارواکو اواستازو څخه خلاص کړي). دکابل ښاریان دنورو عامو او عادي مشکلاتو اوستونزو ترڅنګ له یوې بلې لویې ستونزې سره هم مخ دي او هغه دبریښنا مصیبت دي. کابل ښاریان هره شپه یا په دریو شپو کې دوې شپې مجبوه کیږي چې دبریښنا دوزیر حق ورپه ځای کړي. خو دلته یوه بله خبره هم باید ورزیاته کړم چې دکابل ښاریان دبریښنا دوزیر ترڅنګ په ولسي جرګه هم خپل زړونه تشوي،ځکه دوي هم پدې برخه ګې ګونګیان ، ړانده او کاڼه دي. دولسي جرګې غړو پخپلو خولو داصمیت مهرونه اوقلفونه لګولي دي. دافغانانو بدبختی پدې کې ده چې دولسمشر غوږونه یې ډیر لوي دي خو دملت خبرې نه آوري، دهیواد رسنیو اومطبوعاتو دکمیت له پلوه ډیره وده کړیده خو دکیفیت اودحق دویلو له پلوه بې کاره دي، او دولسي جرګې نوم ډیرښکلي دی مګر په رښتیا ولسي خلک ندی ورغلي. هغه حقیقت چې افغانان اوپه ځانګړي ډول دکابل ښاریان یې له امله په خپلو رایو پښیمانه کړیدي دادی چې دټولو وزیرانو او دولسي جرګې دغړیو کورونو ته د۲۴ ساعته بریښنا فوق العاده امرونه دبریښنا دټوپکي وزیرپه لورینه ورکړل شویدي نو پداسې حال کې به وزیران اودملي شورا غړي دنورو خلکو دستونزو نه څه خبرشي؟!.
که احیانا دولتي لوړپوړي چارواکي دولتي بریښنا ونه لري نو بیا خو دولت دوی ته دکور،میلمه، موټر او نورو ترعنوان لاندې دومره پیسې حواله کړیدي چې شخصي جنراتورونه واخلي او دېته یې پام نشي چې آیا بریښنا شته اوکه نه؟ له همدې امله ده چې وایی : (موړ دوږي له حاله نه خبریږي). باور وکړﺉ چې دیوه افغان په توګه خو اوس له ما لاره ورکه ده چې له چا ګیله اوشکایت وکړو؟ چاته ګیله اوشکایت وکړو؟ اوبالاخره ددې ناورین نه دوتلو لپاره څه وکړو؟ خو بس یو دربار راپاتې دي او له هغه درباره داغواړم چې نور ددې خاورې دپاکو شهیدانو دوینو په برکت شر خوښوونکی، شر جوړوونکي، داړه ماران، وطن او ناموس خرڅوونکي،خاینان، او غلام صفته انسانان له دې خاورې ورک کړي. (آمین یارب اللعلمین).