کور / تازه خبرونه / کرزي له اوباما غوښتنې وکړې

کرزي له اوباما غوښتنې وکړې

افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکې نوي ولسمشر ته د مبارکۍ د ورکولو تر څنگ  له ښاغلي اوباما غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله بيخي کمه کړي . ښاغلي کرزي  له اوباما غوښتنه وکړه چې افغانستان ته خپل سر تيري زيات کړي خو ډير ټينگار يې داوو چې له دغه هيواد بهر دي د ترهگرو اډو ته خپل پام زيات کړي چې دده په باور افغانستان ته وسله وال له بهره راځي . په تيرو څو کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي لويه غوښتنه له نړيوالو همداده چې ترهگر دي دافغانستان له پولو بهر چې موخه يې د پا کستان سرحدي سيمې دي  وځپل شي . ښاغلي کرزي خوښي وښوله چې گواکي له هېواد سره به يې  تور پوستۍ امريکايي ولسمشر د تير په څير خپلو مرستو ته دوام ورکړي . ولسمشر کرزي تمه وکړه چې هېواد به يې د نړيوالو په مرسته خپل پرمختگ ته دوام ورکړي .