حكومتي چارواكي او طالبان يوبل ته د۳۲ تنو د وژلو دعوه كوي

د لراوبر اداره | نوومبر 5th, 2008


تيره ورځ دهلمندولايت دنادعلى ولسوالۍ دلوي باغ اوزرغون كلى په سيمه كى دپوليسولخوا چاڼيز عمليات پيل سوى چى حكومتى چارواكى اووسلوال طالبان يوبل ته ددرنى وژنى دعوه كوى خوځايي خلك خپل لوري ته هم دسراومال دزيان خبره كوى .


دافغانستان دجنوب غرب حوزى دپوليسومشر جنرال غلام على وحدت وويل چى تيره ورځ يي دنادعلى ولسوالۍ دلوي باغ او زرغون كلى په سيمه كى يوازى پوليسوچاڼيز عمليات ترسره كړى نوموړى وويل چى داپه داسى حال كى چاڼيز عمليات شروع سوه كله چى پوليس لادوړاندى ددوى په كمين خبر سوي وه چى   دده په وينا دغو عميلياتو څوساعته په بركى ونيول نوموړى وويل چى دعملياتو په ترځ كى دڅوارلسو وسلوالوطالبانودوژلو ترڅنګ دوي پيكا دوه راكيټ څلوركلاشنكوفه څلور موټر سائيكلان اويوموټر  دپوليسولاس ته ورغلى نوموړى زياته كړه چى په دغه عملياتوكى پوليسوته كوم زيان نه دى اوښتى .


خووسلوال طالبان بيا خپل لوري ته مرګ ژوبل نه منى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالو طالبانو وياندراپيژنى ديونامعلوم ځاي څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دنادعلى په ولسوالۍ كى ددوى ملګرودپوليسوسره دجګړه كړى چى دجګړي په ترځ كى داحمدى په وينا نولس پوليس وژل سوى او دوه رينجر موټران تخريب سوى دى .


په سيمه كى بيا ځايي خلك واي چى دتيري ورځى په جګړه كى دوه تنه ولسۍ وګړى وژل سوى چى يويي دپنځويشتوكلو اوبل ددولسوكلوپه عمر وه دغه خبره په  سيمه كى يوتن قومى مشر چى دنوم ښودولوڅخه يي ډډه كوله وكړه نوموړى وويل چى دجګړى په ترځ كى ديوكس په كوركى درنه ګولى هم ولګيده چى پكى يوزرواته سوه كيلوګرامه پنبه وسوځيدله .


خو جنرال وحدت دولسۍ وګړومرګ ژوبله نه منى .

Copyright Larawbar 2007-2024