کور / کیسه / نوى واده مو مبارك شه …!!

نوى واده مو مبارك شه …!!

څومره يې چې ټاکلې نېټه رانژدې کېدله نو هغومره د دوی اندېښنه هم زياتېدله او دسوچونو مراندو يې لادخيال دکېږدۍ ټينګښت غښتلی کاوه خو د ړومبۍ ورځې ژمنه به ور په زړه کېده، کله چې له الوتکې نه په هوايي ډګر باندې راکوز شول نو له ځانونو سره يې داژمنه وکړه چې په هرقيمت وي بايد ځانونه پرې ومني اوبېرته خپل هېوادته ستانه نه شي،خپل پاته ژوند به همدلته درنګينيو په ښارکې په هوسا او ارامه توګه ترسره کړي،خپلې کورنۍ به هم راوغواړي او له هېوادوالو سره به پخه مخه ښه وکړي خو دنېټې په رارسېدو به يې داندېښنې چاړې دخوشالۍ خيالي مزي ورلنډ کړل اوبيا به يې يو بل ته سره وکتل اودحيا پردو به يې دسترګو ديد ور ړوند کړ خو دمجبورۍ متروکو يو ماشه ييزو وارونو به يې قرض وپور تومنونه سترګو ته لک ودرول او ددوسيې(کېس) دحتمي ګټلو اندېښنه به يې بيا په زړونو کې راوټوکېده،دسترګو په کونجونو کې به يې يوبل ته سره وکتل خو دهيڅ وينا جرات به يې ونشو کړای.هماغسې به يې ناهيلي خپل سرونه په زنګنونو کې ښکته واچول او دخيالي دښتې دپاتې مزل پڼې به يې بيا په پښوکړلې.


 د ګړۍ ستن هم دسهار درارسېدو په هيله خپلې دورې پوره کولې خو د دوی شونډې دشرم پرمهرونو ټاپه شوې وې او دهيڅ ويلو جرات يې نه کاوه ،لږه شېبه وروسته برېښنا بنده شوه او دوی هم په يو کټ کې سره څملاستل سهار له لمر ختلو سره سم په بيړه پاڅېدل،خپل ځانونه يې تيارکړل او دعدالت په لور وخوځېدل. دعدالت ماڼۍ دوی ته له ورکړل شوي کور  څخه لويدځ لورته په درې کيلو مټري کې پرته وه په لاره کې ډېر دتفرۍ او چکر وهلو ځايونه او په نوي موډ جوړ شوي کورونه پراته دي چې دکتونکي سترګې پرې خوږېږي. ددوی دلته  دپاتې کېدو هوس به هم ددغو ټولو او داسې نورو ورته ښکليو ځايونوپه ليدلو زياتېده خو دطبي کتنو دټکي په رارسېدو به يې په زړه کې ټکه وشوه خو بيا به  دخپل وکيل لخوا په ورکړل شوي ډاډ باندې باوري شول او پخپل بيګاني کړي کار به يې دپښېمانۍ په نسبت درضامندۍ توله درنده شوه،دعدالت ماڼۍ ته له رسېدو سره سم ورننوتل او له خپل وکيل سره يې بيا هم وکتل. هغه هم ډاډ ورکړ او د دوی زړونه هم سره راټول شول. د دوی دوسيه درېيم نوبت کې وه دوخت په تېرېدو سره دخلکو ګڼه ګوڼه هم زياتېدله. پوره لس بجې وې چې د دوی دوسيه اعلان شوه، د دوی وکيل د دوی لخوا د دوسيې په لومړي وخت کې دويل شويو دلائيلو ترڅنګ داخبره هم زياته کړه:


(( زموږ ټولنه يوه پرمختللې ټولنه ده،دهرچا دغوښتنو خيال په کې ساتل کېږي،د دوی په ټولنه کې دغه کار يو جرم ګڼل کېږي او ددې جرم مرتکبين دمرګ مستحق دي خو دلته هرڅوک کولای شي هرجنس له مقابل جنس سره واده وکړي نو موږ بايد دبشردوستۍ له مخې دغه دوه ځوانان له مرګه وژغورو او په خپل هېوادکې ورته د پاته کېدو حق ورکړو)) دوکيل له خبرو وروسته دعدالت مشر جج هم داخبره ورسره ومنله خو د دواړو دطبي کتنو خبره يې پرې لازمي وګرځوله ، دوی هم ځوړندسرونه له خپلو چوکيو څخه پداسې حال جګ شول چې دټولو خلکو سترګې د دوی په لور ورکږې وې خو د دوی په سترګو کې دهوس خيالي توتکيو ځالې کړې وې او نېغ دکتنځي پرلور ور روان ول. په کتنځي کې دوی ډاکټر ځانګړې خونې ته ورننباسل له ډېرو کتنو وروسته يې د دوی وکيل ته دپايلې داعلانولو لپاره سباته دبيا راتګ وينا وکړه سباپه همدغه وخت  د دوی دکتنو پايله دټولو په وړاندې اعلان شوه چې د دوی وکيل ورته دکتنو دپايلې د ورقو د ورکولو په وخت کې په غريو نيولي غږ وويل: ((نوی واده مو مبارک شه! خو دوسيه مو ناکامه شوه)) چې بيا يې له مټو څخه نيولي په الوتکه کې کېنول او دخپل هېوادپرلور وخوځېدل خو يو بل ته يې نه کتل.