کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د متحده اېالاتو نوي ولسمشر بارک اوباما ته دهغه دبرياليتوب په وياړه ېو څو خبرې

د متحده اېالاتو نوي ولسمشر بارک اوباما ته دهغه دبرياليتوب په وياړه ېو څو خبرې

ښاغليه —  تاسې ته معلومه ده چې (٣٠) کاله  په افغانسان کې جنګ دې که دقيقه سروې ېې وشي د ېو ميلون نه زيات افغانان شهيدان شوي دي که بې لاسو او بې پښو نيمه ژوندي انسانا ن او هغوې چې وطن ېې پرېښې او په پردي هيواد او په پردې واکمنې کې د تانې شپې ورځې تېروي ورسره جمعه شي شماره ېې پنځه برابره زياتيږي ٠

تاسې ته دا پته هم شته چې ددی جنګ د پاره  په پاکستان کې بنسټپاله مذهبي ډلې روزل کېدلې او دنظامي تعليم وتربيه نه ورسته په  ړندو مزاېلو او سټنګر راکټونوسره دپولې نه دېخوا راوښتل او دافغانانو کورونه به ېې په ړندو مزاېلو ويشتل او بې ګناه انسانان به ېې خپلو کورونو کې په خواګه خوب ويده شهيدانول ،هغه وخت دملا محمد عمر او اسامه بن لادن نه نيولې د رباني او صېاف  پورې ،د احمدشاه مسعود نه نيولې تر مجددي او ګلبدين پورې ټول د اسلام د لارې پتنګان وه نه چا اقاعده پېژانده او نه چېری ترهګر چا پېژندل د سره ټول مجاهيدن وه جهاد ېې کاوه د  يولسم دسپټمبر  ٢٠٠١  کال نه وروسته کله چې په امريکا کې نړېوا ل تجارتي منارونه والوتل او څه کم  ٣٠٠٠  ژوندي انسانان په کې وسوځېدل ددې وحشي او غېرې انساني عمل نه وروسته هر څه چپه شول ،اسامه بن لادن د القاعدې مشر ،ملا محمد عمر طالب او ګلبدين حکمت ېار د(اې اس اې ) جاسوس ا و قاتل راوخوت ٠ افغانانو هغه وخت او همدا  اوس وائي  چا چې د پردو په وسلو او پېسو خپل افغانان وژلي او بې کوره کړي دي او  اوس هم  بې ګناه خلک وژني ، سرونه ترې غوڅوي ترهګر ،قاتلان،دافغانانو او د اسلام دمقدس دين دشمنان دي دا که ملامحمدعمر وي او که اسامه بن لادن ،رباني وي او که ګلبدين او که دسياسي ګوندونو او مذهبي  ډلومشران ټول مجرمين دي مجرم باېد محاکمه شي او جزا وويني٠

دا خو به دې له ياده نه وي وتلي چې بوش د سپټمبر د حا دثې د پېغام په ترڅ کې ټولې نړې ته ووېل چه مونږ کوټلي اسناد او شواهد لرو چې په امريکا کې دتجارتي منارونو د الوزولو سازمان ورکونکې او تنظيم کوونکې اسامه بن لادن دی چې  دا مهال په افغانستان کې د طالبانو دمشر ملا محمد عمر سره په خواکې ناست او مشورې ورکي ونيول شي او په جزا ورسيږي٠همدا وه چې د ٢٠٠١  کال د اکتوبر په  ٧/٨ د اسامه بن لادن او ملامحمد عمر د نيولو په بهانه په افغانستان بمبار شروع شوو او د طالبانو واکمني ړنګه شوه خو نه چا اسامه بن لادن ونيوه او نه چا ملا محمد عمر ته څه ووېل دواړ ه په ډېر عزت  روغ رمټ د کورنېو سره پاکستان ته واوښتل او د سپټمبر دغچ اخسلو په بدل کې مو په زرګونو بې ګناه افغانان د اسامه او ملا عمر دسر قرباني کړل٠

 دا خو به مو به ېادوي کله چې مو کرزې صاحب راوست او واکمن شوو دا مو ورته ووېل چې ټوپکسالاري به ختموي اوچاچې خلک وژلي او مجرمن دي سزا به ورکوي او بوش ووېل ((د امنيت،مثونيت په څنګ کې به دخلکو دژوند شراېت برابروي او په ډېر نژدې کلونو کې به د بشري حقونو په رعاېت سره ددموکراسې په اوسولو ولاړه ټولنه،ودان،اباد ،ځواکمن افغانستان به په پښو ودروي))٠

کرزي صاحب خو د اوو کالو نه وروسته دخپلو ورکړلشو وعدو په هکله ووېل ((جنګسالاران او مجرمين نه شته مونږ ټول مجاهدين يو جهاد مو کړې دی))،او ښاغلي بوش د خپلو وعدو سره سم دولسمشرې او پارالماني ټولټاکونوپه ترڅ کې د ډموکراسې په اوسولو ولاړ يوه داسې ټولنه راجوړه کړه چې نه ترې غل پاتې شو نه ترې قاطل او نه ترې جنګي جناېتکاران ،ټول ېې سره راغونډ اوپه حکوت او پارالمان کې سره ځاې په ځاې کړل او بياېې په قانون کې ورته ماده ورزياته کړه چا چې څوک وژلي دي چا چې څوک ژوندي په خاورو ښخ کړي دي څوک ورته د جزا ورکولو حق نه لري ،امنيت او مثونيت خو وينې چې حالات د يوې ورځې نه بلې ته په خرابېدو دي،ځوانمرګي بريدونه ،د ناټو په وسلوالو ځواکونو وسلوال منظم بريدونه په زياتېدو دي،او د مرګ ژوبلې ګراف ورسره هم پورته تللې دی او نړېوال څواکونه اوس دا مني او وايي چې دافغانستان مسله په جنګ نه حل کيږي د حل سياسي لاره ولټول شي ،په دې هکله په افغانستان کې دبرتانې دلښکرو پخوانې مشر  بريګارد جنرال ( سميت  مارک  کارلېټن )(د طالبانو سره جنګ هغه څه بولي چې دګټلو توان ېې ورسره نه ويني)او همدا راز دجرمني بريد جنرال (دامروس  لاتر  هانس )د ناټو او نړېولې سوله ساتونکو ايساف مشر واېي (دا به زمونږ ساده ګي وي که دطالبانو دماتولو فکر په سر کې ولري )په ملګرو ملتونو کې ځانګړې استازې (کاپي  ايډ)واېي(که نړېوال غواړي چې په دې هيواد کې سوله اوسياسي ثبات راشي (دنورو ښکېلو غاړوسره جوړ جارې وشي)او ولسمشر حامدکرزې وايي (سوله زمونږ دوخت غوښتنه ده)خو په امريکا کې نظامي چار واکي بيا د ملا عمر سره د خبرو مخالف دي هغوې وايي ملا عمر ډېر امريکاېان وژلي او اسامه ته ېې پناه ورکړې وه ٠

داخو منې چې دملا عمرنيول تاسې ته کومه ستونزه نه ده ځکه کله چې مو دزړه وه صدام حسېن موپه مېاشت نيمه کې دننه را وپرځاوه په کال نيم کې مو راپېداکړه سره دخپلو خپلوانو مو پانسې ته وتاړه او ملاعمر چې دلته په پاکستان اوافغانستان کې دې نه شې نيولاې داخو وېلاې شې چې داوس مهال دناټود(٤٠)هيوادونووسلالو ځواکونو سره داجنګ څوک مخې ته بيايي ملاعمر خو اوه کاله مخکې دسياست له صحنې وتلاې وه دا راژوندې چا او څنګه په پښو ودرېده څنګه اوچا منظم کړه څوک پېسې او وسلې ورکوي اودامرستې ورته له کومه او څنګه ورسيږي داکوم ساده اواسان کار نه دې که څوک وغواړي وېنيسي اوجزا ورکړي حتما ځاې ځاېګې معلوم دې ،دا خبره مې په دې خاطر درته وکړه چې داسې فکر ونه کړې چې افغانستان دعلم او پوهې پاتې هيواد دې  هر څه چې تاسې واېې او غواړې سم دي باېد ومنل شي خو په دې باور وکړې چې هر څومره دعلم او پوهې پاتې وي اواوسي بيا هم خپل دوست ودشمن، ښه او بد پېژني ٠

دادې بيا په افغانستان کې دوالسمشرې ټولټاکنو نېټه په رانژدې کېدو ده که په رېښتيا غواړې د افغانانو زړونه خپل کړې او دوستي ورسره وکړې لاندې څو ټکي واوری ٠

اول – پرېږدې چې افغانان دخپل سرنوشت دټاکلو له پاره پخپله خوښه ځانته داسې ولسمشر وټاکي چې هم ېې ملت ترشاه ولاړ وي اوهم دهيواد ګټې وساتلې شي،که تاسې هرڅوک ورته واکمن کړې او هرڅومره پوه اوعالم هم وي يواځې دضعيف النفسه افغانانودملاتړه مه واره چې پېسې اوچوکۍ ېې خوښېږي نور ټول ملت ته دمنلو نه دې،ځکه په دی هيواد کې دبل دمټو په زور واکمنانانو له لاسه داهيواد زخمي زخمي دی چې پرهارونه ېې لاهمه غسې ناسور ه پاتې دي ،ګوری انګرېزانو راته واکمن وټاکه په بدل کې ېې رانه خېبر اوکوټه واخيسته، روسانو ولسمشر راته راوست وطن ېې راته په تاجک،پښتون ،هزاره او وزبک وويشه،تاسو کرزی راوست هيوادېې راته په ېوداسې وهشي ځنګل بدل کړه چه نه پکې دچا ژوند تظمين دې اونه پکې دچا مال او ناموس اونه ېې راتلونکې روښانه ده٠

دوهم – که تاسې دافغانستان په وړاندې خپلې ستراتېژې کې بدلو رانه ولې دسولې او خبرو په ځاې په جنګ تکيه وکړې اوددې هيوادددشمنانولاسونه ورغوڅ نه کړې ،څنګه چې تاسې غوښتل روسانو ته افغانستان وتنام جوړ کړې اوبدل ترې واخلې ،خپله به داسې ستونزواو پرابلمونو سره لاس او ګرېوان وې چې وتنام به مو له ياده وځي سراوتندې به ټکوې وخت به تېر وي٠

تبصره نسته

  1. ليكنه دي ديره شايسته ليكنه وه خو ارمان جي خوند يي نه وه , زكه جي د مضمون د ليكلو به قوانينو نه بوهيزي هر جا ته مو به خبل مضمون كي لاس نيولي دي د اسامه او حكمتيار نوم مو به كوم انداز كي بيان كري اول تر تولو د مخه اودس وكره بيا د حكمتيار او اسامه نوم اخله
    هسي دي به دي ليكني وخت ضايع كري
    معلومات دي هم كمزوري دي اول معلومات زيات كره او بيا مضمون ليكه
    زما به خبرو خفه نه شي.
    والسلام
    ش م و د اسلام اباد نريوال بوهنتون محصل