کور / علمي / د بروس ريچارډسن د کتاب کره کتنه

د بروس ريچارډسن د کتاب کره کتنه

د افغانستان د تاريخ او سياسي تحولاتو د پياوړى محقق او مبصر، د انگيسي ژبي تکړه ليکوال او ژورناليسټ، او د افغانانو د رشتين دوست او ملگري، ښاغلي بروس ريچارډسن، نوى کتاب “افغانستان: حقيقت لپاره لټون” تر عنوان لاندي په کال ٢٠٠٨ کي په ٤٨٣ مخونو کي خپور سو. ليکوال د خپل کتاب په سر کي ليکي: دا کتاب په کال ١٩٨٥ کي هغه وخت پيل سو چي په پاکستان کي د شوروي سفير يو لړ خارجي خبريالان ور وغوښتل او ور ته وې ويل که چيري تاسي افغانستان ته د ټروريسټانو (مجاهدينو) سره يو ځاى داخل سئ، تاسي به په اصطلاح د مجاهدينو په شان ووژل سئ. زموږ او زموږ د افغاني دوستانو عسکر به ستاسو سره هغه چال چلند وکي چي د ياغيانو سره يې کوي. (٧ مخ) د شورويانو د تجاوز او اشغال په زمانه کي، بروس ريچارډسن څو ځله په پټه او د افغان مجاهدينو سره په گډه په افغانستان کي دننه اوږده، تلپاته، او يادگاري سفرونه کړي دي. د هغه ملک په تاريخ، کلتور، قومونو، سياست، او روانو تحولاتو کي يې ژوري څېړني کړي دي.  هغه د خپل عمر ډېره برخه د افغاني جامعې په پېژندلو او کشفولو کي تېره کړېده. د افغانستان په باب يې د امريکا په مشهورو  مجلو  او ورځپاڼو  لکه نيويارک ټايمز، نيوز ويک، وال سټريټ ژورنال، واشنگټن پوسټ، شيکاگو ټريبيون او نورو مجلو او جريدو کي د افغانستان د وضعي په باب مهم رپوټونه او مقالې خپرې کړي دي.  د هغه بل ځانگړى خصوصيت دا دى چي د افغانستان دننه او بهر د ډېرو افغانانو سره اړيکي او کلتوري همکارۍ لري. بروس ريچارډسن د افغان امېريکن په ټولنه کي خورا زيات منور او صادق افغانان پېژني او د هغوى سره تماس او علمي راکړه  ورکړه لري.  د ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد د ژباړو او فرهنگي کوښښونو له برکته د بروس ريچارډسن  زياتره ليکني په پښتو ترجمه سوي دي، او  په افغاني مطبوعاتو لکه افغان رساله، آيينه افغانستان، بېنوا، دعوت، هېواد، او سباوون کي خپرې سوي دي.  ښاغلى ريچارډسن د باسټون په ښکلي ښار کي د خپلي مېرمني سره ژوند کوي. د بروس ريچارډسن بل کتاب “افغانستان او د شوروي د ټروريزم خاتمه” په نامه يادېږي. 


د ښاغلي بروس ريچارډسن د کتاب يوه مهمه او محوري موضوع د افغانستان په اوسني تاريخ کي د احمد شاه مسعود او د هغه د ډلي ناروا نقش، ورانونکي سازشونه، او پټي او خطرناکه دسيسې دي.  هغه ليکي: د ١٩٨٠ په لمړيو مياشتو کي، شورويانو او مسعود موافقه او اوربند سره لاسليک کړ. ددغه ناروا تړون اساسي هدف دا وو چي مسعود به د سالنگ لاره د روسي کاروانونو لپاره امنه ساتي، او په مقابل کي به شورويان د هغه سره مالي مرستي کوي، او هم به هغه مجاهدين بمباري کوي کوم چي د مسعود رقيبان او سيالان دي. ښاغلي ريچارډسن ليکي: سي اې ې او خارجه وزارت د ١٩٨٠ په کلونو کي د شورويانو او مسعود په معاملو خبر وه، خو  سي اې ې بيا هم د  هغه سره مالي مرستي کولې. ليکوال د شورويانو او مسعود پر پټو اړيکو باندي ډېر زيات ټينگار کوي.  هغه له اول لاس اسنادو، سری استخباراتي رپوټونو، او کتابونو څخه معلومات راغونډوي.  د مسعود او شورويانو تر مینځ د قرار دادونو څرک لگوي. روسان  دسالنگ امنیت غواړي، او مسعود غواړي چي د روسانو د بمباريو په زور خپل قدرت نور هم پراخ کړي.  له روسانو څخه نقدي روپۍ تر لاسه کړي.  له همدې چېنل څخه دکابل د حکومت سره ارتباط ټينگ کړي. خپله قوه د کورنیو او ورانکونو جگړو لپاره وساتی.  احمد شاه مسعود د دريمي نړۍ ټپيکل جنگسالار او د مسلحو ملیشاوو لیډر وو. هغه د هر چا سره معامله کوله.   مسعود  د مجاهد، کمونيسټ، خاديست، امريکايي، پاکستاني، ايراني، هندي، فرانسوي، او تور او سپین سره معاملې ته چمتو وو.  هغه هم د کې جې بې څخه پيسې اخيستې، او هم يې له سي اې ې څخه ډالرجېب ته کول. مسعود او  ټول “پنجشيري مافيا”  په خارج کي بانکي حسابونه لري. (٢٥مخ) ليکوال وايي: مسعود د شورويانو يو صادق او مطمين ملگرى وو.  همدا وجه وه چي کله طالبانو مسعود ته په کابل کي ماتي ورکړه او مسعود د پنجشير په غرونو، تونلونو، او سمڅو کي له ډاره پټ سو.  د مسعود مرکز  د تاجکستان د کولاب ښار وو. مسعود تر پايه پوري د روسانو سره ډېر نژدې پاتي سو. د شمال د ايتلاف لويه ملي کمزوري همدا روسى او ايرانى کنکشن دى. 

ځار شم د ليډر تر کولمو خېټه يې د ښکلولو ده _  چا مهار چا اوښ وخوړ، او ده واړه کاروان وخوړ (غني)


د مسعود، پرچميانو، او نورو قومي مليشاوو ايتلاف پخپل ذات او بنسټ کي يو افغاني ضد اتحاد وو.  په کال ١٩٩٢کي، مسعود د ملگرو ملتونو د سولي سياسي تجويز او پلان خراب کى؛ په زور او دسيسه يې کابل ونيو؛ او تباه کونکي کورني جنگونو ته يې لاره خلاصه کړه.  قومي او سمتي اختلافات او تضادونه يې ډېر کړل.  هغه په خورا سپین سترگي د ملگرو ملتونو د استازي بینيسیوان د سولي او د قدرت د انتقال پروسه ورانه او تخریب کړه.  هغه د خپل ايتلاف د ټولو ملگرو سره جلا جلا او په نوبت جنگونه وکړل.  د دوستم سره یې د کابل په ورانولو کي اوږه په اوږه عمل وکړ.  د هزارگانو پر خلاف يې له هيڅ ډول وحشت او بربريت څخه ډډه ونه کړه.  د حکمتيار د جنگياليو سره يې د کابل ښکلى او زرغون ښار سټ کړ.  ددې ادعا ښه ثبوت د کابل کنډواله ښار او ٥٠٠٠٠ شهيدان دي. 


ښاغلى ريچارډسن ليکي: د  ١٩٨٠ په کلونو کي سي اې ې مسعود ته پنځه لکه ډالره ددې لپاره ورکړل چي د شورويانو پر مخ د سالنگ ستراتيژيکه لاره  و تړلي.  په بل عبارت، د شورويانو د اکمالاتو پر مخ د سالنگ لويه لاره نا امنه او خطرناکه کړي.  دلته او هلته او وخت نا وخت، پر روسي کاروانونو باندي بريد ښخ کړي.  مگر سي اې ې سمدستي خبره سوه چي د شوروي کاروانونه د پخوا په شاني په امن او امان کي کابل- حيرتان_ شير خان بندر ته خاطر جمع تگ را تگ کوي. کله چي سي اې ې د مسعود څخه پوښتنه کوي چي پيسې خو دي جېب ته کړې مگر ولي د شورويانو پرکاروانونو باندي حملې نه کوې؟ مسعود د پيسو له اخيستلو څخه رډ ناگاره کېږي. حال داچي د سې اې ې همدا مامور په خپل  کتاب کي ليکي چي پيسې يې د مسعود ورور ته په پېښور کي نقدي وکړي  وې. (۲۱) 


د طالبانو د رژيم تر سقوط را وروسته، د بوش ادارې او د کرزي حکومت زيار باسي  چي  احمد شاه  مسعود ته يو جعلي او رومانتيک شخصيت ورکړي.  له مسعود څخه د افغانستان د معاصر تاريخ يو واقعي اتل جوړ کړي.  د  هغه د لمانځلو او يادولو لپاره مضحک جشنونه اومجلسونه جوړوي.  خو تاريخ دا ثابته کړېده چي  له جنگسالارانو څخه ملي اتلان نه سي جوړېداى.  له يوه جگړمار څخه سپين چرگ جوړ ول له يوې خوا د ژوندى تاريخ تحريفولو او له بلي خوا په پېخر درواغو ويلو ته اړتيا لري.  که څه هم، د کرزي حکومت دا داوړه کاره وکړل، خو نتيجه يې ور نه کړه.  ځکه خلک خپل واقعي او خواخوږي اتلان او مشران خپله پېژني. خو تپل سوي او پردو جوړ کړي کاغذي اتلان نه خوښوي.  همدا سبب دى چي د احمد شاه مسعود لپاره د کرزي د حکومت ټولي هلي ځلي ناکامه او رسوا سوې.  دا کوښښونه يو ډول ملي ضد رنگ او خوند لري. يو ډول خاصه گستاخي ده. د کابل حکومت د مشروعيت د کمزورېدو يو اساسي عامل دا وو چي کرزي  د جنگسالارانو سره روغه جوړه، سازش، او مصلحت وکړ.  د دوستم، فهيم، رباني، سياف، خليلي، حضرت علي، او . . . داسي نورو جناتيکارانو سره د کرزي همدا د نيمي شپې گناه کاره ناستي پاستي وې چي د حکومت د مشروعيت او قانونيت اډانې يې ور ولړزولې.  د دريمي نړۍ ځيني مشران فکر کوي چي دوى کولاى سي چي هم ځان او هم جهان وغولوي.  مگر حقيقت دا دى چي يوازي ځان غولوي، او ساده گان په ځان نه پوهېږي.


د بروس ريچارډسن يو ځانگړى خصوصيت دا دى چي هغه د نورو امريکايي او خارجي ليکوالانو، مبصرينو، او ژورناليسټانو  پرخلاف د امريکا په ملاتړ د افغانستان په اوسني حکومت کي د پښتنو ونډه ډېره کمه او غير عادلانه بولي.  هغه عقيده لري چي همدې مسلې د کرزي حکومت مشروعيت او قانونيت تر سوال لاندي کړى دى.  همدا موضوع د افغانستان د سياسي بحران يوه لويه او جدي برخه تشکيلوي.  بروس ريچارډسن عقيده لري چي د افغانستان په اوسني حکومت کي همدا څرگنده بې انډولي او ظلم د يوه عمدي پلان په اساس سوى دى. ښاغلى بروس يچارډسن وايي په سي اې ې او نورو استخباراتي موسساتو کي د پښتنو په پرضد يو ډول خاص تعصب او مخکنى منفي قضاوت موجود دى.  ليکوال د امريکا په ملاتړ د کرزي په حکومت کي د جنگسالارانو، “پنجشيري مافيا”، د مخدره موادو د قاچاقبرانو، د کي جي بي پخوانیو جاسوسانو، او نورو بد نامو جنگي ډلو فعال او زياتېدونکى حضور او ونډه غندي.  د امريکا پرله پسې او مرگانۍ بمبارۍ، ډارونکي محبسونه،  د ابو غريب، گوانتانامو، بگرام او کندهار د محبسونو رسوايي، او د امريکايي عسکرو مغروره چال چلند غندي.  هغه ليکي: يو اساسي قانون چي عملي نه سي، د هغه اساسي قانون گټه څه ده؟  ليکوال د امريکا په ملاتړ د کرزي په حکومت کي د پښتنو سپکه  ونډه او قومي بې انډولي ته هر ځای گوته نیسي.  (٣٢١ مخ) 


ليکوال ليکي: پښتانه د طالبانو او القاعده سره يو گڼل د بوش د ادارې پالیسي  ده.   اکثره طالبان پښتانه دي، خو ټول پښتانه طالبان ندي. پدې تېرو اوو کالو کي، پښتني سيمي د جنگونو گرم ميدانونه گرځېدلي دي. د ٢٠٠١ کال د اشغال د لمړۍ ورځي څخه را پدې خوا،په واشنگټن کي د پښتنو پر خلاف احساسات راپرېدلى وه. د پښتنو پر خلاف ددغو منفي احساساتو یو اساسی عامل دا وو چي طالبانو د القاعدې لوى او ښکاره قاتل اسامه بن لادن ته پخپل توره او لغوړنه لمن کي ځاى ورکړى وو.  پدې سيمو کي يوه دايمي ناکراري او بې امني حاکمه ده. پښتانه د امريکا په ملاتړ د کرزي د حکومت څخه نا راضه او بېزاره دي.  په اکثرو پښتني سيموکي حکومت خپل ټول اعتبار او قدرت له لاسه ورکړى دى.  پراخي سيمي د مرکزي حکومت تر ولکې وتلي دي.  امنيت خراب دى.  اقتصاد کمزورى او په ټپه ولاړ دى.  


په متحده ایالاتو کي د سپټمبر د تروریسټي حملو څخه پس، د بوش حکومت له طالبانو څخه د اسامه بن لادن توقيفول او يا له افغانستان څخه ددغه  نړيوال قاتل اوجاني اخراجول و غوښتل. مگر ملا عمر ، البته د اې ايس اې په لمسون،د اسامه بن لادن پر ساتلو ټينگار وکى.  ملا عمر فکر کاوه چي امريکا هم ښايي د گاونډي  کلي  یو گوډ او ړوند ملا وي. دوه يا درې ټانکه ،څو پمن عسکر، او څه کالداري ،  يا تومن   او يا  هم څه  ډالر  ه به  لري .  اې ایس اې ملا عمر ته د کلنټن د ادارې هغه بریدونه  ور په یادول چي د مانيکا لوينسکي د محکمې د فيصلې د صادرېدو څخه  يې فقط څو ساعته  مخکي  د بن لادن پر اډو باندی وکړل. نوي اسناد او شواهد ښيي چي اې ايس اې ملاعمر  تشويقاوه چي ياره روحيات مه باېله. مړه  ملا!  مه وار خطا کېږه.   ته اميرالمومنين يې.  څه ځان ټينگه که.  دا ټول  د امريکا لاپي شاپي دي. امريکا او افغانستان ډېر سره ليري دي. امريکا فقط هوايي ډزي کوي او ښايي څه بمبارۍ هم وکي ، خو واپس بېرته ځي. ساده ملا عمر د اې ايس اې همدې غوړو خبرو و غولوى. خو د بي ٥٢ هيبتناکه او دروند ږغ  ملا عمر اخوند تېښتي او تاختي ته اړ ايستى.  غريب په ژوندون ژوندى ژړاندي ورک سو. او اوس په دوربين کي هم نه پيدا کېږي. 


د ښاغلى بروس ريچارډ سن يوه ځانگړې خصيصه دا ده  چي اول لاس اسناد، تاریخي مدارک، او مواد پيدا کوي.  د جاسوسانو، دپلوماتانو، په قضيه کي د دخيلو خلکو سره یې په  له مرکو څخه زياد مواد را غونډوي. ښاغلي ريچارډسن د کې جې بې په اسنادو کي، د روسي جنرالانو او عسکرو په خاطراتو او مرکو کي،  او د سي اې ې په مخابرو او رپوټونو کي د مسعود د معاملو،سازشونو، او تړونونو پل پسې راخيستى دى.  هغه ليکي: د شوروی اتحاد پخواني جمهورریس گوربچوف د بي بي سي سره په يوې مرکې کي وويل: هو، مسعود زموږ سړى وو.  موږ د هغه سره  ډېري معاهدې او تړونونه لاسلیک کړي دي. هغه د سالنگ لاره زموږ لپاره امنه کړې وه، او نه یې پرېښودل چي څوک پر موږ باندي هلته برید وکړي. (۱۷)  


ښاغلي بروس ريچارډسن له افغانانو سره رښتينه مينه، علاقه، او خواخوږي لري.  د هغوى په بې وزليو، ستونزو، او چلنچونو باندي پوره واقف دى. بروس ريچارډسن په خپلو ليکونو او کتابونو کي د افغانانو ننگه کوي.  د جمهورریس بوش پر تباه کونکو پالیسو باندي انتقاد کوي.   بروس ريچارډسن پر افغانانو باندي احسان کړى دى، او موږ يې دا احسان منو.  هغه د افغانانو ږغ تر ډېرو ځايونو پوري رسولى دى.  هغه د افغانانو مظلوميت، قربانۍ، او کړاونه ياد کړيدي.  هغه د افغانانو يو واقعي او ښه دوست دى.  د افغانانو په درد خوږمن دى.  په افغانستان کي د جنگ او ورانۍ مخالف دى.  د سولي او ثبات پلوي کوي.  د برابر او عادلانه سياسي وېش پلوي کوي.  او لنډه دا چي د شمال د ايتلاف د ډانگيانو، د مسعود د بانډ او مافيا، او د امريکا په ملاتړ د ټولو جگړمارانو مخالف دى.

( په تکليف کښې د يو دوست تکړه آواز____ دى له ټولو خوږ له واړو ښکلى ساز   ” غني”)   والسلام