کور / تازه خبرونه / هلمند: دګرمسير ولسوالۍ د ۳۶۰۰ كروندګروسره مرسته وسوه

هلمند: دګرمسير ولسوالۍ د ۳۶۰۰ كروندګروسره مرسته وسوه

څوورځى وړاندى دهلمندولايت دګرمسيرولسوالۍ ته دري سوه شپيته ټنه غنم استول سوى وه چى تيره ورځ دهلمنددوالى مرستيال عبدالستار ميرزكوال اوورسره حكومتى رئيسانو دګرمسيرولسوالۍ ته سفر كړى وه اوهلته يي دريزره شپږ سوه كروندګروته اصلاح سوى تخم وركړ دغه تخم چى دغنمووو هر كروندګرته ته يي سل سل كيلوګرامه توزيع كړ .

دغه مرستى په دي موخه وركړى چى په سيمه كى دكوكناروكښت ودروي اوپرځاي يي غنم وكري  دهلمنددوالى مرستيال ميرزكوال دغونډى پرمهال كروندګروته وويل كه چيري تاسى دكوكناروكښت ورك كړ ښايي لاتردي زياتى مرستى درسره وسى .

نوموړى په خپل خبروكى دغوڼدى برخوالوته وويل چى دغه مرستى يوامتحانى دوره ده او واده دركوم چى دكوكنارودوركولوراورسته به په سيمه كى نه يوازى كراري راځى بلكى دبيارغاونى كارونه به هم زياتيږى .

خوپه سيمه كى يوتن كروندګر دوركړل سوى مرستى څخه خوښى وښودل اوزياته يي كړه چى دغه مرستى ددوى كافى نه دى .

دغه كروندګرچى عبدالمحمد نوميده وويل كه چيري ددي ترڅنګ دخوراك لپاره نوره مرسته ونكړى ښايي دغه مرسته كافى نه وى نوموړى وويل دغنمودحاصل اخيستلولپاره شپږ مياشتى پاته دى خونه پوهيږو چى هغه پيسى چى په كوركى له ځان سره لرووي خوروكه يي په كښت ولګوونوموړى وويل كښت خوكيمياوي كودوته هم اړتيالري خوولى حكومت يوازى غنم راكړه خو نورڅه يي په پام كى نه دى نيولى.

يوبل كروندګرهم دوركړل سوى مرستى څخه خوښى وښودل او وويل چى كه دولت دګرمسير دسيمى داوسيدونكوسره نوره مرسته ونكړى ښايي وركړل سوى غنم په نس وخوري ده زياته كړه چى دګرمسير ولسوالۍ اوسيدونكى جګړوځپلى او اوس په دوي كى داتوان نسته چى شپږ مياشتى تش نس دغنموحاصل ته كښينى نوموړى دحكومت څخه وغوښته چى ددي ترڅنګ دى دسيمى خلكوته دكارزمينه هم برابره كړى ترڅو كښت حاصل اخيستوته چمتو كيږى خپله ډوډي له بلى لاري پيداكړى .

ديادونى وړده چى څومياشتى وړاندي دسري مياشتى لخوادګرمسير دولسوالۍ دهغوكسانوسره مرسته وسوه كوم چى كورونه يي د جګړى پر مهال وران سوى اوياهم دخپلوكورنوپريښودوته اړسوى وه خوميشتوځايي خلكو بياشكايت درلود چى مستحق خلكوته مرستى نه و رسيدي.