زموږ خلک او اوباما

د لراوبر اداره | نوومبر 6th, 2008


د امريکا هر جمهور رئيس که جنايت کاره  بوش وي يا وو، او که تازه دمه  اوبا ما وي، هغوی زموږ په هيواد کي يو دم د امريکا ګټي لټوي او هر څه د امريکا دپاره غواړي ، بس دا يوازي زموږ  وطن پلورلي  ليډران  او جګړه ماران او د کرزي غوندي ګوډاګي  ﻻسپوڅي دي چي وطن او دوطن مظلوم پښتانه  يې د امريکا و ګټو ته نذرانه کړی دی .

 افغانان ، د شمال د پرديو  نوکران اوپه کابل کي د  غلو او جنګي جايت کارانو دغه فاسده اداره چي د امريکا په غدارۍ او بماريو واکمنه سوې ده  هغه  نه مني . زموږ خلک دهغوی د ناروا منګلو  څخه د خپل وطن  ازادول  غواړي او پر هغه باندي  به نه د فرعون بوش سره سازش و کړ ي او نه به يې هم د اوباما سره . البته زموږ خلک د طالبانو توره دوره هم نه غواړي . ددې وطن وارثان پخپله افغانان دي هغوی به يې ساتي .

 دا جګړه د افغانانو سره  نه ده دا جګړه د ا مريکا يي اشغالګرانو او د جنګي جنايت کارانوسره د افغانانو جګړه ده . همدغه بې وطنه  جنايت کاران د امريکا په پيسورانيول سوه  او په يوه حساب دادېرش کاله کيږي او په بل حساب چي امريکا زموږ وطن اشغال کړ نو دا اوه کاله کيږي  د افغانانو پر ضد  جنګول کيږي .

خو هو زموږ افغانان پښتانه او نارينه خلک دي ددوستۍ ، مړاني  او ځوانۍ قدر کوي هغه نه هېروي . که زموږ پر وطن باند د امريکا نوې اداره ددغه غلو دواکمنۍ د دوام څخه ﻻس واخلي د هغوی د واکمنۍ د دوام په خاطر  پر موږ  بمونه و نه اوروي، بېګناه افغانان ، ښځي، ماشومان مو په وينو کي لژنده نکړي، ودونه مو په غمو را وا نړوي نو هغه که بوش وي که اوبا ما وي ، که زرداري وي يا د خميني او روسي مزدورانو ﻻسپوڅي وي موږ  ته ديوه سره    لوی غداران او جاني دښمنان دي  او دغه ښاغلي پوهيږي چي افغانان د خپلو  دښمنانوسره څه خيل چلند کوي . تر کيندلي ګوره يې نه پرېږدي .

 خو که څوک موږ ته د بې پرې دوستۍ ﻻس را کوي زموږ د افغانانو وطن او د خلکو و خپلواکۍ ته درناوی کوي نو هغه  بيا هر څوک چي  وي زموږ غیږه  ورته خلاصه ده  او دوستي ورسره کوو .  و ليدل شي چي د امريکا ځوان  اوباما  چي د ژوند لوړي او ژوري يې ليدلي  او رئيس جمور شو زموږ وطن يې څه خېل پېژندلی دی او د خپلو ړندو بمباريو او د کابل د فاسد او جنايت کاره په اصطلاح   دولت سره به څه کوي .؟

Copyright Larawbar 2007-2024