کور / اسلامي / د زمانې فرعونيان او دمسلمانانو بې غوري

د زمانې فرعونيان او دمسلمانانو بې غوري

نن سبا په اسلامی ټولنو کښې د مسلمانانو تر منځ دومره اختلافات زیات شوی چی د دوغو اختلافاتو له وجی یو مسلمان دبل مسلمان وینو ته تږی دی او بعضی هغه شیان چی اسلام ناروا او منع فرمایلی دی مسلمانان یی  د اسلام په دین پوری تړۍ    داسلام دین هغه دین دی چی د ټولو جهان په ادیانو باندی بهتری برتری او اوچتوالی لری داسلام دین دا نه یواځی د مسلمانانو لپاره بلکی د کفارو لپاره هم  د لارښوونی  او رهنمايی  نه ډک او پوره دین دی الله (ج)  په خپل کتاب پاک  کښې فرمایلی دی چی ای د نړۍ مسلمانانو ماتاسو ته نن خپل دین مکمل کړ.  دغه پوره  دین موږ ته نصیب کولو او په   نورو ادیانو غوره کول دا یو لوی نعمت  د الله (ج) دی . نو اول باید پدی وینا د الله (ج) لږ څه رڼا واچوو.  د الله دغه  زرینه  وینا چه خپل بندګانو ته یی کړی د دی په خاطر چی یعنی  ما تاسو ته ستاسو  دین ٭ اسلام ٭ مکمل کړ او دا دین د هر قسم کموالی او زیاتوالی څخه پاک او منزه دی نن سبا زمونږ په ټولنه او اجتماع کښې بعضی داسی خلک دی چی ځان ته مسلمان هم وایی او خپل ځان دمسلمانانو په ټولګی کښې هم بولی مګر هغه په دین کښې داسی کارونه ایجاد وی چی په هیڅ کتاب کی نه وی  او له ځانه یوه نوی طریقه چی د اعربی په اصطلاح ورته (بدعت ) ویل کیږی راوباسی  یعنی هغه شی چی هیڅ په دین کښې نه وی  .  او دوی یی د اسلام  په دین پوری وتړی او دغه نوی طریقی په مبارک دین د اسلام کښې دا یوه لویه ګمراهی ده  او د خلکو ګمراه کول دی .


نن سبا بعضی خلک داسی وی چی هغه د اسلام په دین کی تفریط او افراط کوی د خپلی ناپوهی له وجی یوشی د اسلام په دین پوری تړی دغه خلک د بل ځایه نه دی راغلی او نه د بل دین خلک دی دا کارونه چی کوی دا زمونږ خپل مسلمانان دی  . دغه مسلمانان ولی داسی کوی ؟ آیا دوی د اسلام د مبارک  دین څخه نه دی خبر ؟  آیا دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه مبارکی وینا څخه ندی خبری چی هغه مبارک فرمایلی دی چی هر بدعت یوه ګمراهی ده او هره ګمراهی په اورکښې ده  نو دوی ولی مسلمانان ګمراهی کوی .او ولی هغه دین چی الله ورته پوره دین ویلی په هغه کی تفریط او افراط وکوی..


بله خبره دا د نن سبازمانی بعضی انسانان چی اصلاً لوی فرعونیان دی دوی د اسلام په دین ملنډی او ریشخندی کوی څو څوځله په ډنمارک کښې د بشریت دستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) یو عکس د کارټون په شکل جوړ او خپر شو چی دا د رسول الله عکس  دی او په دی باندی د میرګیانو مرض وو نعوذ بالله من ذلک . ای دنړۍ مسلمانانو تاسی کوم خپل عکس العمل د دغه هیواد په مقابل کښې وښود. د هغه چا په مقابل کی دغه وحشیانو داسی ناوړه عمل وکړ چی دهغه مبارک له برکته انسان د وحشت ، جهالت ، ناپوهی ، تیارو څخه راوتی او دهغه مبارک په برکت د اسلام مبارک دین د جهان تر کوډ کوډ پوری رسیدلی  دغو خلکو  داسی ناوړه او ناروا عمل وکړ چی د دټول جهان د  مسلمانانو زړونه یی مجروح کړل . دغه کارد انسانیت او ادمیت څخه ډیر لری دی  کفارو پر مسلمانانو له هرخوا څخه دا جهان راتنګ کړی په هرځآی کی یی د عیسویت او یهودیت درسونه شروع کړی واړه او غټ مسلمانان د ګمراهی په لوری بیایی  مګر هیڅوک  هم سرنه ګروی او نه چا ویل چی دغه خلک څوک دی او ولی سوچه مسلمانان د بی لاری په لوری بیایی . نن سبا د مسلمانانو د بی غوری او بی اتفاقی له وجی مسلمانان باندی کفار حکومتونه کوی او څه یی چه زړه وغواړی هغه پری کوی ماته د یو بزرګ هغه قیصه راپیاد شوه چی هغه ویلی و چی په خارج کښې دیو ماشومی سالګره وه او هغی ماشومی ته ډیر خپل او خپلوان راغلی وو اودغی ماشومی ته یی کیکونه او همداسی نور ډیر خواږ شیان راوړی وو او بعضی خپلوانو یی ورته پیسی هم ورکړی په اخر کی چی کله دغه پروګرام پای ته ورسیده نو هغه وړی ماشومی هغه ټولی پیسی راجمع کړی او خپل پلار ته یی ورکړی چی پلاره دا واخله اوپه هغه ځای کی یی ولګاوه چی د مسلمان او اسلام او قران په ضد وی  نو ای د نړۍ مسلمانانو!  


دکفارو وړو وړو بچو هم داسلام او قران په ضد پیښې رالوڅی کړی دی او نه غواړی چی دغه پاک اومنزه دین چه الله ته ډیر خوښ دی خپور او نشر شی نو ته ولی غافل یی ته ولی د خپل اسلام څخه دفاع نه شی کولای . نن سبا په هر ځای کښې چی ګوری د ظالمو او وحشی کفاروله لاسه به مسلمانان په سره اور کښې ولاړ وی او د مسلمانانو ترمنځ  د نفاق اور شیندی په افغانستان ، پاکستان ، عراق ، فلسطین ، چیچنیا ، کشمیر او همداسی نورو ډیرو اسلامی ملکونو باندی نن د اسلام دښمنان د قران دښمنان او د مسلمانانو دښمنان  حکومتونه کوی . دوی ځان ته د بشر دوستان وایی دا چی هر ورځ  په هرملک کی د دوی د لاسه په لسګونو مسلمانان په شهادت رسیږی دا بشردوستی ده آیا دوی همدی ته بشردوستی وایی واړه واړه ماشومان وژل بشردوستی ده  ولی د دوی د داسی ناوړو کړنو له وجی د نړۍ مسلمانانو خولی تړلۍ دی ولی د نړۍ مسلمانان د دغو وحشیانو دغه ناوړه اوناورا عملونه دوی ته نه ورښی د ظالم لاس نیول پر مظلوم رحم کول دی .