کور / تازه خبرونه / د يو جامع جومات کار پای ته ورسيدو

د يو جامع جومات کار پای ته ورسيدو

د پکتيکا ولايت د يوسف خيلو په ولسوالي کی يو لوي جامع جومات ګټې اخستنې ته چمتو شو
 د پکتيکا ولايت د والي وياند غمی خان وايي چې دغه جومات په دوه جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي توګه چې يولک امريکايي ډالر  لګښت ورباندې  د ولايت مقام لخوا شوی  جوړ شوی چې نن ورځ چهار شنبه د يوې غونډې په ترڅ کې  ګتي اخستني ته  وړاندې کړی شو
 غمی  زياتوي  نوموړی جومات چې په نویو او عصري وسايلو سمبال دی په  يو وخت کې به پکي  زر تنه  لمونځ کوونکي لمونځ ادا کوي