کور / راپور / نه پاملرنه به بيا حاجيان له ستونزو سره مخامخ کړي

نه پاملرنه به بيا حاجيان له ستونزو سره مخامخ کړي

مكه مكرمه كي دبعثي كميټې چارواكي :له اجازي پرته سلګونو كسانوته دحج ويزي وركړل سوي.


افغانستان: دوه زره نور کسان چي قانوني اسناد په لاس کي لري  د ويزو ترلاسه کولو انتظار کوي !



به كابل كي دسعودي سفارت د وزارت له اجازې پرته سلگونوكسانوته دحج ويزې وركړيدي.


په دې وروستيو کي يو زيات شمېر افغانانو د حج چاري له ستوزنو سره مخامخ سوي دي کومو چي په کابل کي د سعودي عربستان له سفارت څخه وېزې ترلاسه کړي وې او د پاکستان له لاري سعودي عربستان ته راغلي دي .  


دغه څرگندوني په مكه مكرمه كي دافغانستان دبعثه ريس مولوي اسرار الحق راته وکړې .


اسرارالحق زياتوي  چي ددغه شان كسانو شمير ه سلگونو تنو ته رسيږي چي ويزې يي به كابل كي  دسعودي له سپارت نه ترلاسه كري او د پاكستان دالو تكو په واسطه مكې مكرمې ته  راغلي دي .


د بعثه چارواکي اندېښنه څرګندوي چي په دغه ډله کي به هغه ورانکاران هم راغلي وي کوم چي د وزارت له لاري پيژندل سوي وو او سعودي ته د راتلو اجازه نه وه ورکړه سوې .


دا په داسي حال کي ده چي د سعودي پوليسو له خوا د شل څخه زيات کسان د نشه يي توکيو د قاچاق ، کيسه برۍ او غلاو په تور نيول کيږي .


دافغانستان دارشاد حج اواوقافو وزارت لخوا دهغه سهم له مخي چي وړاندي دسعودي عربستان حكومت لخوا وركړل شوي  جي 24100  تنه كيږي هغوي ته لاتراوسه بوره ويزې نه دي وركړل شوي .



په داسي حال کي چي دغه کسانو ته حجپاسپورټونه جوړ کړل سوي او تر دې وروسته به د وېزې لپاره به په کابل کي د سعودي عربستان سفارت ته د ويزو ترلاسه کولو لپاره وړاندي کيږي .


مولوي اسرارالق اندېښنه څرګنده کړه چي دغه افغانانو ته د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت له اجازې پرته دحج وېزې ورکړل سوي او د سعودي سفارت يې د هماغي سهميې څخه حسابوي کومه چي ۲۴۱۰۰ تنه ده او وړاندي يې اسنادونه او پاسپورټونه تيار سوي دي .


نوموړی وايي چي دغه شمير کسان له يوې خوا د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت له اجازې پرته د حج سفر کوي او له بلي خوا ددغو کسانو موجوديت د اندېښنې وړ بلل کيږي .

مولوي  اسرار الحق زياته وي چي دسعودي سفارت كولای شي چي مجامله ويزه (فوق العاده) ويزي وركړي خوپه دې شرط چي د وزارت ارشاد حج اواوقافو به سهميه كي حساب نه شي .


ويل کيږي چي اوس شاوخوا دوه زره هغو کسانو ته په کابل کي ويزې ځنډول سوي دي کوم چي له وړاندي يې د وزارت له لاري بانکونو ته پيسې تحويل کړي او سعودي عربستان ته د تلو په انتظار شپې ورځي تيروي .


نوموړي وويل : ډيرئ هغه ورانکاري چي دوی ته په مکه مکرمه کي د سيسې جوړوي هغوی ته دوی اجازه نه ده ورکړې خو بيا هم داسي کسان پيدا سوي دي چي حاجيان اړودوړ ته هڅوي .


نوموړی وايی چي د پاکستان له لاري د راغلو کسانو ضمانت به څوک کوي  چي ورانکاري نه دي ؟


وړاندي په مکه مکرمه کي د بعثه کمېټې چارواکو ويلي وو چي داسي کسان پيدا سوي دي چي حاجيان اړودوړ ته هڅوي .



ياده دي وي چي دغه کسانو ته د ورکړل سويو ويزو  پر سر په کابل کي هم د افغاني حاجيانو د ويزو په ويشلو کي د راغلي ځنډ علت همدغه کسان بلل سوي دي .



هغه حاجيان چي تراوسه په افغانستان کي پاته دي اندېښنه لري چي که يې پر وخت غم ونه خوړل سي نو لکه د تيرو کلونو غوندي به تر اوږده انتظار او ستونزو وروسته دحج له سفر څخه پاته سي ، دا په داسي حال کي ده چي تر اوسه بوري شل زره افغان حاجيان د مکې مکرمې ښار ته رسيدلي دي .




 


يو شمير هغه افغان حاجيان چي سعودي عربستان ته رسيدلي دي وايي :     د کام اير  ډوډوۍ په مرضونو اخته کړي يو !


پــه مكه مكرمه كي حاجيان شكايت كوي چي له افغانستان څخه دكام  ايرهوايي شركت په الوتكو كي ورکړل سوې ډوډۍ په مرضونو اخته کړي دي .  .


دغه حاجيان چي د تيري يکشنبې په ورځ له افغانستان څخه سعودي عربستان ته دکام اير هوايی شرکت په الوتکو کي سعودي عربستان ته رسيدلي دي ټول يې په مضونو اخته اخته سوي دي .



ددغو حاجيانو په استازيتو لسو تنو راته وويل چي د کام اير الوتکي خپلو مسافرو ته داسي ډوډوۍ ورکوي چي هيڅ د خوراک نه ده .


د کندهار اوسيدونکي چي د  ريبخش په ديارلسم تعمير کي اوسيږي وويل چي شاخوا څلوېښت د سيمي ملګري يې له دوی سره په يوه الوتکه کي راغلي دي او ټول د وينی په اسهال اخته سوي دي .


نوموړي له دولت څخه غوښتنه کوي تر څو د کام اير شرکت پر مسولينو فشار راوړي چي په الوتکو کي د مسافرو ډوډۍ ته صحي پاملرنه وکړي .


دغه راز عبدالمنان او محمد ابراهيم هم له دې ناروغيو څخه سر ټکاوه او زياته يې کړه چي که مخه يې ونه نيوله سي نو ټول هغه حاجيان چي ورسته د کام اير شرکت له خوا راځي په دې مرض به اخته سي .


به مكه مكرمه كي دروغتيايي كميټې مسول ډاکټر محمد ظريف نايب خېل هم د غه پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه چي د  ريبخش په سيمه کي د هغو کسانو شمېره مخ پر زياتيدو ده کوم چي په دې ورستيو پروازونو کي په نس ناسته او د ويني په اسهال اخته سوي دي .


نوموري وويل چي د ريبشخ په کلينکيک کي يې شاخوخوا شل تنه چي د وينی اسهال وو تداوی کړي دي .


په مکه مکرمه کي د بعثي کميټې مشر مولوي اسرار الحق وايي چي دغه شان شکايتونه دوی ته هم شوي دي .