کور / تازه خبرونه / دكام اېر الوتكو ډوډۍ په مرضونو اخته کړي يو

دكام اېر الوتكو ډوډۍ په مرضونو اخته کړي يو

دليندي 14مه


يوشمير حاجيان وايي :     د کام اير  ډوډوۍ په مرضونو اخته کړي يو !


پــه مكه مكرمه كي حاجيان شكايت كوي چي له افغانستان څخه دكام  ايرهوايي شركت په الوتكو كي ورکړل سوې ډوډۍ په مرضونو اخته کړي دي .  .


دغه حاجيان چي د تيري يکشنبې په ورځ له افغانستان څخه سعودي عربستان ته دکام اير هوايی شرکت په الوتکو کي سعودي عربستان ته رسيدلي دي ټول يې په مضونو اخته اخته سوي دي .



ددغو حاجيانو په استازيتو لسو تنو راته وويل چي د کام اير الوتکي خپلو مسافرو ته داسي ډوډوۍ ورکوي چي هيڅ د خوراک نه ده .


د کندهار اوسيدونکي چي د  ريبخش په ديارلسم تعمير کي اوسيږي وويل چي شاخوا څلوېښت د سيمي ملګري يې له دوی سره په يوه الوتکه کي راغلي دي او ټول د وينی په اسهال اخته سوي دي .


نوموړي له دولت څخه غوښتنه کوي تر څو د کام اير شرکت پر مسولينو فشار راوړي چي په الوتکو کي د مسافرو ډوډۍ ته صحي پاملرنه وکړي .


دغه راز عبدالمنان او محمد ابراهيم هم له دې ناروغيو څخه سر ټکاوه او زياته يې کړه چي که مخه يې ونه نيوله سي نو ټول هغه حاجيان چي ورسته د کام اير شرکت له خوا راځي په دې مرض به اخته سي .


به مكه مكرمه كي دروغتيايي كميټې مسول ډاکټر محمد ظريف نايب خېل هم د غه پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه چي د  ريبخش په سيمه کي د هغو کسانو شمېره مخ پر زياتيدو ده کوم چي په دې ورستيو پروازونو کي په نس ناسته او د ويني په اسهال اخته سوي دي .


نوموري وويل چي د ريبشخ په کلينکيک کي يې شاخوخوا شل تنه چي د وينی اسهال وو تداوی کړي دي .


په مکه مکرمه کي د بعثي کميټې مشر مولوي اسرار الحق وايي چي دغه شان شکايتونه دوی ته هم شوي دي .