کور / تازه خبرونه / حنيف اتمر:په کندهار کي ښوونځيو ته ودانۍ جوړوو

حنيف اتمر:په کندهار کي ښوونځيو ته ودانۍ جوړوو

دښوني اوروزني وزيرمحمدحنيف اتمروايې چې كه ولس ورسره همكاري  وكړي  نوچمتودي  چې په مركزاودكندهار په ټولووالسواليوكې يوه يوه ديني مدرسه ،يولېسه اونوي ښونځي ورغوي .


ښاغلې اتمرچې ديوه جګ پوړي دولتي پلاوي په مشري كندهارته راغلي دكندهارپه ولايتي  شوراي كې يې له قومي مخوروسره په خپلوخبروكې وويل چې په كندهار كې به له سلوڅخه زياتوښونځيوته نوي ودانۍ جوړي كړي  .


نومه وړي وويل چې ښونكوته به هم دهغوي دزده كړواوكاري تجريبي له مخي لوړامتيازوركړي .


دښوني اوروزني وزير غوښتنه وكړل چې دښونځيوپه ساتنه كې دي خپله ولس  هم هڅه وكړي.


دا مهال په کندهار ښار او ولسواليو کې 354 ښوونځي موجود دي چې 136000 زدکوونکي پكې زده كړي كوي .


دكندهاردپوهني رياست مرستيال وايې چې سږتعليمي كال يې ۱۲۰۰۰ تنه نوي زده كوونكي په ښونځيوكې داخيل كړي دي .