دتوري بحیرې له غاړي

د لراوبر اداره | نوومبر 6th, 2008


ښکلئ دطبعیت،خواږی اوبه ښکلی دغرونه دی
زړه می درنه نه ځی تاکی څه شان اثرونه دی
و وزم چې بالکون ته لراوبرخواته نظر وکړم
هرخواته پارکونه،تعمیرونه شنه باغونه دی
خلکوته چې ګورم سره اوسپین تروتازه ښکاری
نه لری غمونه نه دپلارنیکه پټي اوجنګجالونه دی
نشته پکې دا چې ددیوال پڅخه دی جګه کړه
یاوار د اوبو باندی په میا شتو پختننونه دی
نشته دی تربور پکی اونه هم دپټي پوله
نه ئی هم دیو ګزپرسرمات دیوبل بیا ورمیږونه دی
زه دلیری ملکه نن نصیب دلته راوستی یم
ستا جګوبنګلوکې دانسان لاس حکمتونه دی
وایو په جهان کی ډیرباتوره غیرتې قوم یو
ورک دداباتورشی چې دورورپه وینوسره ئی تل لاسونه دی٠

Copyright Larawbar 2007-2024