کور / شعر / ویدې قافلې

ویدې قافلې

ژړا مې  څه  کوې  ته   رنګ ته مې  ګوره
اواز  مې   کيناستلو     وسوم  بې  اوره 


نم مې روان دی په مخ لوند مې ګريوان شولو
ورځ مې په غم تيریږي شپه مې شمکوره 


رندان مې لاړل خو مار  ماتې پيالې  شولې
حالات بدل بدل شول کيسه   شوه     نوره 


ځمکه وه کلکه  ديره  آسمان  ؤ لرې
چې پښتنه خورکۍ مې شوله سر  توره 


چا خپل ژوندون ورکړلو چې پت عزت وساتي
د چا تور سرې لاړې  په زور له  کوره 


په تومتونو کې مې ژوندون راتنګ شولو
د پښتون لوي  څادر   شو ډک له  پيغوره 


يو خوا زمونږ سرداران خیرات خوړونکي شولو
بل  خوا  وژل  او  تړل  له   خپله   وروره 


څوک د اسلام په نامه په مونږه وژني يو بل
څوک مو دودونه ژبه اخلي په زوره  


ښه نو اوس ته ووايه چې غيرت څه ته وايې
اوري وسلې او نفاق له کومه لوره 


دا د دوستۍ جامو کې دغه زاړه دښمنان
څنګه دوستان شول زمونږ مطلب يې ګوره 


دغه مکارې دوستۍ يو په بل مړه کړو مونږه
بيا يې جلا جلا کړو ورونه له وروره 


چا د خوشال ديوان نه توره قلم واخیستل
د ميرويس خان چپنه ګورګين کړه توره 


د ابدالي لونګۍ مو په رنجت سنيګ خرڅه شوه
زوي شو له پلاره جلا لور يې له موره 


د پښتنو قافلې ويدې ويدې   پاتې  شوه
سيالان ترې مخکې شولو له هره لوره 


ملالۍ څه شولې ته ناهيد ته لاس ورکړه
د ننګ ټپې ووايه ډکې له شوره 


ژر ايوب خان خبر کړۍ چې چې بل ميوند جوړ کړي
غازي امان راولۍ بيرته تر کوره 


د ګوډ ملا د بچو تورې څيرې رسوا کړۍ
چې رڼا ورځ يې کړله په کوډو توره 


د خدمتګار ولسه ملي يوالی ټينګ کړۍ
که نه وي ورک به مو کړي له کور او ګوره