کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / كله مي پيرزو وې پر بمونو كندهاره !

كله مي پيرزو وې پر بمونو كندهاره !

لكه څرنګه چي زه بدبخت د شاه ولي كوټ په غميزه خبر سوم  تاسو به هم  اوريدلي  وي چي يو ځلي بيا  بهرنيو ځواكونو د كندهار په شاه ولي كوټ كي د واده پر مراسيمو هوايي بريدونه كړي دي او د ځواني مرګي ناوي او زوم په ګډون يي  ډيرى بې ګناه  هيوادوالو په شهادت رسولي دي .
 لومري هغو ټولو بې ګناه خلګوته د لوى خداى څخه د فردوس جنت غوښتونكى يم چي د فرعونيانو د دي وحشت په وجه په شهادت رسيدلي دي او په دوهم قدم كي د هغو دوستانو او كورنيوته  (كه ژوندي پاته وي ) د جميل صبر غوښتنه كوم ، دوستانو كه څه هم زه  په ليكنه كولو كي دومره مهارت نه لرم چي دداسي وحشت هغسي غندنه وكړم چي ښايي خو بيا هم د لاندي كرښو ليكلوته اړسوم.


په شاه ولي كوټ كي د واده پر مراسيمو د بمونو اچول ، د ناوي او زوم په ګډون د لسهاوو بې ګناه خلګو په شهادت رسول  د بهرنيو خواكنو لمړي جنايت نه دی ، داسي جنايتونه مخكي هم سوي دي  ، زه نه پوهیږم چی زموږ خوار ملت داسی کومه ګناه کړې ده چی خدای تعالی يې تراوسه پوري نه  بخښي او هره ورځ يې پرمېنه ماتم جوړ وي ،کله د پولیسو لخوا وژل کیږي ، کله د امریکایی الوتکو لخوا بمبارد کیږي او کله هم د طالبانو لخوا حلالیږي .
دلته به څوتیرو غمیزوته اشاره  وکړم چي مخکي رامنځ ته سوي دي او ټول بی ګناه افغانان پکي په شهادت رسیدلي دي :

»  دننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کي د واده پرمراسیمو بمبارد چي د ناوي په ګډون په لسهاوو خلګ پکي شهیدان شول .
»   د شینډنډ پیښه چي څه کم سل هیوادوال پکي شهیدان شول
»   دنورستان او کنړ بمبارد
»   د هلمند د کجکي ، نادعلي ،نوزاد  بمباردونه  او داسي نوري ډیري غمیزي چي ډیري یی تر رسنیو پوري نه رارسیږي
هروخت چي داسي پیښه رامنځته سوې نو ښکیلی ډلي یوازي په خپل غبرګون او خپګان ښکاره کولو بسنه وکړي او بس .

امریکایان او نوربهرني ځواکونه دا ادعا کوي چي ګواکي دوۍ ته غلط راپور ورکول سوی وو ، دلته دا پوښتنه را ولاړیږي چي دا غلط راپورچا ورکړی وو ؟  دغه راپور ورکوونکی خو باید محاکمه سي د خپلي دغي غلطۍ سزا خوباید وویني  ، د بیلګي په توګه که چیري د لندو یا نیویارک په ښار کي څوک په سهوي سره د لسهاوو خلګو ژوند واخلي ایا هغه به هم یوازي د بخښني په غوښتلو خوشي سي ؟ نه هیڅکله نه د هغو وینه دومره ارزانه نه ده او بله داچي د هغو دولت او مشران دومره بیغرته نه دي چي داسي چوبه خوله کښیني او ان  یوچارواکی به یی د اعتراض په ډول خپله چوکۍ هم پرینږدي .

کله کله دوي داسي ادعا کوي چي د نوموړو سیمو څخه پردوي باندي طالبان ټکان کوي ، د دوی دا خبره سمه ده چي طالبان کله کله داسی کار کوی (دې ته به وروسته راسو چي ولي )  خو ددې معنی یا د حل لاره خو په هیڅ صورت دا نه سي کیدلای چي که چیري د یو کلي څخه یو طالب بر دوی د کلاشنکوف څو ډزي وکړې نو دوی باید ټول کلی له منځه یوسي ځکه هغه طالب چي دا کار کوي هغه د کلیوالو په خوښه او ملاتړ د کار ندی کړی  نو بیا ولي د یو نفریا ګروپ سزا ټول کلي ته ورکړل سي ، په دې ډول ستراتیژۍ  او پالیسۍ د امن راوستل ، د دیموکراسۍ پلي کول او د تروریزم پایته رسول او د افغانستان جوړول ناشونی ښکاري .

څرنګه چي مخکي یادونه ورته وسوه طالبان هم کله کله د کلو او بانډو څخه پر بهرنیانو ډزي کوي د هغوی موخه د دې تاکتیک د کارولو څخه یوه دا ده چي یو خو په داسي ځانونو کي د هغو مشخص کول ګران دي او بله د لوژستیکي اسنتیاوو په لهاز د غرونو تر جنګ د کلو جنګ اسان وي ، او د دې تاکتیک د کارولو بل لامل دادی چي که چیري بمبارد وسي او په نتیجه کی ولسي خلګ ووژل نو طبعي خبره ده چي د امریکایانو د داسي  غلطیو د رامنځته کیدو په صورت کی د هغونړیواله بد نامي د طالبانو په ګټه ده .

بلي خواته ښاغلی کرزی یوازي د بیښي غندنه وکړي ، امریکایانو څخه غوښتنه وکړي چي به اینده کي باید داسي بیښي تکرار نه سي
او د پلټنو لپاره پلاوی وټاکل سي ،

خو دلته باید ښاغلی کرزی په دې پو سي چی د دې کارمخنیوی په هیله ، غوښتنه او زاریو نه کیږي دا کار کلک غبرګون ته ارتیا لري ولي دا کار ته ځکه نه سې کولای چي نه ته او نه هم ستا کوم وزیر یا والي  نه خو تر خپلي چوکۍ تیریدو ته تیاردی او نه هم د د جهانیانو په وړاندي د څو ورځو یا څو سعاتونو لپاره د اعتصاب کولو جرات لري .
بله عجیبه داده چي دا د پلټني د څه لپاره خبره خو تر لمر سپینه ده او هغه دا چي ټول بی ګناه وه چی په شهادت ورسیدل نو زه نه پوه هیږم چي دوی هلته څه پلټي ؟   دلته یوه بله خبره هم سته هغه دا چي د هر شهید کورنې ته سل زره افغانۍ ورکول کیږي ، چي پر هغو بیا زموږ بی رحمه وکیلان او  ځیني چارواکي بیل تجارت کوي ، دا چي د تجارت څنګه او چیري کیږي  دا جلا  بحث دی او په دې اړه به بیا بل وخت پوره معلومات درکړم .

یو خوا زموږ دښمن انګریزدی
بل خوا ورورظالم خونریرزدی