د پښتنو د بدبختيو يو لوى لامل د يو بل نه زغم دئ
هر کله چې په پښتنو کې د يوبل د زغم ، ستاينې او احترام جذبه پيدا شوه ، نو بيا به ددغه قوم زوال پاى ومومي او دغه قوم به د حکومت ، واک او شان وشوکت څښتن شي .
د پښتنو د بدبختيو يواځينى لامل همدا ده، چې يوبل نشي زغملاى ، په يوه تن نه راټوليږي ، يو مشر نلري او په داسې ناروغۍ اخته دي، چې نه غواړي په دوى کې يو څوک د مقام ، واک ، پوهې او ستاينې وړ شخصيت شي .
د پښتنو دې بدبختيو ، دغه قوم په هغه لور روان کړى ، چې اوس يې هر څوک پرې زده کوي ، بېلابېل تورونه پرې لګوي او ديوه محکوم قوم په څېر په اصلي ټاټوبي
( افغانستان ) کې ژوند کوي او لا يې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ دغه عادي ژوند کولو ته هم نه پرېږدي او ځوروي يې .
په لراو بر سايټ کې مې يوه ليکنه ولوستله ، چې سرليک يې و ( ذهين صاحب د ميدان وردګو د والي فدايي بې ځايه صفتونه څه په کار ؟)
په پورتني سرليک دغه ليکنه، چې ليکونکي يې په ځان مستعار نوم وردګ ايښى، د يوه داسې تن لخوا شوې ، چې په هيڅ ريښه په درنو او قدرمنو وردګو نه ورګډيږي او نوموړى که ورپورې ځان تړي ، نو کېداى شي چې کومه بله خبره به وي .
دغه تن څو ځايه د چاپړوس کليمه کارولې او د ميدان وردګو ولايت يې يو ناامنه ولايت يادکړى دى .
زه د فدايي په څېر د مسلمان ، ليکوال ، عالم او پښتانه چارواکي صفت کول چاپړوسي نه، بلکې د يوه پښتانه قلموال په توګه دنده ګڼم او د هر هغه پښتانه قلمي ملاتړ به کوم ، چې خپل ولس ته د سر په بيه په ريښتنې توګه خدمت کوي، هغه که د هر ولايت وي .
د تعجب خبره خو دا ده، چې ددغه تن کوم ځاى خوږيږي ، چې د فدايي صاحب هڅې ، لاسته راوړنې او ستاينه يې نه لوريږي او ده ته يې دومره زور ورکړى ، چې ليکنې ته اړ شوى دى .
پښتانه خو همدې ډول تش په نامه پښتون تر دې کچې را رسولي ، چې اوس يې نه په کور،کلي ، دښتې ، غره او سمڅې کې ځاى شته او نه چاته ځان پښتون معرفي کولى شي .
نوموړي تن ليکلي ، چې په ميدان وردګو ولايت کې ناامني زياته ده او هغه هره ورځ له راډيوګانو څخه ددې ولايت د ناامنۍ خبرونه اوري .
له دې خبرې څخه خو هيڅوک سترګې نشي پټولى ، چې د افغانستان هيڅ ولايت بشپړ امن نلري او د پلازمېنې په ګډون ټول ولايتونه د ناامنيو په تاو کې راګير دي ، چې ميدان وردګ هم په کې راځي ، خو اوس يې د امن لپاره پراخې هڅې روانې دي .
زه دې ورور ته په ډاګه وايم چې د ميدان وردګو والي فدايي نه زما د ولايت اصلي اوسېدونکى دى ، نه رسيمي دنده ورسره لرم ، نه مې ټولګيوال پاتې شوى اونه مې تراوسه پورې کومه عرض پاڼه ورغلې، خو په دې يې ستايم ، چې د هغو وسلوالو اوټوپکمارو چارواکيو او مسوولينو په څېر نه دى ، چې له لاس يې د څرخي پله پلګون ، د چمتلې دښته ، دليلې دښته دبدخشان ټوليز قبر او يوشمېر نورځايونه د مظلومو انسانانو په هډوکو ډک دي او د کورنۍ غړي يې اوس هم د راتلو انتظار کوي .
د ميدان وردګو ولايت له جوړېدو راهيسې نږدې ٢٧ واليانو په بېلابېلو حکومتونو کې په دې ولايت کې واک چلولى او د هر يوه کړنې ددې ولايت له ولس سره ثبت دي ، خو مخکنى والي عبدالجبار نعيمي او اوسنى والي محمد حليم فدايي ددې ولايت له هغو واليانو څخه دي ، چې ولس ترې خوږې خاطرې لري او د دوى هڅې په واقعي ډول ددې ولايت د خلکو د سوکالۍ لپاره وې او دي .
ددغه ولايت اوسېدونکي ددې دواړو ځوانو واليانو هڅو او خدمتونو ته د قدر په سترګه ګوري .
د يادې شوې ليکنې ليکونکى دې د بدنيتۍ ، ځان غوښتنې او پښتون ضد ناروغۍ علاج وکړي او د نورو قومونو د شخصيت جوړونې ، ستاينې او مقام رسونې له تجربو څخه دې ګټه واخلي او د خپل با احساسه پښتون چارواکي او شخصيت هڅې ، لاسته راوړنې او د برياليتونو انعکاس ته دې د چاپړوسۍ کلمه نه کاروي .