کور / راپور / د افغان کلتوري ټولنو جرګې خپله لومړۍ کلیزه و نمانځله

د افغان کلتوري ټولنو جرګې خپله لومړۍ کلیزه و نمانځله

د افغان کلتوري ټولنو جرګې خپله لومړۍ کالیزه د روان ۱۳۸۷ کال د لړم په ۱۷ چې د ۲۰۰۸ زیږدیز کال د نومبر د ۷ نیټې سره برابره ده د هیواد په پلازمینه کابل کې د شاندارو مراسمو په ترځ کې و نمانځله. غونډې ته  د هیواد د سلګونو لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګیانو د کلتوري ټولنو مسوولینو، د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د لارښودې شورا، سلاکارې شورا، کارډلې او ولایتي استازو څخه سربیره یو شمیر لوړپوړي حکومتي چارواکي لکه د مالیې وزیر جناب انوارالحق احدي، د ترانسپورت وزیر جناب حمیدالله قادري، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سلاکار جناب نجیب الله منلی، په کلتوري چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر جناب زلمي هیوادمل، د وردګو او میدان والي جناب محمد حلیم فدايي، د پکتیکا والي جناب ډاکتر محمد اکرم خپلواک او ګن شمیر مینه راغلي وو.

غونډه چې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت او د هیواد د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه، د هیواد د نازکخیال شاعر محمد صدیق پسرلي پرانستونکې وینا وکړه چې ورپسې د غونډې اجندا، پیغامونه د جرګې د کړنو یو کلن کاري ګزارش او د ولایتي استازو راپورونه تقدیم شول.

د کلنۍ غونډې بله برخه د کاري ګروپونو د تشکیل او ګډ کار کولو په هکله پریزنټشن وو چې له هغه وروسته د جرګې غړي په مختلفو کاري کمیټو وویشل شول او د راتلونکیو کلتوري چارو د هغمږۍ لپاره هغه مشترک کاري پلان تر غور لاندې و نیول شو چې د جرګې د کارډلې له خوا برابر شوی وو.

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د نمانځلو په ترځ کې یو شمیر هغه کسان په ستاینلیکونو باندې و نمانځل شول چې د جرګې هر اړخیز ملاتړ یې کړی او د کال د غوره فرهنګپال په توګه د جرګې طلايي مډال د ښاغلي ذبیح الله احساس په ټټر ور ټینګ شو چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یې اغیزمن کلتوري فعالیتونه سرته رسولي دي.

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د نمانځلو وروستۍ برخه ټنګ ټکور ته ځانګړې شوې وه چې په ملي اتڼ سربیره د هیواد تکړه هنرمندانو لکه استاد ګل زمان او ښاغلي عبدالله مقوري پکې خوندورې سندرې وویلې چې د ځوانو فرهنګیانو د اتڼو، ولولو او مسلسلو چکچکو بدرګه یې له ځان سره درلوده.

د غونډې په ټولو ګډونوالو باندې هغه کتاب هم وویشل شو چې (د افغان کلتوري ټولنو جرګه) نومیږي، د جرګې یو کلن کاري بهیر یې منځپانګه ده، ګل آغا احمدي وردګ لیکلی او تازه له چاپه راوتلی دی.

د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د لومړۍ کالیزې د نمانځلو لپاره د اتصالات مبایل کمپنۍ او داوي ګروپ مالي مرسته کړې ده چې د جرګې کارډله ځانګړې مننه ترې کوي او دوی ته په خپلو چارو کې لا زیات بری غواړي.

د دې کالیزې د غونډې تفصیلي راپورتاژ به د انځورونو سره یو ځای په نږدې راتلونکي کې  ستاسو د لوستلو وړ وګرزي.