کور / تازه خبرونه / د القاعده شبكې جنګي قومندان ووژل سو

د القاعده شبكې جنګي قومندان ووژل سو

د القاعده شبكې مشهور قومندان ابوغازوان چي د امريكايانو سره په جګړو بوخت و، په يوه وسله واله نښته كي ووژل سو.
د امريكايي قواوو وياند وويل ښاغلى غازوان يې د بغداد په شمال كي پر يوه سيمه د عملياتو پر مهال وژلى دئ.
په عراق كي مېشت امريكايي پوځ وايي نوموړي په سيمه كي د امريكا ضد عراقي جنګياليو مشري كول، د ځانمرګو بريدونو په پلان او د بمونو په جوړولو كي يې ځانګړى مهارت درلود.