کور / تازه خبرونه / امريكا: د يوه خپلواك فلسطين جوړېدل غواړو

امريكا: د يوه خپلواك فلسطين جوړېدل غواړو


د امريكا د بهرنيو چارو وزيره كاندوليزا رايس وايي هيواد يې د يوه خپلواك فلسطين جوړېدل غواړي او دا چاره به د امريكا د راتلونكي جمهور رئيس باراك اوباما د واكمنۍ پر مهال عملي بڼه ونيسي.
كاندوليزا رايس د فلسطين له جمهور رئيس محمود عباس سره تر ملاقات وروسته په رام الله كي يوه خبري كنفرانس ته وويل، فلسطينيان يو لوى قوم دئ او دا يقيني خبره ده چي فلسطينيان به ضرور يوه ورځ د يوه خپلواك هيواد څښتنان سي.
آغلي رايس زياته كړه چي د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ اوس دستي سوله ناشونې ده، خو دواړه قومونه د امن خواته نيژدې سوي دي.
د امريكا د خارجه چارو وزيري په غزه كي د اسرائيلو پر جوړو سوو ودانيو باندي نيوكه وكړه، چي داسي كارونه د سولي خبرو ته تاوان كوي.