دا څه حال دی ؟

دا څـه حال دی ؟
دا پـو ښتنه د چا څـخه و کــړم ؟ څــوک به د دی پو ښتنی واقــعی او حقیقی ځــواب و وایـــی ؟ و یره ددی ځـواب نه شی ویلی ! سیاست خـو انحرافی ځـواب وایـی ! ارتجاع د خلکو دوکه کول غــواړی ! اپــر چونستان د خپلو نـاوړو استفادو دپاره د هیـڅ کومی مــبدی خـیال نه ساتی و د چــوکی نوکر نه شی کـــولی چه د ملی دردونـــو د لیری کولو دپاره خــدمت و کـــړی . اجینت خــو د وطن ټول مــوجودیت تباه کـــوی ! د جاهــلو او لیونو څــخه هیله خطــا ده ! استعماراواستغلال په همدی خوښ دی چه خلک په دام کښی ګیرکړی! د روشنفکری اطـــلاق او نـوم مغشوش شـــوی ښکاری او یو څـــو کاذب شخصیتونه د قـدرت واګـــی په لاس کښی لـری . د ملت پرستی دعوی له هر چا څخه زیاتی ملی خاینان کوی او واقعی وطن او ملی غو ښتونکی یو دبل پسی په تورونو تورن کیږی ، په مشکلاتو مواجه ، له صحنو څخه وتلی او ویسنل کیږی چه په تدریجی رنځ او مرګ رنځــور او مــری . نــو په داسی نــاوړی شرایطو کښی به څـوک ددی پو ښتنی چـــه : دا څــه حــــال دی ؟ ریښتنی ځـواب وویلـی شــی !!! که څــوک و وایی چه کار نشته او په میــلونو وطنوال خپل ګران وطن په ډیر بد حال پر یږ دی او په خارجی وطنو کښی اکثر د چټلیو د پاکولو مزدوری او د شرم او عــار ژوند کوی . نو په مقابل کښی ورته ویل کیږی چه د تا په چا څه ؛ او که نه د خلکو افکار پـاروی !! که ووایــی : دا دومـره خـارجی مرستی څـه شـوی ؟ وایـــــی : ستا په سیاست کښی کار نشته دی او نه چا د خیرات چیری حساب غـو ښتی دی !! په هغـــه راغلی او په هــــوغه لاړی. اوس لا دا دخارجی ډبلو ملیستیا و بــوج د ملـت د بودجـی په سر دی !! ما وویــــل : د ملت بودجــه یعنـی څــه ؟ ده وویــــل : دا چه یوازی د ملت په نوم یادیږ او ملت پکښی د نظر یی او هیڅ ډول تصرف کـــولو حـق نه لـری ، او یـوازی د استبدادی قـدرت دبقــا د پاره خد مت کـوی . که و وایــی : د لته کار، د کار خلکو ته نه سپارل کــیږی ؟ وایـــی : شخصی عقـده لری او که نه احمد او محمود خو که لیسانسه نه دی ، شـپږم پاس او دولسم پاس خودی او له بلی خـوا زمونږ سویه د ډاکټر د نظریــو تحمــل نه شی کـــولی !!! که و وایـــی : د وطــن اقتصادی وضع په دا ډول ښه کــیدی نه شی ؟ وایــــی : انتـــظار و یستل په کار دی ، او بی شرطـــه قیده او تحلیل څـــخه تسلیمید و تــه ضــرورت دی . او کـه نه د چنګــیز او هـــلاکو لــه لاسه به پــو پنا شی !!! هـــو ! دی دلــته د شلــم قــرن چنګیز او هـــلاکو دی . که و وایـــی : دا دقدرت خاوند خو په ښکاره ‌ډول د خپل قدرت څخه ناوړی استـــفاده کـــوی . وایـی : ته د دی حق نه لـری چه په لو یا نو با ندی اعتراض و کړی . اطـاعت ! اطـاعت ! حتی د ړونــد او کــوڼ اطــاعت ! لاس په سینه او سر په رکــوع ؛ اطـاعت ! اطـاعت ! او که نه ؛ دا ډبلــی او ستا سر !!! که و وایـــی : د خلکو د دعوو ګـراف جګ شوی دی ، ظلمونه او تجـاوز، مرګ ، ژوبـله ، چـور او دهشـت له انـدازی څـخه زیـات دی . نو وایــــی : نه خیر داسی نه ده !! او یو څـه داسی ځـــوابونه به درته و تراشی چه په رڼــا ورځ به لمــر په دوو ګــو تو پټ کـــړی او پــه زړه کښی به دننــه د یــو داسی نظــریی د ښکاره کــوونکو او اصلاح غــو ښتونکــو د محــوه کیدو په د سیسو غـــور کـــوی !! که و وایـــی : دلته له یــوه خوا د تعلیم او تربی په نوم خلک غو لول کیږی او له بلی خوا د واقــعی پوهـی او پو هانــو په ضد مجادله روانه ده . وایــــی : داسی راز افشا کول خطر لری !! که و وایـــی : تشخیص ، انتصاب ، لیارښو دنه او کنترول خطــا دی ؛ ملی اداره او تنظیم نشته ، ښه او بـد ، دوست او دښمن مغشوش شـوی دی. وایـــــی : ستا په دی کښی حــق نشته ، خیـر خــیرت دی !! که و وایـــی : دا قوانین خو دملت د طبیعی رموزو سره موافقت نه لری ،ځنګلی بڼه یی زیاته ، د وحشت ، نا معـقولیت او د ړونـد استبداد خواص پکښی ډیـــر دی . وایــــی : څه مو چه خوښه ده هغه کوو ، او تر څو چه مو دا کوتک او ډنده په لاس کښی ده ، چلوو به یی !! که و وایـــی : پـــو ښــتنه مــــړه ده . وایـــــی : ښه ده چه مـړه ده ، او که نه مونږ به یی کارته نه و و پریښی !! یعنی هغه کارته چه دوی یی د عمومی تباهــی لپاره کــول غواړی ، ښه نو په داسی شرایطو کښی چـــاره څــه ده ؟ او واقعی د وطـــن او وطنوالو د ژوند د ښه کیدو عاشقان څـــه وکړی ؟ چیری لاړشی د چا څخه مرسته و غواړی؟ څــو مره انتـــظار وباسی ؟ یـــو ډارن غـــږ کـــړ : چـوپ ! چـوپ ! بس په چوپه خوله ، د عمومی تباهی او د مرګ انتظار دی ؛ او یا د کوم غیبی ملی او عاطفوی قدرت په و سیلی مثبت تحول او بدلون ! ما و ویـــل : نه نه مـــه ډاریــــږی ؛ زه به په پـــوره جرآت خپل مسوولیت پورته کــــوم او وایــــم : هـله خپل تاریخی مسوولیت ته پـام و کړی، او د ژونـد د رسالت په خوا متـوجه شـی . د هر پو ه وطنوال فریضه ده چه نور نو په یـوازی بی عمله مترقی نومونو د تباه کوونکو عناصرو په دوکـــو ونه غــو لیږی او د دی مخربی و ضعی د بدلـون لپاره ، په عمومی عملی اقـــدام او قــیام پــیل و کـــړی .
د علامه محمد سعید « سعید افغانیَِ » لیکنه د ۱۳۵۶ هجری شمسی کال ــ کابل