کور / تازه خبرونه / هالنډۍ ژورناليسته خوشي سوه

هالنډۍ ژورناليسته خوشي سوه


اسوشيېټيډ پريس آژانس خبر وركړ هغه هالنډۍ ژورناليسته چي تېره اونۍ د كابل په قمبر څلور لاري كي تښتول سوې وه، د جمعې د ورځي په سهار خوشي سول.
درو څلوېښت كلنه جونيد جېريك چي د بلجيم له يوې مجلې سره كار كوي افغانستان ته د هغو ۱۰ فرانسوي عسكرو په باب د يوه څېړنيز راپور د جوړلو په خاطر راغلې وه، چي د اګست په مياشت كي كابل ته څرمه د سروبي په ولسوالي كي طالبانو وژلي وه.
د آغلې جېريك د ادارې مشر دا مني چي دا يې له تښتوونكو د پيسو په بدل كي خلاصه كړې، خو وركړل سوى رقم يې په ګوته نكړ.