کور / تازه خبرونه / طالبانو دوه كسان د جاسوسۍ په تور ووژل

طالبانو دوه كسان د جاسوسۍ په تور ووژل

قبايلي طالبانو دوه افغانان د جاسوسۍ په تور ووژل.
فرانس پريس آژانس خبر وركوي چي د شنبې په ورځ قبايلي طالبانو دوه افغانان امريكايانو ته د جاسوسۍ په تور ووژل.
خبر زياتوي چي طالبانو دغه كسان له خوست ولايت څخه تېره اونء تښتولي په شمالي وزيرستان كي خوست ولايت ته څرمه وژلي او بيا يې مړي د سړك پر غاړه غورځولي دي.
دا په داسي حال كي ده چي تېره ورځ امريكايي ځواكونو پر شمالي وزيرستان د ميزايل په يوه بريد كي ۱۴ تنه ووژل.