کور / تازه خبرونه / د ۵ لکه ۸۰ زرو ډالرو په لګښت ۴ پروژې اخیستني ته چمتو شوې

د ۵ لکه ۸۰ زرو ډالرو په لګښت ۴ پروژې اخیستني ته چمتو شوې

په میدان وردګ ولایت کې څلور پروژې د پنځه لکه اتیا زرو ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته چمتو شوې .

دلړم په ۱۸ نیټه دمیدان وردګ ولایت په میدان ښار کې څلور پروژې د پنځه لکه اتیا زرو امریکایی ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

دغه څلورو پروژو کې  یو کانال  د (۱۸۰۰) مترو په اوږدوالي ، دنرو او ښځو عصري تشنابونه ، دسولر(لمریزې بریښنا ۸۶ پایي چې میشتو امریکایي ځواکونو په مالي مرسته  او د ښاروال دا ستوګنې کور چې اته خونې او د اړتیا وړ اسانیاوې لري  د ښاروالۍ په  مالي  لګښت ۱۵۰۰۰۰ امریکایی ډالرو په اندازه  دمیدان ودرګ ولایت والي محمد حلیم فدايی او ددې ولایت ښاروال عنایت الله رسولي او نورو دولتي چارواکو لخوا د پټې په پریکولو سره نن ورځ ګټې اخیستنې ته چمتو شول ، چې ددغه پروژو پواسطه به د میدان ښار د ډیرې خلکو ستونزې تر یوه حده حل شي او په راتلوونکې کې د داسي لا زیاتو  اړینو پروژو ترسره کول د ولایت مقام په لومړیتوبونو کې دي .