کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بايد بدبينۍ د زياتېدو مخه ونيول شي

بايد بدبينۍ د زياتېدو مخه ونيول شي

له څو كلونو څخه چې د پښتو سايټونه لولم، نو د سياسي ليكنو او مقالو يو ډول يون ته په كې متوجه شوى يم.

په لومړيو كې په دغه ليكنو كې هيلمندي زياته ښكارېده او زيات ليكوالان د دولت برياو او د شرايطو ښه والي ته خوشبينه وو.

ورپسې يو شمېر اندېښنې راوټوكېدې او په دې وروستيو كې يې نهيليو او نېغو ټكرونو ته مخه كړې ده. له نهيليو سره جوخت د ليكوالانو په نظرونو كې توپيرونه زيات شوي او سنګرنيونه په كې توده شوې ده.

دغه يون د حالاتو او واقعيتونو له بربنډ كېدو سره تړلى دى او په اړه يې بدبيني په كار نه ده. د نظر درلودل او څرګندول كوم جرم نه دى، خو كه دغه نظر بيا د كوم بالقوه ټكر د رامنځته كېدو لامل ګرځي نو بيا څرګنده ده چې په دې صورت كې خپلې خوش بينۍ او  يا اندېښنې له ځانه سره لري.

ليكوالي په بېلابېلو برخو كې خپلې ځانګړنې او دودونه لري، خو د سياست په برخه كې ليكنې بيا د ټولنپوهنې په ژورو تجربو، ارزونو، شننو او قضاوتونو ولاړې وې.

سياسي ليكنو ته زياتره وخت د شك په سترګه كتل كيږي او د دغو ليكنو د منلو او باور ترلاسه كولو له پاره له ژور استدلال، شننې او پراخې ارزونې پرته بل ښه ډاډ نشته او په ليكنو كې د خپلو احساساتو شريكول او په رښتياوالي او يا كذب يې ټينګار درلودل، نه يوازې دا چې د ليكنې له باور سره مرسته نه شي كولى، بلكې د ليكنې باور او د ليكوال شخصيت ته سخت زيان هم اړوي. تر دې هم خواشينونكي دا ده چې ليكوالان د ژبې عفت او د ليكوالۍ اصول او د سياست سوله ييز فرهنګ هم ونه شي ساتلى او په اوتو بوتو سر شي او كه وس يې ورسي نو د يو بل پر وړاندې فزيكي عمل هم ترسره كړي.

اختلاف يوه فطري او طبعيي ځانګړنه ده، له نسبيت څخه سرچينه اخلي او د يوې موضوع په اړه د انسان له نسبي پوهې څخه رازېږي. زياتره فلسفې په دې باور دي چې انسان يو نسبي موجود دى او په يوه نسبي نړۍ كې ژوند كوي. يو الله ج دى چې له نسبيت څخه سېوا دى او مطلقيت لري. قرانكريم هم د رحمن په سوره كې د نړۍ د نسبيت او انډول تاييد كړى دى. ژباړه((ولاړ يې كړل اسمانونه او انډول(ترازو) يې وټاكه، ټينګ كړئ انډول په عدالت سره او له انډول څخه سرغړونه مه كوئ)).

د نړۍ د نسبيت ځانګړنې ته په كتنې سره بايد په يوه برخه كې د قوانينو، تګلارو، ليدلورو او نظرونو په څرنګوالي او تنوع باور ولرو او د همدې باور پر مټ بايد په خپل څنګ كې مخالفت ته اجازه وركړو او د مخالفت د زغملو او د مخالف د تحويل اخيستلو فرهنګ خپل كړو.

د بنسټ له مخې هم دغه يوه اړتيا ده چې كله يو څوك سياست ته مخه كوي او د هيوادنيو او ولسي ګټو پر وړاندې د مسووليت احساس كوي او ژمن كيږي، نو ولس او موږ ټولو ته په كار ده چې د داسې بااحساسه اشخاصو درناوى وكړو، ځكه چې دغه اشخاص ولس او ټولنې ته غنيمت دي او هوډ لري چې خپل ولس او خپل هېواد ته خدمت وكړي. په يو چا كې د هېواد او ولس پالنې د مينې او احساس رامنځته كېدل څه اسانه كار نه دى او د دغه كار له پاره تر ټولو لومړى يوه سپېڅلي وجدان او بيا د ټولنپوهنې ژورې پوهې ته اړتيا ده. سياستوال كېدل بابيزه خبره نه ده او بايد په مسوولانه ډول ورته پام واړول شي او د سياستوالو درناوى او ساتنه وشي. دلته د جنايت، خيانت او اختلاس خبره بيا جلا  ده او دا راز كسان بيا له سياسي فرهنګ او چلن څخه سېوا دي. 

سياسي مخالفت د هېواد د ورانونې په مانا نه دى، بلكې د هيواد جوړونې له پاره يو ډول سيالي ده او كه چېرې په ټولنو او سياستوالو كې سياسي فرهنګ بنسټيز شوى وي هيڅكله سياسي اختلاف بالقوه ټكر نه رامنځته كوي او سياسي مخالفت بايد غلط توجيه او بل څه تعبير نه شي. سياسي مخالفت د هيواد جوړونې د ستراتيژۍ او تګلارو پر سر رامنځته كيږي او دغه اختلاف بايد د ايډيالوژيو او عقيدو له اختلاف څخه جلا وګڼل شي.

بشري او ټولنيزو تجربو دا ښودلې چې په ايډيالوژۍ د سياست لړل، د ټولنې په زهرو د لړلو په مانا دي او ټولنه له يو بالقوه ټكر سره مخامخ كوي.

ستاسې به په ياد وي چې كمونستي دولت په زرګونه انسانان او سياستوال چې د دوى له سيستم، ايډيالوژۍ او تګلارو سره يې مخالفت درلود، زندانونو ته واچول، ژوندي يې تر خاورو لاندې كړل، شوبلو ته يې وتړل او پايله دا شوه چې ټول ولس يې پر ضد ودرېده او په پاى كې كمونستان خپلو تېروتنو ته متوجه شول، شاتګ يې غوره كړ، خپل دغه اعمال يې وغندل، د واك له انحصار څخه لاس په سر شول او د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د يوې پرېكړې له مخې له خپلو مخالفينو سره په يوه دولت كې د واك وېشلو ته سلا وتل، خو هغه پلان د ايران او روسيې په اشاره د شمال ټلوالې له خوا د يوې كودتا په لړ كې شنډ شو چې په ترڅ كې كورنيو جګړو ادامه ومونده او اوس اوس د ملي جبهې په نوم په يوه جبهه كې د دواړو ډلو پاتې شوني سره يو ځاى شول. خو تر دې ځايه چې دغه كاروان را رسېده د دې دواړو دښمنو ډلو او د دوى تر منځ ايډيالوژيكو اختلافونو په مليونونو ككرۍ خاورې كړې او په مليونونه ماشومان يې يتيمان كړل.

د كمونستانو او مجاهدينو(تنظيمونو) مخامخ ټكر او ډغرې له دومره سترو زيانونو او ناخوالو سره سره بيا هم دومره ګټه درلوده چې يوه ايډيالوژيكه سياسي ډله يې له منځه يوړه او په هېواد كې د ايډيالوژۍ او سياست له جلا كولو سره يې مرسته وكړه.

په خواشينۍ سره اوس هم ځينې سياسي ايډيالوژيكې ډلې شته چې له تېرو سياسي تجربو څخه يې پند نه دى اخيستى او د يو شمېر ځوانانو د احساساتو د ښكارولو هڅې پر مخ وړي او په دې سره په هېواد كې د نفاق او بې اتفاقۍ تخم كري او دغه نفاق تر ټولو زيات پښتانه پاشلي او په جګړه كې راايسار كړي دي.

دغه ډلې د ايډيالوژۍ تر شا، واك ته د رسېدو هلې ځلې كوي او كه څوك ترې د يوې سياسي ډلې په توګه د دوى دوكتورين، كړنلار او پلان وغواړي نو دوى ورته خپله ايډيالوژي وړاندې كوي. دا راز كړنه دې ته ورته ده چې يو څوك د حلوا هټۍ ته ورشي له هغه حلوا وغواړي او دى ورته د شيريخ صفت او تعارف وكړي او يا يو هټيوال په خپله هټۍ لوحه د يو څه لګولې وي او په كې نور څه پلوري.

دغه راز كړنې حالات او سياست له شفافيت څخه وباسي او ولس تيارې ته سپاري.

ايډيالوژيكو مذهبي ډلو خو خبره ان نوره بدبينۍ او ذهني ليونتوب ته رسولې ده. دوى له يوې خوا له نورو مسلمانانو سره يې مسلماني نه مني او له واكمنو سره يې واك، تكيه په زور كوي او په دوامدارې جګړې او د نړۍ په نيولو او يا تباه كولو باوري دي. دين په ټولې پراختيا سره نه مني او يا پراختيا ته يې په اهميت قايل نه دي، له ديني ارشاداتو څخه محدود او واحد تعبير او تفسير لري او د خپل تعبير له مخې ځان په نورو مسلمانانو غوره او نور مسلمانان د ټوپك په زور د خپلې ايډيالوژۍ منلو ته مجبوروي او په دين كې جبر ته لار پرانيزي.

دا په داسې حال كې ده چې دين ايډيالوژي نه ده، بلكې يوه لار ده چې زياتې كړنلارې لري او ايډيالوژي يې يو جز دى او د ايډيالوژۍ په چوكاټ كې د دين محدودول، په كوزه كې د سمندر د ځايولو ناكامه هڅه او يو ډول افراط او تفريط دى چې مسلمانان ترې منعه شوي دي.

ايډيالوژي يوه ځانګړې او تامه فكري پروسه ده چې د انسان اعمال تر اغېز لاندې راولي، خو دين بيا يوه پراخه لار ده چې ځينې كړنې يې له ايډيالوژيك منطق، موقف او موخو سره اړيكه نه لري او په يو ټولنيز ليدلوري او منطق كې وړاندې شوې دي. دلته يوازې په يوه بېلګه بسنه كوو:

دين په خپلو ايډيالوژيكو سپارښتنو كې په خپلو لارويانو او غوره والي ټينګار لري، له دغه ټينګار څخه د يو كس تعبير به دا وي چې كله زما دين غوره او د بښنې تر ټولو ښه لار ده، نو دغه لارې ته بايد دا نور ولې راونه بلل شي. كه څوك په رضا سره دغه دين ونه مني، څه زيان لري كه هغه د تورې په زور ورته راوبلل شي او يا په زور سره په دې دين مشرف كړاى شي او يا ووژل شي، ځكه د هغه كس ژوند چې اخروي ښيګنه ونه لري څه ګټه لري.

خو په زور سره بيا د دين پر چا منل او يا د نه منلو په جرم د چا وژل په ديني كړنلارو كې محدود شوي دي او ځينې ډولونه يې د جبر او ظلم لامل ګرځي چې په ټولو دينونو كې منعه او د اصولو خلاف كار دى.

لنډه دا چې د دين ايډيالوژيكي كول، د دين يو لورى محدودوي او بل لورى يې افراط ته راكاږي. يا په بله وينا د دين په يوه برخه سترګې پټېږي او يوه بله برخه ورته د پيروانو له خوا يې زېږي چې بدعت يې بولي.

په دين كې بيا افراط او تفريط دواړه منعه دي چې پايله يې بدعت او د بدعت پايله بيا ګمراهي او كفر بلل شوې ده.

له دين او هېواد سره شكر الحمدلله ټول پښتانه مينه لري، خو په خواشينۍ سره ځينې كسان بيا دومره په دې برخه كې افراط او يا تفرط كوي چې اصول او انډول ساتل هېروي او د بدعت پېټى په اوږو اخلي.

په دې وروستيو كې په ځينو پښتو سايټونو كې ځينې سياسي ليكنې تر سترګو كيږي چې د نظر اختلاف په كې ايډيالوژيك اختلاف تعبيرېږي او يا ايډيالوژيك او عقيدوي اختلاف ته رسول كيږي، چې يو ډول ناوړه استفاده ده.

څه موده وړاندې په نېټ كې يوه له تاثره ډكه ليكنه تر دې سرليك لاندې چې ((له دې جهاده زه تېر يم)) كښل شوې وه. دغه ليكنه د هغو 27 لغمانيانو د وژلو د تاثر په لړ كې ليكل شوې وه چې د ميوند په ولسوالۍ كې د يو قوماندان له خوا د ملي اردو منسوبين بلل شوي او بيا وژل شوي وو او د ليكوال موخه له دې جهاد څخه همدغه د 27 تنو بې پلټنې او څېړنې ناروا وژنه وه چې نوموړي قوماندان جهاد بلله او ده ورسره نه منله او نوموړې جملې هيڅكله دا مانا نه وركوله چې ليكوال دې د جهاد له فرضيت څخه تېر او منكر وي.

خو يو بل څوك چې له نوم سره يې د الحاج سپېڅلې كلمه هم مل وه د ليكنې مانيز ځيروالي ته نه و ځير شوى او په خپله ليكنه كې د نوموړې ليكنې ليكوال يې پر دې غندلى وو چې له جهاده ولې تېر دى او هغه يې بيا په تعريض سره كافر بللى و او په دې سره يې دا ثابته كړې وه چې په خبره سم ځان نه پوهول نورو ته زيان رسول او د ځان قتلول دي:ژباړه : چې كله له يوه فاسق څخه مو كومه اطلاع تر لاسه كړه، نو ځيرنه او پلټنه په كې وكړئ، نه شي چې په خپلې ناپوهۍ سره نورو ته زيان ورسوئ او بيا له خپلو اعمالو پښيمانه ياست. الحجرات

الله ج مسلمانانو ته د الحجرات په سوره كې په هره اطلاع او كار كې د ځيرنې او پلټنې `ټينګار كړى او د نه ځيرنې او څېړنې پايله يې د نورو مسلمانانو او يا هم انسانانو زيانمنول(ګناه) او د اخرت زيان بللې ده. 

دغه ادعا چې نوموړى ليكوال د جهاد له فرضيت څخه منكر او تېر دى يو محض تور دى او ليكوال د جملې باريكۍ او مانا ته نه دى ځير شوى او په بل مسلمان يې په ډېره چټكۍ سره تور لګولى او په دې سره هغه ته يې زيان رسولى او خپل ځان يې هم هلاك كړى او پر دې سربېره په خپلې ليكنې سره يې لوستونكو ته يو ځل بيا د تنظيمونو او كمونستانو د وخت د تبليغاتو پېر ياد كړى چې هغه مهال چې هر چا او هر ګوند او تنظيم څومره په اسانۍ سره په خپل مخالف لوري تور لګولى او هغه يې پړولى او تكفيرولى شو. هغه مهال هر څوك د خپلې دعوې قاضي او د خپل نظر مفتي وو، خو نن ټول له خپلو هغه تېرو كړنو پښيمانه دي.

د ليكوال له پاره په ليكنه كې د ليكوال د دريځ او ادرس ثابت ساتل خورا مهم وي. ليكوال بايد په خپله ليكنه كې ووايي چې څوك دى او له كوم دريځ او ادرس څخه غږېږي.

دوه ډلې ليكوالان شتون لري: پرې لرونكي او بې پرې. پرې لرونكي هغه دي چې د يوې ډلې او يا د يوه كس له ادرس(تربيون) څخه غږېږي او په خپله ليكنه كې دا په ډاګه كوي چې د پلانۍ ډلې او يا د پلاني كس له ادرس او تربيون څخه غږېږي. دا له اورېدونكي او يا د ليكنې له لوستونكي سره مرسته كوي چې په اسانه سره د ليكنې موخې او محتوا ته ننوځي او هغه له يوې نيوكيز(انتقادي) او يا منيز(تاييدي) ليد لوري څخه وارزوي او يو روښانه انځور ترې ترلاسه كړي.

هغه ليكوالان چې بيا بې پرې ليكنې كوي، دوى ته هم په كار دي چې خپل ادرس په ډاګه كړي چې له كوم تربيون څخه استازيتوب نه كوي او همدا راز بايد په ټوله ليكنه كې خپل دريځ ثابت وساتي.

اوس كه په كومه ليكنه كې له يوه كس او يا له يوې ډلې او ګوند څخه ملاتړ كيږي او كړنې يې تايديږي، بايد ليكونكى د خپل ملاتړ لاملونه او دلايل وړاندې كړي او كه مخالفت يې كيږي، بايد ليكوال د خپل مخالفت دليلونه وړاندې كړي ځكه په داسې مسايلو كې د منلو معيار قوي استدلال او كتنه ده. كوم څه چې د يو كره ليكونكي او سياسي شنونكي له پاره په كار دي دا دي چې بايد هڅه وكړي له خپلې شننې او نظر څخه يو روښانه انځور وړاندې كړي او د يو ملي كركتر په توګه بايد ولس ته واقعيتونه ووايي، بېطرفانه قضاوت وكړي او وېراندوكى نه وي چې د يوې ډلې وېره پرې اغېز وښندي او په خپله ليكنه كې ځان د هغې ډلې غېږ ته وغورځوي او خپله بېطرفي ونه شي ساتلاى. هغه ليكوالان چې بيا د يو مشخص او ټاكلي تربيون له شا غږېږي، بايد په ډاګه كړي چې له نوموړي تربيون سره تړلي دي او په دغه ځانګړې برخه كې غواړي د خپلې ډلې او يا تربيون نظر وړاندې كړي. دغه كار له لوستونكي سره مرسته كوي چې په اسانه ډول د هغه تربيون موخو او نظرياتو ته لار ومومي او د ليكنې موخه او محتوا په اسانه سره وپوهېږي. يو شمېر نور ليكوالان بيا لكه نا بللي استازي پرته له دې چې خپل ادرس څرګند كړي، د نورو له تربيون څخه غږېږي او دا راز غږېدل لوستونكي او اورېدونكي له يوې ډول ناڅرګندتيا سره مخامخ كوي او د دا راز ليكنو د ليكوال دريځ له پوښتنو سره مخامخېږي، په ليكنه كې دريځ يې اوړي رااوړي چې ليكنې يې متناقضې او مبتذلې كيږي او ليكوال يې په داسې ليكنو سره خپل شخصيت ته زيان اړوي.

دا راز تېروتنې زياتره د نويو او ځوانو ليكوالو په ليكنو كې تر سترګو كيږي، خو كله نا كله له تكړه ليكوالانو هم داسې تېروتنې كيږي.

د بېلګې په توګه څه موده وړاندې په لر او بر او بېنوا سايټونو كې د دا راز ليكنو يوه لړۍ پيل وه خو په دا منځ كې يوه د داسې كس ليكنه هم تر سترګو شوه چې له پښتنو سره د همدردۍ او هڅه او هاند له امله پر ټولو پښتنو ګران دى او په ځانګړي توګه پر ما هم ډېر ګران دى. په دغه ليكنه كې نوموړي هڅه كړې وه چې د طالبانو په اړه د ولس يو شمېر شكونه لرې كړي، ده پرته له دې چې دلايل وړاندې كړي يوازې په يوه توصيه او وچ تاييد سره ويلي وو چې طالبان ښه خلك دي او كېداى شي باور پرې وشي.

لومړى خو په كار وه چې دا خبره خپله طالبانو كړې واى چې هغوى څنګه خلك دي او كوم شكونه او كومې پوښتنې چې د دوى په اړه ولس يې لري بايد خپله طالبان ورته ځواب ووايي، كه بيا هم يو بل څوك يې په اړه څه وايي بايد داسې يې ووايي چې مدلل وي او خلكو ته د منلو وړ وګرځي او واقعيتونه تحريف نه كړي. 

له دغه ليكنې څخه زما موخه دا وه چې ووايم:

_كوم څه چې په ليكنه كې وايو بايد په زغرده يې ووايو.

_بايد په شفافيت سره ليكنې وكړو.

_په خپلو ليكنو سره واقعيتونه تحريف نه كړو او ولس په تياره كې وانه چوو، ولس ته بايد واقعيتونه ووايو.

_له نيوكې څخه ونه وېرېږو. هم په نورو نيوكه وكړو او هم د ځان په اړه د نورو نيوكې وزغموو او د ځان په اصلاح او بشپړولو كې كار ځنې واخلو.

_د نظر او د بيان ازادۍ تقدس په پام كې ونيسو. هم د نورو نظر واورو او هم خپل نظر نورو ته واورو. بايد په پام كې ولرو چې دا حق نه لرو د يو چا د نظر سپكاوى وكړو، خو تاييد او مخالفت يې زموږ حق دى او دغه دواړه بايد له پښتني دود سره سم وشي. يانې په دې مانا كه د يو چا مخالفت كوو، نو دا مخالفت د دې لامل نه شي چې ټنده مو ورته تروه شي او بيا چې د كور له څنګه مو تېرېږي په اصطلاح د چاى څښلو ست ورته بيا ونه كړو.

سياسي اختلافات به زموږ په منځ كې وي، خو دا اختلافات بايد د دې لامل نه شي چې زموږ تر منځ په فزيكي ټكر سره واوړي او يا په دې اختلاف دې له چا څخه سر او له چا څخه پوزه او غوږ غوڅ شي.

د پښتنو پېژندګلوي پښتونولي ده او په پښتونولۍ هر پښتون پوهېږي. پښتونولي د پرهېزګارۍ او تقوا لوړه پوړۍ ده او هيڅوك نه شي كولى چې له پښتونولۍ څخه د پرهېزګارۍ او تقوا لوړه مرتبه وړاندې كړي. د تقوا دغه مرتبه نه په پنجابيانو كې شته، نه په غربيانو او نه په عربانو او نورو قومونو كې. پښتونولي د هر پښتون د وياړ خبره ده او كه څوك يو پښتون ته ووايي چې پښتونولې نه لرې نو دا د پښتون له پاره غټه ښكنځله او غټ ننګ دى. كه يو څوك كوم پښتون ته ووايي چې ښه پښتونولي لري، نو بيا د دې اړتيا نه ليدل كيږي چې د هغه د مسلمانۍ او تقوا صفايي دې هم ورسره وشي.

كه موږ پښتانه د دين او ايمان ساتل غواړو، نو د خپلې پښتونولۍ له ساتلو بله ډاډمنه لار يې نشته. نورې لارې يې زموږ نه دي او له همدې امله اغېزمنې هم نه دي.

كه پښتانه په خپلو منځو كې هر ډول سياسي نظرونه او سياسي اختلافات ولري، د دوى تر منځ پښتونولي هغه ګډ ټكى او مشتركه وجه ده چې د يو محور په توګه پرې راټولېداى شي. د هېواد د دښمنانو له خوا د پښتونولۍ  پر ضد او په پښتنو كې د پښتونولۍ د كمزوري كولو په موخه زيات كار شوى او له دې اړخه يې پښتنو ته زيات زيانونه اړولي او پښتانه يې پاشلي او كمزوري كړي دي.

پښتانه د خپلې پياوړتيا له پاره اړ دي چې د پرديو او بهرنيو كلتورونو او تګلارو پر ځاى يو ځل بيا خپله پښتونولي ټينګه او د عمل لارې ته وړاندې كړي او په نورو تګلارو غټه ډبره كېږدي. كمونېزم، اخوانېزم، طالبېزم، جنګسالاريزم، امريكيزم، اروپايزم، پنجابېزم، عربيزم او نور د دغه هېواد له پاره  بريمنې نسخې نه وې او دغه هېواد يې د ځانځانۍ او نابودۍ په لور وړى او بايد پاى ومومي.

پښتانه ليكوالان د پښتونولۍ راڼه څراغونه دي او له دوى سره پرديزم ښه نه ښايي او بايد د پرديزم پېښې پرېږدي.