کور / تازه خبرونه / په افغانستان کی نور فقر بند سو

په افغانستان کی نور فقر بند سو

بی بی سی د کابل څخه خبر ورکوي چی حکومت فیصله وکړه چی نور په کوڅو او بازارونو کی څوک فقر نه سی کولای او هغوی باید دارالمساکین ، یتیم خانو او پالنځایونو ته بوتلل سی . ویل کیږی چی په کابل کی د ټول افغانستان نیمایی فقیران موجود دي چی اکثریت یې ښځی ، کوچنیان ، معیوبین او زاړه خلک دي او د هغوی شمېر د غربت له لاسه پرله پسې ډېریږی . حکومت وایی چی ماشوم فقیران تر ټولو ډېر د مخدره چیانو لخوا د جنسی کارونو تر هدف لاندی راځی . داخله وزارت امر کړﺉ چی ټول فقیران به مربوطه ساتنځایونوته بیول کیږی چی سره میاشت یې پالنه کوی . ملګری ملتونه وایی چی افغانستان دومره غریب دﺉ چی د نړۍ د ټولو هېوادو د پای لخوا پنځم هېواد دﺉ . څیړونکی وایی چی دا اقدام مثبت او منفی دواړه نتایج په بر کی لری .