دوه هسپانوی پوځیان ووژل سول
رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی د هرات په شینډنډ کی د طالبانو د یوې فدایی حملې په اثر دوه هسپانوی پوځیان ووژل سول او درېیم سخت زخمی سو . خبر نور تفصیل ور نه کړ . هسپانیه په افغانستان کی ۷۰۰ پوځیان لری چی تر اوسه یې ۲۵ کسه وژل سوي دي . طالبانو د دې حملې مسؤلیت ومانه .