کور / تازه خبرونه / (پاچا خان ،دامن او عدم تشدد سترمبارز )نړيوال سيمينار جوړ سو

(پاچا خان ،دامن او عدم تشدد سترمبارز )نړيوال سيمينار جوړ سو

تيرماښام د جرمني د هورت په ښارګوټي کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني لخوا د ( پاچاخان ، د امن او عدم تشدد ستر مبارز ) تر سرليک لاندي علمي سيمينار جوړ سو .



په ياد سوي سيمينار کي د افغانستان ، او امريکي څخه د راغليو علمي او اکاډميکو شخصيتونو تر څنګ د اروپا د ګوټ ګوټ څخه پوهانو ، ليکوالو او د پاچاخان د عدم تشدد د فلسفې په سلګونو پيروانو برخه اخستې وه .



 غونډه چي د شپې تر  دوه نيمو بجو يې دوام وکړ د علمي مقالو ، ويناو  او بحثونو تر څنګ په جشني برخه او ملي اتڼونو ښکلې سوې وه .


 د لراوبر ويبپاڼه ددې سيمينار د تفصيلي راپور ترڅنګ انځوريز البم او ويډيوي ټوټې هم خپروي ليدل يې مه هېروئ .