هالنډ : د ډاکټر واحد نظري په وياړ د غونډي راپور  video

د لراوبر اداره | نوومبر 28th, 2008


راپور، عکسونه او ويډيو ( لراوبر ډاټ کام )  –  Slide Show

د ۲۰۰۸ کال د نومبر د مياشتي پر ۲۱ مه نېټه په هالنډ کښي د افغاني کلتوري ټولني په زيار او نوښت ( د افغانستان اوسنی حالت او د رسنيو رسالت ) تر سرليک لاندي غونډه جوړه سوه ، ددې غونډي ځانګړی مېلمه د افغانستان نوميالي سېنماپوه ، سناريست او طنزليکونکي ډاکټر واحد نظري و، د غونډي د اجنډا په ترڅ کي د ښاغلي ډاکټر واحد نظري د مسلکي او هنري کارونو او ملي راډيو تلويزيون د څرنګوالي په اړه هم بحثونه وسول.


په غونډه کښي د بلجيم، جرمني او هالنډګڼو افغان فرهنګپالو او د کلتوري ټولنو مشرانو او استازو برخه اخستې وه ؛ غونډه د حاجي سعيد الکوزي له خوا د قرانکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پېل سول،ورپسې د غونډي وياند احمدشا بهاند د ډاکټر واحد نظري په ګډون ټولو برخه والو ته ښه راغلاست ووايه .


هالنډ : د ډاکټر واحد نظري په وياړ غونډه


تر ښه راغلي وروسته د وتلي فلمي ستوري حشمت خان روح ته دوعا وسول ، چي دزړه د دورې له امله په كابل كښي د۴۳ كالو په عمر وفات سو. وروسته ښاغلی ډاکټر واحد نظري ، ښاغلی خيال محمد کټوازی او ښاغلی حاجي امين باوري د غونډي د مشرتابه پلاوي په توګه وټاکل سول .

هالنډ : د ډاکټر واحد نظري په وياړ غونډه


 

ورپسي په هالنډ کي د افغاني ټولني  ټولني  مرستيال عبدالله احسان له خوا د غونډي پرانستونکې وينا واورول سول چي پکښي د ددې ټولني د لاسته راوړنو او دې غونډي د ارزښت ترڅنګ د ښاغلي واحد نظري د راتګ څخه مننه هم وسول .

وروسته د ښاغلي علي سعيد له لوري د ښاغلي واحد نظري مفصل ژوند برخه والو ته واورول سو .


 

ورپسې نوميالۍ فرهنګپالي آغلې ستورۍ منګل د رسنيو د رسالت او ښاغلي نظري په اړه خپل ياداښتونه برخه والو ته واورول .

هالنډ : د ډاکټر واحد نظري په وياړ غونډه

 

ورپسې په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د مالي چارو مسئول ښاغلي ډاکتر صبور عابد  برخه والو ته د رسنيو د رسالت اړوندد پښتو ژبي او پښتو سايکولوژي تر سرليک لاندي خپله مقاله په معاصر ډول د کمپيوټر او پروجکټور په ملتيا د پردې پر مخ وښودل او په اړه يې توضيحات ورکړل ، ښاغلي ډاکټر عابد د خپلي مقالې په ترڅ کي په مورنۍ ژبه خبري کول ، ليکل او لوستل له سايکلوژيکي اړخه څېړولي و او ځيني داسي بېلګي يې وړاندي کړې چي ولي زيات شمېر پښتانه د پارسي ژبو په وړاندي په پښتو ژبه ږغېدلو څخه ډاريږي او په خپله مورنۍ ژبه د خبري کولو جرائت له لاسه ورکوي .( يوه برخه يې دلته د ويډيو له لاري وګورئ )

هالنډ : د ډاکټر واحد نظري په وياړ غونډه



ورپسې ښاغلي حسن شور د خپلي وينا په ترڅ کي د غونډي موضوع په اړه خپله وينا واوروله او له لندن څخه يې د ښاغلي اکبر کرګر ليکنه هم ولوسته ، نوموړي هم په هالنډ کي د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو له خوا د پښتو ژبو افغانانو سره د ناسم سلوک د ځيڼو بېلګو يادونه وکړه .    ښاغلي شور د افغانستان په ملي تلويزيون کي د روزنيزو پروګرامونو د زياتېدو وړانديز وکړ .


هالنډ : د ډاکټر واحد نظري په وياړ غونډه


وروسته د افغانستان سېنما لوبغاړي ښاغلي ذبيح الله انيل د ډاکټر واحد نظري يو طنز ولوست .


هالنډ : د ډاکټر واحد نظري په وياړ غونډه 


 وروسته په جرمني کي د افغان سېنما تياتر مرکز مشر ښاغلي مطيع الله روفي د ډاکټر واحد نظري د کار او ژوند په اړه لنډي خبري وکړې او ښاغلي ډاکټر واحد نظري ته ځانګړی شوی نظم يې د غونډي برخه والو ته ولوست .


له بلجيم څخه د افغان ادبي بهير استازي ښاغلي انجنير سيد حضرت سادات د يادسوي بهير پيغام واوراوه او ددې غونډي جوړېدل پر ځای ګام وباله . ورپسې په هالنډ کي د افغانستان د چارو کارپوه انجنير ذکريا پوپل خپله وينا واوروله ، نوموړي د ډاکټر واحد نظري د مسلکي کارونو د ستايني تر څنګ يو شمېر وړانديزونه هم لرله .


د غونډي پر ادرس يو شمېر نور پيغامونه هم رارسېدلي وو ، د هغو له جملې څخه په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني او روزګان جريدې مشر ښاغلي حبيب الله غمخور رالېږل سوی پيغام د غونډي د چلوونکي ښاغلي احمدشا بهاند له خوا ولوستل سو .


تر تفرېح وروسته دغونډي ځانګړي مېلمه ډاکټر واحد نظري خپله وينا واوروله او د افغانستان په اوسني حالت کي د رسنيو رسالت په ترڅ کي يې د ملي تلويزيون پر لاسته راړونو او ستونزو رڼا واچوله ، د نوموړي تر وينا وروسته د غونډي برخه والو پوښتني او وړانديزونه طرحه کړه چي د ښاغلي نظري له خوا معلومات او جوابونه ورکړه سوه .


د غونډي د څېړنيزي برخي په پای کي ښاغلي خيال محمد کټوازي د غونډي ارزونه وکړه ، نوموړي دا غونډه پر وخت او پر ځای ګام وباله او دداسي غونډو د جوړېدل يې ګټور کار وباله .


د غونډي وروستۍ برخه ټنګ ټکور ته ځانګړې سوې وه ، د موسيقۍ په برخه کي تکړه سندرغاړو : يارمحمد ، کريم لمر او حاجي محمد ايازي برخه واخيسته ، ځوانانو مست ملي اتڼونه وکړه د موسيقۍ په خوږو نغمو کي دا غونډه د شپې درې بجې پای ته ورسېده .


ددې غونډي انځوريز البم له دې ځايه کتلای سئ Slide Show


هالنډ : د ډاکټر واحد نظري په وياړ غونډه

 

Copyright Larawbar 2007-2024