کور / نثر / زړه

زړه

په  بدن  کښی د غوښی  یوه  ټوټه  ده  چه صالحه شی  ټول  بدن  ښه کیږی او که فاسده  شی  ټول  بدن  فاسد  یږی  ؛ باخبر  او سیږی  چه دغه  ټوټه  زړه  دی «  حدیث شریف  »

زړه د روح مرکز دی او په ټول بدن  باندی ریاست لری !

د زړه اصلاح په علـــم سره راځی او د علــم انــدازه په عمل کښی معلومیږی ؛ هغه عمل په کاردی چه د خیر او بهبود انــدازه  ورسره د خدای « ج » د رضا موجب د ځان او دخلکو په درد وخوری . تقــوی  او پر هــیږګاری د زړه  کار دی !

ښه ګــذاره ښه سلوک هــم د زړه اراده او عزم غواړی !

د ځان او دخلکو د بهبود لپاره هڅه هغه زړه کوی چه د انسانیت په رڼا روښانه  وی !

د زړه رڼــا ؛  زړونه روښانوی ، نورانیت پیدا کــوی او پوهه مینځ ته راولــــی !                 

د ننګرهار ولایت د نجـــم المدارس  مدیر  

د « النجم » جریده ،  دریمه ګڼه ،  د عقرب ۱۴، د ۱۳۳۷ کال .           http://www.said-afghani.de.vu