کور / شعر / د افغان وير

د افغان وير

لولپه د افغان مېنه په اورونو
کور په کور، کلي په کلي له بمونو


ابو جهل او فرعون يې مځکي سرې کړې
د وړو زړو په قتل او خونونو


خپل، پردي يې په نا کړې ګونا وژني
هره ورځ يې محشر ګډ په ولسونو


د لېوانو پرې يرغل له هره لوري
سر يې نېست، مال يې تالا په تاړاکونو


چي زمرو يې و پلو ته کتای نسوه
نن يې هر ګېدړ حرم ته په ټوپونو


غر و سمه يې له درد، المه ژاړي
هم فرياد يې عرش ته رسي له ظلمونو


تاج و تخت به يې نسکور سي ته يې ګوره!
د دې کام له ساندو، کرږو او اهونو


زه هارون په هغو وياړم، ترې جارېږم
چي د ننګ په لار کي تېر سوه تر سرونو