کور / خبرتیا او پيغامونه / په لر او بر کي مېشت افغان ولس ته دې مبارک وی !

په لر او بر کي مېشت افغان ولس ته دې مبارک وی !

ليکوال او شاعر ښاغلی محمد نعيم حقمل


د لر او بر افغانستان د نوې ویبپاڼې ټولو درنو چلونکو !
اسلام علیکم !


    تر ټولو د مخه د ادب ، فرهنګ او کلتور تاسو درنو شاه ځلمیانو، پالونکو او ساتونکو ته د دغه درنې، ښکلې او پرځای ویبپاڼې د پر لیکه کیدو او جوړیدو له امله مبارکی وایم ، الله (ج) موتل  د ژوند په ټولو چارو کې خوشحاله او کامیابه لره ، د ژوند ټولې نیکمرغی مو په برخه او نصیب شه .


    ستاسو هڅې  د هر پلوه د ستاینې وړ دی ،دافغان شاه ځلمو دا ډول هڅو په داسې وخت کې زور موندلی دی، چې د نړیوالې ټولنې په ګډون دافغان دولت او چارواکوله لوری ورته هڅو او نوښتونو ته د پام وړ پاملرنه نه ده شوې  او هم دا لامل دی چې د افغانستان روان حالات لا کړکیچن  او ترینګلی کیږی او ورسره جوخت افغان ولس ناهیلی کیږی .


       تر ډیره بریده هغه تشه چې د دولت ، نړیوالې ټولنې او افغان ولس تر مینځ راپیداشوی د افغان فرهنګیانواو فرهنګپالو د خپلوشخصی نوښتونو او هڅو په پایله کې تر یوې کچې پورې ډکه شوې  او پرله پسې زیار باسی چې په خپلو مثبتو ، خپلواکه او بې پرې کړنو سره خپل ملی ارزښتونه  او میراثونه د پردیو له فرهنګی یرغل او اغیزو څخه  خوندی وساتی .


    د رسنیو په دې تنګه او نیښته نړۍ کې د بل هر وخت څخه د رسنیو ونډه ډیره اغېزمنه او ارزښتناکه ده او دافغانستان په دریو لسیزو او په ځانګړې توګه په ورستیو پنځو کلنو کې دا په ډاګه شوه ، چې د افغانستان کړکیچ دزور ، ځواک او پوځ له لارې نه شی اواریدای او یوازینۍ  لار یې داده چې د خلکو زړونه خپل شي او په ښه او بد وپوهول شی ، چې دا کار یوازې رسنۍ سرته رسولۍ شی .


   متاسفانه او بدبختانه چې د نړیوالې ټولنې د ملیاردونو مرستو سره سره افغانستان له دا ډول تشې سره مخامخ دی او تر اوسه پورې، افغان ولس نه د یو ملی رادیو، ټلویزیون، ورځپاڼې ، اونیزې ، مجلې او ویب پاڼې څښتن شو او نه دا لویې تشې ته  نړیوالې ټولنې ، دولت او چارواکو جدي پاملرنه کړې ده .


    زه باورلرم چې د لر او بر لوی افغانستان چلونکي به دې تشې ته پوره پاملرنه وکړی او دا هغه ژوندی  او بنسټیزقدم وو چې تاسو درنو چلونکو د پولې هغه خوا او ده خوا افغانانو دزړونو د خپلولو لپاره پورته کړ.



   تاسو بایدنړۍ ته دا  په ګوته کړۍ او نړیوالو ته دا قناعت ورکړی  چې د پولو په دواړو خواوکې  د دنیا او په ځانګړې توګه د اسیا د وچې هغه لوی ، ستر او د تاریخ د ویاړونو ډک قوم پروت دی او ژوند کوی چې نفوس یا شمیره یې له ۶۵ میلیون وګړو څخه ډیر دی . زه به په لنډه توګه یوازې د انګریږ ، روس او اوسني استکبار یادوونه وکړم ، چې تر ډیره بریده  موخه یې د همدې ستر قوم ځپل او نابودول وو او دي.


خو هرځلې استکبار او یرغلګر د همدې قوم د میړانې ، غزا، سرښندنې او شهادت له مخې په ګونډو شوی دی .تر هغه پورې، چې ددغه ستر قوم د ټولو حقوقو پوره درناوی ونه شي اوحقوق یې  ونه پیږندل شي ، نه یوازې به په افغانستان  کې بلکي په اسیا  او نړۍ کې به ولسواکی ، ټولنیز عدالت او حقوق بشر ، تعریف او مفهموم ولری .


  زه هیله من یم چې لر او بر ویب پاڼه د ټول افغانستان او ټول ولس تربیون و اوسی اوهغه واقعیتونه  خپلو مینه والو ، کتونکو اود نړۍ او خلکو مخ ته کیږدي چې تر دم ګړۍ د مختلفو لاملونو له مخې پټ پاتې شوي دي .


  همداشان یادونه کوم چې په دې لاره کې تاسو یوازې نه یاست  بلکي په لسګونو ، سلګونو ، زرګونو،او لکونو انسانان دي چې ستاسوسره خواخوږي او مل دي، په دې لاره کې چې اوس مو پیل کړې زړور، ډاډمن او هوډ من اوسئ ، بری ستاسو په برخه دی او د ښه نیت او بې پرې کړنو بریاوې ډیرې دی او دا بریاوې  د ټول افغان ولس ویاړګرزی او تل به په یادونو او سینو کې ژوندۍ وي .


 


د لر او بر افغانستان درنو چلونکو!
زه د میډیا ماسټر پروډکشنز د مشر په توګه د خپلو کارکونکو په استازیتوب تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ ټول ستاسو سره یو او ټول امکانات به ستاسو په خدمت کې وی .
په نویو پیل شوو چارو کې مو بریا غواړم الله مو مل او ملګری اوسه


په ډیر درنښت


محمد نعيم حقمل
د میډیا ماسټر پروډکشنز مشر