کور / اسلامي / خوراو لور ته خپل حق نه سپارل کيږی

خوراو لور ته خپل حق نه سپارل کيږی

ګرانو لوستونکو داسلامی ښوونی مينه والو !    اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة


داسلام مقدس دين چه په څومره لوی انداز کی د ښځی له مظلوميت څخه دفاع کړی  نو نور ګنجايش نه لری


ښځه لومړی خور اولور وی چه اسلام خپلو پيروانو ته  دهغوی سره د ډير ذيات  شفقت ،مهربانی او ښه سلوک حکم کړی دی ،بيا دخاوند دکور  بی بی شی چه بيا هم اسلام په ډير ښه څلن حکم کړی دی اوورسته بی بی مورشی  چه اسلام بيا اولاد ته دمور سره په ښه سلوک دومره ټينګار کړی چه  جنت يی د مور تر قدمونو لاندی بللی دی .


ولی نن سبا چه ځنی کسان له هغوی سره بد چلن کوی ،دهغوی په حق سترګی پټوی  دا دوی د ظلم ،دخدای ج له دين سره جفا اوشيطان دوستی څرګندی نيښانی دی ، دداسی مسلمان دا ډول اعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجمانی نشی کولای .


لاندی د ښځی مهر اودخور اولور ټاکلی برخو ته اشاره شوی چه ډير خلک ورباندی سترګی پټوی


۱- دښځی مهر پرخپل جيب کی اچول اودهغه ګړوتول :


مهر ياولور مطلق دښځی خپل حق دی ، قوله تعالی  : وَآتُواْ النَّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً  (( اودښځومهر په ښه زړه ورکړی )) ( النساء  ۴ ). خونن سبا وينوچه دافغانستان په ډيرومناطقوکی دغه حق خپل حقدارته نه سپارل کيږی ښځه لا دخپل مهرپه اندازه هم خبره نه وی خوپلار يی مخکی له مخکی هغه پخپلواقتصادی چارو مصرف او ياکوم تجارتی دوران ته اچولی وی ،که ظاهراً له خپلی خوريا لورنه بښنه وغواړی نولور غريبه به څه ووايی لوريا خور خو په حقيقت ښه پوهيږی ولی څه خوځکه نشی ويلای چه نه غواړی دډير تاوان سره سره پرخپل ځان دپلار يا ورور دروازه بنده کړی ،ځکه ددی غريبی په مخکی له خپلی کورنی څخه فراق دی نوورسته به همدا يوه دروازه ددی لپاره دتسل ،سکون اوڅو ورځو تيرولوځای وی اوبس .


۲- دقرانکريم ټاکلي برخی خوراولور ته نه سپارل کيږی :


قرآنکريم دميراث دقانون له مخی دنرپه نسبت ښځی ته نيمه حصه ټاکلی يعنی ددؤخوندو حق له يوه ورور سره مساوی دی ،دښځی لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی چه ښځه مهر اخلی اوهم له خاوندڅخه ميراث وړی


خونن سبا يی عملاً وينو دهيواد په ځنوسيموکی دښځوحق نه ورکول کيږی ميراث شوی مال ياځمکه يواځی دوروڼوترمنځ تقسيميږی اوخوندو ته پکی حق نه ورکول کيږی او د هغوی پر حق ښکاره سترګی پټوی .


يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن …..


((حکم کوی تاسی ته الله په (حق دميراث د) داولاد ستاسی کښی (ورسته ستاسوله مرګه ) شته نارينه لره (له ميراثه ) په مثل دبرخی د دوو ښځو)). يعنی دکوم ميت په اولاده کښی چه هلک اوجينی دواړه وی  نوهغوی ته دميراث ورکولو قاعده داده چه يو هلک ته به د دوو جينکوحصه ورکول کيږی .


دميراث دبرخو له بيان څخه ورسته فرمايی:


تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ۱۳ وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ۱۴ (النساء ) .


(( دادالله حدود دی څوک چه دالله او رسول پيروی وکړی هغه به الله داسی جنتونوته ننباسی چه لاندی دهغوی به ويالی بهيږی  اوهغوی به پکی دتل لپاره استوګن وی  اوهمدا ستر برياليتوب دی ، اوڅوک چه دالله او رسول څخه سرکشی وکړی اودهغه دټاکل شويو حدودو څخه تيری وکړی الله به هغه اور ته داخل کړی چه په هغی کی به دتل لپاره استوګن وی  اودهغه لپاره رسوا کوونکی سزا ده )).



خدای ج دی مونږ د خدای ج له قهر اوغضب نه وساتی او خدای ج دی خپل رحم پرمونږ وکړی


خدای ج دی مونږ د خدای ج په دين کی پوره  ننباسی اوخدای ج  دی مونږ ته په نيکه لاره هدايت  وکړی 



انجنير حمدالله شاکری


کابل افغانستان