" />  " />  " />  " /> د کیسې د لید زاویې   – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کیسې د لید زاویې  

د کیسې د لید زاویې  

په کیسه کې د لید زاویه ددې معنی لري چې کیسه د چا له لید یا ژبې ولیکو، یا په بل عبارت د لید زاویه یعنې د کیسې د بیان ډول.

ویلای شو چې د لید کابو درې اصلي او بنسټیزې زاویې شته، (زه، ته ، هغه) خو د (زه او هغه) د حالتونو له جمعې څخه دوه نور ډولونه هم چې موږ او هغوی کېږي په لاس راتلای شي. دغه راز د (هغه ) په برخه کې هم مونث او مذکر ته په پام سره د بدلون په بڼه کې ځانګړې بڼې خپلولای شي. اوس اوس کیسه لیکوالو د لید د زاویو په یوځای کولو سره بېلابېلې فرعي لارې موندلې چې له هغې لارې کولای شي خپلې کیسې په ښه توګه بیان کړي.

دلید زاویې ډولونه


الف: زه

له خپل لید یا د زه او راوي له لیده: پدې ډول کې د داستان اصلي کرکټر په خپله ژبه خپله کیسه بیانوي چې البته دا خپله لیکوال هم منظور ندی. لکه د استاد سعد الدین شپون شین ټاغی، د چارلز دیکنز کاپر فیلډ…

د فرعي کرکټر یا ملګري له لیده: پدې ډول کې د لومړي کرکټر ملګری د داستان راوي دی،

یو اړخیز ډیالوګ: پدې ډول کې راوي له یو چا سره خبرې کوي خو موږ یواځې د راوي خبرې اورو، یا لولو او د مقابل لوري د خبرو اغېز هم د راوي په خبرو کې حس کوو.

د ذهن خبرې یا په بله ویناچرت: پدې ډول کې یو څوک په لوړ آواز فکر کوي، حتی د هغه په افکارو د پېښو او تېرېدونکو صحنو اغېز هم حس کولای شو.

لیک: دوه یا څوکسان یو بل ته لیک استوي او کیسه لدې لارې بیانوي، کله خو البته یواځې یو کس لیک لیکي.

د ورځني یادښت له لارې: پدې ډول کې راوي د ورځني یادښت یا د خاطراتو د یادښت له لارې داستان بیانوي. 


ب: ته

پدې ډول کې راوي کیسه بل چاته په خطاب کې بیانوي. داسې ته وا چې له پېښې سره مخاطب مخامخ شوی.


ج: هغه

د کرکټر له لیده: پدې ډول کې لیکوال کیسه د لومړي کرکټر له لیده تعقیبوي او پېښې هم د هغه په اړه وي.

د فرعي کرکټر له لیده: پدې ډول کې لیکوال د لومړي کرکټر له لیده نه ګوري خو په یو ډول نه یو ډول د هغه د ملګري یا دوست له لیده پېښې تعقیبوي.

له بهره لید(سینمايي): پدې ډول کې بیا لیکوال لکه کمره غوندې یواځې څه چې ویني او اوري لیکي او له خپله ځانه هیڅ څه ته نه ورګوري پدې ډول کې یواځې خبرې اترې او پېښې راځي. لکه د همینګ وې، سړي وژونکي


موږ (زه + زه + زه+…)

پدې ډول کې بیالیکوال کیسه تقریباً ټوټه ټوټه کوي او داچې د کیسې په هره برخه کې یو ښه لیدونکی او شاهد مومي د کیسې د کرکټرونو له لیدونو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره  دهغه له ژبې یا د هغه له (زه ) څخه کار اخلي. چې البته دا ډول په اوږدو کیسو کې زیات موندل کېږي 


هغوی(هغه + هغه + هغه+…)

دا ډول چې ډېر مشهور هم دی، لیکوال لکه د کیسې د ټولو کرکټرونو له لید  څخه چې خبر وي هسې پیښې تعقیبوي، د کیسې په هرڅه پوهېږي او د داستان په هرځای کې شته وي. لکه د تولستوی جنګ او سوله