کور / تازه خبرونه / په خوست کې د بريښنا شبکه ورغول شوه

په خوست کې د بريښنا شبکه ورغول شوه

په خوست کې د ١٦ لکه امريکايي ډالرو په لګښت د برييښنا پرورژه  بيا ورغول شوه


      خوست والي ارسلاجمال په خوست ښار کې د برييښا نوي پروژې  دپرانيستنې پرمهال لراوبر پاڼې  ته وويل چې دنوموړي پروژې په جوړيدو  ١٦ لکه امريکايي ډالر لګول شوي .


جمال زياته کړه دنويو دريو پايو جنراتورونو په نسبولو سره به  په زياته اندازه بريښنا توليد چې له امله به يې زياتو خلکو ته ګټه ورسيږي


ده وويل ددغه پروژې څخه به د خوست ښار او شاوخوا ٣٣٠٠ کورنيو ته بريښنا ورکول کيږي  چې د پخوا په پرتله به شل کيلو متره نوره ساحه هم په بر کې ونيسي .


جمال دا هم وويل چې ددغه پروژې په جوړيدو به د خوست ښاريانو هغه ستونزې چې پدې برخه کې يې سر ترې ټکوو  لري کړی شي .


نوموړي زياته کړه  د يادې پروژې په پرانستو به د خوست خلکو په اقتصادي برخه کې مثبت بدلون راشي په زياته اندازه او  په خپل وخت به  دبريښنا کارولو ته لاس رسي ولري .


که څه هم وړاندې لدې په خوست ښار کې بريښنا شتون درلود  خو دجنرتورونو او غځيدلو لينونو دزيات زړخت  له امله يې نشه کوای  لکه څرنګه چې لازمه ده  خوست ښاريانو ته بريښنا ورسوي .


خوست ميشتي  په خوست ښار کې د ډيزالي جنرتورونو په واسيطه د بريښنا جوړيدل په ځای اقدام بولي خو له دولت غوښتنه کوي چې ابي بريښنا جوړه  چې ورڅخه په لوړه کچه د صنعاتي بابرکو  په برخه کې ګټه پورته شي .


دوی وايي چې ددغه کار په کول سره به له يوې خوا بې کاره ځوانانو  ته دکار زمينه برابره شوي وي او له بلې خوا به يې  دولت ته  په کال کې په سونه زره افغانۍ ګټه رسيدلي وي .