کور / تازه خبرونه / پكتيا- د ګرديز ښار په سولر بريښنا روښانه شو

پكتيا- د ګرديز ښار په سولر بريښنا روښانه شو

نن سه شنبه د لړم ۲۱ سلاكار وزير او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد لخوا د پكيتا مركز ګرديز ښارګوټي د بريښنا سيستم د پټۍ په پري كولو افتتاح شو،


د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل چي په ټول ښّار كې  ۱۸۵ پايي نصب شوي ، چي د سولر پريښنا په واسطه به د شپي لخوا ټول ښار ګوټي څراغان وي.

سمون زياته كړه دا پروژه چي دوه مياشتي وړاندي پيل شوي وه نن پاي ته ورسيده او ۳۱۶۷۲۰ امريكايي ډالرو په ارزښت د پكتيا بيارغوني ټيم لخوا بشپړه شوه.

سمون وويل د بريښـنا دا سيستم كولاي شي چي د امنيت په برخه كي ستره مرسته وكړي او دا به د پكتيا والو او په خاصه توګه د ګرديز ښاريانو ته  يو ستر زيرۍ او هوساينه وي.